د لاسرسي ځای

تازه خبر

عرفان کمال: زه د کلاسیکې موسیقۍ پلوي یم


هنرمند عرفان کمال
هنرمند عرفان کمال

دا اونۍ په راډیويي مجله کې د سندرغاړي عرفان کمال سره خبرې کوو.نوموړی د استاذ فضل ربي د کور څراغ دی.

استاذ فضل ربي د خپل وخت ستر هنرمند و چې زړه راښکونکی غږ یې اوس هم په زړه منګولې ښخوي، خو اوس زمونږ په منځ کې نشته. کلونه وشول چې فضل ربي استاذ د فاني نړۍ سره مخه ښه کړي، خو د سندرو مینه وال یې لا هم یادوي.

د خیبر پښتونخوا د مردان دغه ستر هنرمند چې د ولسي سندرو ، بدلو او چاربیتو لپاره یو ځانګړی طرز او اصلوب یې درلود، یواځې سندرې یې ترشا نه دي پرېښي، بلکه یو هنرمند زوی هم لري چې د پلار په لاره روان دی.

د پلار مې ارمان و چې، په زامنو کې یې لږ تر لږه یو، د هغه لاره خپله کړي، ما د پلار ارمان پوره کړ
عرفان کمال

دا زلمی عرفان کمال دی. د استاذ فضل ربي نه ورته فن په میراث کې پاتې دی. دی وايي پلار یې لوی ارمان درلود چې د هغه په اولادونو کې دې لږ تر لږه یو، د هنر سره مینه وکړي او د موسیقۍ هغه ډیوې چې کلونه پخوا دغه ستر هند بلې کړې وې، همداسې روښانې وساتي.

استاذ احمدګل
استاذ احمدګل

د پښتو موسیقۍ نامتو هنرمند استاذ احمدګل وايي د ارواښاد استاذ فضل ربي سره یې له نږدې پېژندل او د عرفان کمال سره هم اشنا دی. نوموړی وايي عرفان کمال او نورو ځوانو هنرمندانو له پکار دي چې د موسیقۍ هغه لاره خپله کړي چې پخوانیو هنرمندانو جوړه کړېده.

« د فضل ربي سره مې له نږدې پېژندل، په راډیو او ټي وي کې مو یو ځای پروګرامونه کړي دي. د هغه زوی عرفان کمال هم تکړه سندرغاړی دی او د پلار په لاره روان دی. »

عرفان کمال تکړه هنرمند دی، خو د نوم ځلولو لپاره یې ډېر پړاوونه په مخکې پراته دي
لایق زاده لایق

لایق زاده لایق د پښتو موسیقۍ لپاره کلونه کلونه خدمتونه کړي دي. نوموړی وايي استاذ فضل ربي او عرفان کمال دواړه یې لیدلي دي. دی زیاتوي چې عرفان کمال د لوی هنرمند زوی دی او د کامیابیدو لپاره لوی سفر په مخکې لري.

« د پښتو موسیقۍ لپاره استاذ فضل ربي ډېر زیات خدمتونه کړي دي. عرفان کمال لا ځوان دی او ترې تمه کېږي چې د هنر نړۍ کې به وځلیږي، خو ډېر محنت به ورته کول وي. »

لیکوال او شاعر لایق راده لایق
لیکوال او شاعر لایق راده لایق

د استاذ احمد ګل او لایق زاده لایق په سپارښتنه ، عرفان کمال تر کومه بریده د خپل پلار لاره تعقیبوي؟ دا به د هغه سره د مشال راډیويي مجلې په دې ځانګړې مرکه کې واورئ. عرفان کمال تر ۱۴ م جوماعته زدکړې کړي او اوس مهال د پېښور په راډیو کې د موسیقۍ د لائبریرۍ مسئول دی.

دا مرکه دلته اورېدلی شئ:

عرفان کمال وايي د کلاسیکې موسیقۍ پلوي دی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:26:11 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG