د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان په لاهور کې سریلانکا ته ماته ورکړه


پراګ - پاکستان د یکشنبې پر ماښام په لاهور کې د سریلانکا لوبډلې ته ماته ورکړه.

له دې سره د ۲۰ اوریزه لوبو لړۍ هم پاکستان وګټله.

د دې لوبې ځانګړتیا په دې کې وه چې شاوخوا اته کاله وروسته، یوه نړیواله لوبډله پاکستان ته ورغلله. په ۲۰۰۹ز کال کې د سریلانکا پر لوبډلې تر وسله وال برید وروسته، هېڅ نړیواله لوبډله پاکستان ته نه وه ورغلې.

د لوبغاړو د امنیت لپاره له پولیسو سره رېنجر ځواک او پوځیان هم ځای پر ځای شوي ول.

د پاکستان او سریلانکا لوبه په انځورونو کې

د دې ۲۰ اوریزه سیالیو د لړۍ لومړۍ دوه هغه په ابوظهبۍ کې وشول او درېیمه یې په لاهور کې وشوه چې پاکستان په ۳۶ منډو وګټله.

د پاکستان کرکټ بورډ چارواکي هیله من دي چې دوی به اوس نړیوالې لوبډلې هغه هېواد ته په وروستو وتوانېږي.

XS
SM
MD
LG