د لاسرسي ځای

تازه خبر

له حکمتیار سره روغه جوړه او د مېرمنو اندېښنې


د افغانستان د مېرمنو شبکه
د افغانستان د مېرمنو شبکه

د افغانستان حکومت د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار سره روغې جوړې ته نږدې شوی خو د افغانستان یو شمېر مېرمنې او ددوی ټولنې وايي حکومت له پکار دي چې د وسله والو ډلو سره د هرې معاملې پر مهال له هغو دا ضمانت وغواړي چې د مېرمنو حقونو ته به پاملرنه کوي او هغه نسبي ازادي چې دا مهال یې د افغانستان په مرکز کابل او ولایتونو کې مېرمنې لري تر پښو لاندې نه شي.

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار
د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار

په کابل کې د افغانستان د مېرمنو د حقونو لپاره مبارزه کونکې سیلۍ غفار وايي پر ځای ددې چې د جنګیالو یو شمیر مشران د انصاف نړیوالې محکمې ته معرفي شي، حکومت ورته امتیازات ورکوي:

« له حکمتیار سره د معاملې په ترسره کولو، حکومت په حقیقت کې ملي خیانت کوي. د افغانستان خلک یو وارې بیا د بربادۍ او نابودۍ کندې ته غورځوي. که د حکمتیار ډله ده، که طالبان دي او که ځینې نورې وسله والې ډلې، پر ځای ددې چې د انصاف نړیوالې محکمې ته ور وپېژندل شي، حکومت ورسره معامله کوي، هغوی ته بخښنه کوي او امتیازات ورکوي. »

د افغانستان د ولسي جرګې غړې ساحره شریف وايي جنګونو تل مېرمنې ځپلې او ژړولې دي نو دوی ځکه د سولې لپاره د پرانېستل شوې هرې دروازې لپاره هیلمنې دي. نوموړې زیاتوي:

« مېرمنې وايي چې په هر ډول وي، د هرچا سره وي، حکومت دې سوله وکړي او امنیت دې ټینګ کړي. موږ د سولې یو وړکي څرک ته هم خوشالېږو. له تېرو پنځو دېرشو کلونو راهیسې په وطن کې جنګ روان دی، هر سړی له جنګه ستړی کېږي. که د حکمتیار په راتګ سره په وطن کې سوله راځي، زه ورته خوشبینه یم، خو په شرط د دې چې حکومت ترې یو شمېر تضمیونه واخلي. »

افغانه پیلوټه نیلوفر رحماني
افغانه پیلوټه نیلوفر رحماني

ساحره شریف وايي که هره وسله واله ډله د افغانستان اساسي قانون مني نو د مېرمنو حقوق تضمینیږي نو حکومت له پکار دي چې د وسله والو ډلو سره د سولې پر مهال دې خبرې ته جدي پاملرنه وکړي.

د افغانستان د مېرمنو د شبکې یوه غړې بي بي نور همدرد وايي افغان مېرمنې د مرورو پخلاکېدو ته سترګې په لاره دي. نوموړې زیاتوي ترحکمتیاره وړاندې نور جهادي شخصیتونه هم وو چې په افغانستان کې یې د جنګونو اوږده سابقه لرله ، خو نن د حکومت یا اپوزیسون په چوکاټ کې د وطن په خاوره کې دننه ژوند او فعالیت کوي او له حکمتیاره هم دوی دغه تمه لري چې د تل لپاره د جنګ سره مخه ښه وکړي.

نوموړې زیاتوي:

« افغانې مېرمنې چمتو دي چې د مرورو وروڼو سره د حکومت د سولې د پروسې ننګه وکړي. که روغه جوړه وشي، ښه به وي خو په دې شرط چې عدالت تامین وي، دښځو لاس ته راوړنې له منځه لاړې نه شي، او داسې شرایط باید وسنجول شي چې د ښځو حقونه پکې خوندي پاتې شي. »

د افغان ولسمشر مرستیال ویاند دواخان مینه پال
د افغان ولسمشر مرستیال ویاند دواخان مینه پال

افغان مېرمنې وايي طالبانو د خپلې واکمنۍ پر مهال مېرمنو ته د کار او زدکړو اجازه نه ورکوله او د حکمتیار په مشرۍ کې د اسلامي حزب ډله هم د ښځو سره په سخت برخورد مشهوره ده، نو ځکه دوی ویره په زړه کې لري چې هسې نه تېرې تورې ورځې بیا راوګرځي، نو ځکه دوی له حکومت نه دا ضمانت غواړي چې د وسله والو ډلو سره د سولې پرمهال دې د مېرمنو د حقونو ضمانت ترې واخلي. د افغانستان د ولسمشر د ویاند مرستیال دواخان مینه پال ددې په ځواب کې وايي:

« له ټولو هغو ډلو سره چې موږ د سولې خبرې کوو، د افغانستان د تېرو ۱۴ و کلونو لاس ته راوړنې حفظ دي. کله چې موږ د باشرفه او باعزته سولې غوښتنه کوو، همدا یې مانا ده چې د افغانستان د خلکو دین، د افغانستان د خلکو کلتور، د افغانستان د خلکو ارزښتونه، د بیان ازادي او د مېرمنو حقونه او ډیموکراسي به خوندي وي. پر دغو مثایلو باندې د هېچا سره معامله نشو کولی. »

په داسې حال کې چې پر وسله والو مخالفینو او د هغوی په مشرانو دا تورونه لګي چې د مېرمنو حقونو ته پاملرنه نه کوی، ځینې مېرمنې دا خبره هم کوي چې په هیواد کې دننه د حکومت په جمهوري فضا او د اساسي قانون تر چوکاټ لاندې هم د افغان مېرمنو ژوند سل په سلو کې خوندي نه دی او دوی د بیلا بیلو ځورونو او کړاوونو سره مخ دي.دوی وايي په افغانستان کې د مېرمنو د ژوند د خوندي کولو لپاره هر اړخیزه اقدامات پکار دي.

XS
SM
MD
LG