د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مشال راډيويي مجلې تازه ګڼه


 په پېښور کې کلتورې هلې ځلې
په پېښور کې کلتورې هلې ځلې

د مشال راډیويي مجلې ته ښه راغلاست. دا اونۍ په خپرونه کې د افغانستان او پښتونخوا د کلتوري او ادبي هلو ځلو په اړه معلومات ، خبرونه، راپورونه او مرکې مو درته برابر کړي دي.

د ممتاز اورکزي نوی کتاب
د ممتاز اورکزي نوی کتاب

د اونۍ کلتوري خبرونه درته مجیدبابر او فرخنده اسد وړاندې کوي چې ورکې د نورو خبرونو ترڅنګ دا خبر هم اورئ چې د پښتونخوا حکومت سلګونو ادیبانو، شاعرانو، سندرغاړو او فنکارانو ته ستاینلیکونه او نغدې پیسې ورکړې. دا کار که ستایل شوی نو نیوکې هم پرې شوې دي. تفصیل یې په مجله کې شامل دی.

د مشال راډیويي مجله ( دریمه ګڼه )
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:27:05 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

ارواښاد زبېرخاکسار
ارواښاد زبېرخاکسار

د افغانستان د یو پېژندل شوي طنزیه شاعر، دراډیو تلویزون د کارکونکي او د ننګرهار د والي فرهنګي سلاکار زبېرخاکسار د وژنې په اړه د چارواکو او فرهنګیانو نظرونو ته مو هم په خپرونه کې ځای ورکړی او د ښاغلي خاکسار ژوند او کار ته مو هم کتنه کړېده.

په ټل کې مترقي پښتانه لیکوالو د ممتاز اورکزي د تازه چاپ شوي کتاب ( زه په چاک پروت یم ) مخکتنه وکړه. موږ په غونډه کې موجود لیکوال او شاعر شمس فګار سره مرکه کړې او د ممتاز اورکزي په شاعرۍ ورسره غږیدلي یو.

لیکوال بصیرالحق عادل
لیکوال بصیرالحق عادل

بصیرالحق عادل ځوان افغان لیکوال ، شاعر او خبریال دی. دی د کونړ اوسیدونکی دی، پېښور کې لوی شوی او دا مهال په هلمند ولایت کې په کار او زدکړو بوخت دی. له ده سره مو د زړه خواله کړي دي.

د مشال راډیو خبریال سیلاب محسود د جنوبي وزیرستان د یو ځايي شاعر عجبنور جذباتي سره خبرې کړي دي. جذباتي په دې وروستیو کې خپل کتاب چاپ کړی او وايي بلا ډېره ناچاپه شاعري ورسره پرته ده چې چاپ ته لارې څاري.

د مجلې په وروستیو شېبو کې له کوټې نسیم افغان او له پکتیا محمد نسیم د صحاف او علمي کتابتون لخوا د تازه چاپ شویو کتابونو معلومات راکړي دي.

د مشال راډیويي مجله
د مشال راډیويي مجله

XS
SM
MD
LG