د لاسرسي ځای

تازه خبر

"ټرمپ د قربانۍ په ارزښت نه پوهېږي"


د امریکايي سرتېري همایون خان پلار او مور
د امریکايي سرتېري همایون خان پلار او مور

پراګ - یوې پاکستانۍ – امریکايي جوړې د رېپبلېکن ګوند له خوا د ولسمشرۍ نوماند ډونلډ ټرمپ پر څرګندونو انتقاد کړی دی.

د دې جوړې زوی په امریکايي پوځ کې وو او په ۲۰۰۴ز کال کې په عراق کې وژل شوی وو.

خضر خان او غزالې خان د شنبې یا خالي پر ماښام له اې بي سي ټیلېوېژن سره په مرکه کې وویل، ډونالډ ټرمپ ((د دې وړ نه دی چې موږ ورباندې تبصره وکړو. هغه هېڅ مناسب خوی نه لري، هغه تور زړی دی.))

خضر خان تېره اوونۍ په فېلاډېلفیا کې ډېموکراټ ګوند ولسمشرۍ نوماند اعلانولو غونډه کې د پر ټرمپ نیوکې کړې وې.

د دې په ځواب کې ټرمپ په یوه مرکه ویلي ول چې له خضر خان سره یې ښځه درېدلې وه خو د خبرو اجازه یې نه لرله.

غزالې په مرکه کې اې بي سي ټیلېوېژن ته وویل، ډونلډ ټرمپ د قربانۍ په ارزښت نه پوهېږي. دې وویل، ځکه غلې ولاړه وه چې له درده ځورېده، د هغې درد ټولې امریکا حس کاوه خو ((خدایزده ولې ټرمپ احساس نه کړ.))

XS
SM
MD
LG