نجيب عامر د افغانستان او پاکستان په اړه رپورټونه جوړوي. هغه اوونیزې خپرونې وړاندې کوي چې پکې "د مشال راډیويي مجله" او "د مشال په نوم" هم شاملې دي.
د مشال راډیويي مجله چې هره اونۍ د سه شنبې په ورځ په درېنیمو او د چارشنبې په ورځ په یوه نیمه بجه خپریږي، پکې د پښتنو لیکوالو، شاعرانو، فلمي ستورو او کلتوري شخصیتونو او ځایونو په اړه معلومات او مرکې اورېدلی شئ.
د مشال راډیويي مجلې ګلونو اورېدونکیو په نهه شپیتمه ګڼه کې مو دغه مطالب د خپرېدو لپاره درته چمتو کړي دي. دا خپرونه د هرې سه شنبې ( نهې ) او د هرې چارشنبې ( شورو ) په ورځ د مشال راډیو نه اورېدلی شئ.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه اصف وايي د ترهګرو خلاف د دوی د امنیتي ځواکونو د پرله پسې عملیاتو نه پس اوس دوی ویلی شي چې په ملک کې امنیت ټینګ شوی او د ترهګرو فعالیتونه په ټپه درېدلي دي.
د دې لوبې ځانګړتیا په دې کې وه چې شاوخوا اته کاله وروسته، یوه نړیواله لوبډله پاکستان ته ورغلله. په ۲۰۰۹ز کال کې د سریلانکا پر لوبډلې تر وسله وال برید وروسته، هېڅ نړیواله لوبډله پاکستان ته نه وه ورغلې.
ممتاز اورکزی د معاصرې پښتو شعري نړۍ یو څرګند نوم دی چې د هنر وړانګې یې په لر او بر کې خورې دي. تازه تازه یې خپله وروستۍ شعري ټولګه د زخمک په نوم خپره کړې چې له بازاره د لوستونکیو تر لاسونو رسېدلې ده.
د پښتو ژبې نومیالی لیکوال او خبریال استاد سعد الدین شپون د سېپټېمبر پر ۱۰مه د ۸۴ کلونو په عمر ومړ. دی د ځانګړي سبک خاوند لیکوال او د کابل او د ډېنمارک د کوپنهاګن پوهنتون پخوانی استاد او د امریکا غږ راډیو خبریال وو. شپون له ډېرو کلونو راهیسې د امریکا په وېرجینیا ایالت کې اوسېده. رپورټ وګورئ.
افغان لیکوال، خبریال او پېژندل شوي شخصیت استاد سعدالدین شپون د یکشنبې په ورځ د سپټمبر په لسمه د ۸۴ کالو په عمر کې د امریکا په ورجینیا ایالت کې له نړۍ سترګې پټې کړې. د نوموړی زوی وزیراکبر شپون مشال راډیو ته وویل د پلار جنازه به یې څو ورځې وروسته افغانستان ته ولېږدول شي او د هغه د وصیت سره سم به په جل
عمران ترین د کوټې تمثیلي هنر یو ځلنده ستوری دی چې په ګڼو ډرامو او فلمونو کې یې کار کړی او لا یې هم تنده خړوبه شوې نه ده او د نورو پرمختګونو لپاره مبارزه کوي. د بلوچستان خاورې وخت په وخت پښتو او اردو ډرامو له نادره ملغلري ورکړي چې شهرت یې یواځې ددغې صوبې تر پولو محدود نه دی پاتې شوی.
اریان خان د پښتو فلمونو لپاره یوه نوې دریڅه پرانیستلې او داسې ښکاري چې د سینما د ډګر دا ځوان لوبغاړی او د پاپ موسیقۍ تکړه سندرغاړی به د پښتو سینما نه مرور شوي نندارچیان یو وارې بیا سره پخلا کړي.
باکستان هند ته په ماتې ورکولو سره د ۲۰۱۷ م کال « ايی سي سي چمینز ټرافي » په خپل نوم کړه. د پاکستان وزیراعظم نوازشریف، د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه او د اکثرو سیاسي ګوندونو مشرانو د کرکټ لوبډلې ته په دې بریا مبارکي ویلي ده.
پاکستان د اتلانو د جام ( چیمپینز ټرافي) په یوه بله لوبه کې سريلنکا ته په ۳ وېکټو ماتې ورکړه. دا په روانه لړۍ کې د پاکستان درېیمه لوبه وه، تر دې وړاندې یې هندوستان ته لوبه بایللې خو جنوبي افریقې له یې ګټلې وه.
د مشال راډیويي مجلې په دې ګڼه کې د قوالۍ په اړه معلومات درکوو؟ د خپرونې په اوږدو کې د پښتنو شاعرانو، پخوانیو او اوسنیو سندرغاړو او همدارنګه د موسیقۍ د استاذانو سره خبرې کوو.
د مجلې به دې ګڼه کې د بلوچستان د خانوزۍ سیمې د خوږ ژبي شاعر ډاکټر جمیل الرحمان پانیزي سره غږېدلې یو.
په کابل کې د نوروز په ورځ د یو نوي افغاني فلم افتتحاح وشوه، دا فلم نقابپوش نومیږي او د افغان سینما ځوانو استعدادونو پکې کار کړی دی. د فلم سره تړلي کسان وايي دوی پر کابل سربېره د نړۍ په یو شمېر هیوادونو کې هم یاد فلم پر سینیماګانو ښايي.
د مجلې په دې ګڼه کې مو د سوات دیو لیکوال، کتاب خپرونکي او سیلاني فضل ربي راهي سره د هغه په ژوند او کار خبرې کړي دي.
ځیني کارپوهان وايي اوس مهال په افغانستان کې د کتابونو مینه وال په بې ساري ډول زیات شوي دي. په پلازمېنه کابل کې د کتابونو لسګونه لوی مفشن پلورنځي جوړ شوي او خلک د خپلې خوښې مطابق کتابونه ترې اخلي
علي باباخان په مشال راډیويی مجله کې د څرګندونو پر مهال وویل چې د صوفي موسیقۍ مینه وال دی. نوموړي زیاته کړه چې د غني خان تصور سندره یې چې ویله نو ګمان یې نه کاوه چې خلک به یې دومره په ولولو بدرګه کړي، خو خلکو ورته دومره مینه ورکړه چې دی یې په ځان پورې حیرانه کړ.
نور وښیئ