د لاسرسي ځای

تازه خبر

فجي ګل، د صوابۍ د زمزمو شاعر


د صوابۍ شاعر فجي ګل
د صوابۍ شاعر فجي ګل

د مشال راډیويي مجلې په دې ګڼه کې مو د صوابۍ د مرغز سیمې د یو خوږ ژبي شاعر فجي ګل سره د هغوي په ژوند او کار خبرې کړې دي.

نوموړی په ترنم کې خپل شعرونه وړاندې کوي او د موسیقۍ په سر او تال هم پوهيږي.

فجي ګل وايي د صوابۍ سیمې پښتو ادب او موسیقۍ ته وخت په وخت ښکلي شاعران، فنکاران، سندرغاړي او کلتوري شخصیتونه ورکړي دي.

فجي ګل او د هغوی ملګري د هیواد ادبي او ثقافتي تنظیم په نوم یوه ادبي ټولنه هم لري چې تر سیوري لاندې یې دوی ادبي پروګرامونه کوي. دوی وايي دده او د ملګرو یې هڅه داده چې دسولې لپاره کار وکړي.

« پښتانه تر ټولو زیات سولې ته اړتیا لري، موږ د صوابۍ ادیبان او شاعران حجره په حجره او چم په چم ګرځو، پروګرامونه جوړوو او د امن لپاره پروګرامونه کوو. »

د صوابۍ دغه نوموړی ادیب او شاعر فجي ګل وايي تر اوسه یې د شاعرۍ او د نثر کتاب چاپ شوی نه دی، خو د څو کتابونو برابره شاعري یې کړې ده.

له فجي ګل سره د نجیب عامر مرکه دلته اورېدلای شئ:

فجي ګل د صوابۍ د زمزمو شاعر
تم شئ
نښلول

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:27:43 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG