د لاسرسي ځای

تازه خبر

خواجه اصف: پاکستان کې منظمې فعالې ترهګرې شبکې نشته


د پاکستان بهرنیو چارو وزیر خواجه اصف او په اسلام اباد کې د امریکا سفیر ډیويد هیلی
د پاکستان بهرنیو چارو وزیر خواجه اصف او په اسلام اباد کې د امریکا سفیر ډیويد هیلی

پراګ ـ د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه اصف وايي د ترهګرو خلاف د دوی د امنیتي ځواکونو د پرله پسې عملیاتو نه پس اوس دوی ویلی شي چې په ملک کې امنیت ټینګ شوی او د ترهګرو فعالیتونه په ټپه درېدلي دي.

نوموړي پرون په اسلام اباد کې د امریکې او پاکستان ترمنځ د خبرو د څلورم پړاو پر مهال دغه څرګندونې کړې دي. دی زیاتوي:

((له ډېرو قربانیو وروسته، پاکستان په دې توانېدلی چې په خپله خاوره کې دننه د ترهګرو شبکې له منځه یوسي او د هیواد په لر بر کې د حکومت واکمني پر ځای کړي. موږ په پوره باور ویلی شو چې اوس په پاکستان کې دننه د ترهګرو منظم او فعال موجودیت نه تر سترګو کېږي.))

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه چې د ترهګرۍ خلاف د دوی د کوټلو ګامونو اخېستلو له وجې په اروپا او امریکا کې د بې شمېرو تروریستي بریدونو مخنیوی شوی دی. نوموړي وویل که د دوی په خاوره د ترهګرو ډلو یا شبکو د موجودیت په اړه امریکا له دوی سره استخباراتي معلومات شریک کړل نو دوی به یې په رڼا کې عملیات پرمخ ویسي. د نوموړي په وینا د ترهګرۍ خلاف په مبارزه کې د یو بل ژمنتیا د معلومولو لپاره همدا یواځېنۍ لاره ده.

خواجه اصف دا هم وویل چې هیواد یې چمتو دی، په افغانستان کې د سولې او ټیکاو د راوستلو لپاره خپل ټول امکانات په کار راولي. ده وویل د افغانستان او پاکستان ترمنځ د پولو د څارنې د نظام د بهترۍ لپاره اړینه ده چې د دواړو هیوادونو ترمنځ استخباراتي راکړه ورکړه زیاته شي.

((نن زه تر یوه بریده په باور سره ویلی شم چې د همکارۍ لپاره لاره هواره ده. د پولې د څارنې، د کډوالو د ستنېدنې، په افغانستان کې د وسله والو د پټن ځایونو او په پاکستان کې د وسله والو د مبینه پټن ځایونو د ختمولو لپاره د دواړو لوریو ترمنځ پراخه هماهنګي موجوده ده.))

نوموړي د هند او پاکستان ترمنځ د اړیکو د ښه والي په لاره کې د امریکا هڅې وستایلې او زیاته یې کړه چې دوی د سیمیز امنیت لپاره د ټولو هڅو ملاتړ کوي. د نوموړي په وینا امریکا ورته باور ورکړی چې په افغانستان کې د هند رول به تر اقتصادي مرستو محدود وي او امریکا به د افغانستان خاوره د پاکستان خلاف استعمالیدو ته پرېنږدي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په داسې حال کې دغه څرګندونې کړې چې پرې د سیمې او نړۍ په کچه دغه نیوکې وخت په وخت کېږي چې د ترهګرو ډلو سره پټې رېښې لري او اکمالوي یې، خو پاکستان تل دا تورونه رد کړي دی.

XS
SM
MD
LG