د لاسرسي ځای

تازه خبر

اریان خان د افغان سینما سباوون


افغان فلم ستوری اریان خان
افغان فلم ستوری اریان خان

اریان خان د پښتو فلمونو لپاره یوه نوې دریڅه پرانیستلې او داسې ښکاري چې د سینما د ډګر دا ځوان لوبغاړی او د پاپ موسیقۍ تکړه سندرغاړی به د پښتو سینما نه مرور شوي نندارچیان یو وارې بیا سره پخلا کړي.

اریان خان په ګل جانان فلم کې
اریان خان په ګل جانان فلم کې

د دې زلمي لومړنی پښتو سینمايي فلم ( ګلِ جانان) همدا اوس د پېښور ترڅنګ د یو شمېر نورو ښارونو په سینماګانو کې هم د نندارې لپاره اېښودل شوی دی. له وړوکي اختر نه تر اوسه د یو فلم په سینما چلیدل پخپله د دې خبرې لوی ثبوت دی چې که پښتنو له ښکلي فلمونه جوړ شي نو دوی هم هماغه پخوانۍ لیونۍ مینه ورسره بیا تازه کوي. ګینې اوس چیرته فلم تر ډېره وخته د سینما په پرده مسلسل د نندارچیانو پام ځان ته اړوي.

اریان خان څوک دی؟

د پښتو فلمونو دغه ځوان ستوری ګڼ نور هنرونه هم په لاس کې لري. په ډرامو کې یې کار کړی، سندرې یې ویلي، د مشهورو ټي وي شوګانو کوربه پاتې شوی او د کراټو ماهر هم دی.نوموړی د افغانستان د ننګرهار ولایت اوسیدونکی دی او د ۱۹۸۰ کال د مارچ په ۷ مه نېټه یې نړۍ ته سترګې غړولې دي. د افغانستان جنګونو لکه د نورو د اریان خان کورنۍ هم دې ته اړویستله چې پاکستان ته کډواله شي. دوی په پېښور کې ژوند پیل کړ چیرته چې اریان خان لومړنۍ، منځنۍ او لوړې زدکړې وکړې او ترڅنګ یې د ژوند په نورو څانګو کې هم ځان وځلولو. پلار یې عبادالله خان، د پېښور په تاریخي کیسه خانۍ بازار کې کاروبار کولو او ده خپلو زده کړو، سپورت او نورو غیر نصابي سرګرمیو ته دوام ورکړ. نوموړي په ۲۰۰۳ م کال کې د پېښور پوهنتون نه د بیچلر اف ارټس ډګري ترلاسه کړه. دی په ګڼو ژبو پوهیږي او د پښتو ترڅنګ یې په اردو او فارسي ژبو هم په ډرامو کې کار کړی دی.

دی وايي:

« له ماشومتوبه مې هندي فلمونه خوښېدل. یو ورځ سهار سکول ته روان وم، خپل سیوری راته د امیتاب بچن په شان ښکاره شو. له سیوري پس ایینې راته ډاډ راکړ چې زه نړۍ ته په دې مقصد راغلی یم چې د فلمونو هیرو شم.»

اریان خان وړاندې وايي چې د یوې عجیبه تخیلي نړۍ احساس یې په وجود کې ځای پر ځای شوی دی، دی ګڼي چې خدای یو انځورګر ( عکاس ) پیدا کړی او باید دانسانیت خدمت وکړي. د عکس او فلم له لارې په هنري او تفریحي بڼه د ټولنې منفي او مثبت اړخونه ښکاره کړي.

د اریان خان هنري فعالیتونه:

دی وايي، له وړوکوالي یې شوق و چې د کیمرې مخې ته ودریږي او ایکټنګ وکړي. په لومړي ځل د پېښور تلویزون په پرده د ماشومانو پروګرام ( ستوري ) کې راښکاره شو. تر دې وروسته یې د پاکستان په بیلابیلو ښارونو کې پر سټیج هم اداکاري وکړه او د پښتو او اردو ډرامو په سیریالونو کې هم راښکاره شو. دی وايي د اردو ژبې مشهور سیریالونه یې کفن، انجام، شک، اعتبار پرهار دي. په دغو ډرامو کې له خلیدو وروسته ورته په اردو فلم ( کیو تم سی اتنا پیارهی ) کې د کار کولو افر وشو؟ دی وايي په ۲۰۰۴ م کال کې د عجب ګل په ډایریکشن کې جوړ شوي دې فلم کې د کار کولو نه پس په پاکستاني فلمي نړۍ ( لالي ووډ) کې یې شهرت زیات شو.

افغانستان ته بیرته ستنیدنه:

اریان خان په سرباز سیریال کې
اریان خان په سرباز سیریال کې

اریان خان په ۲۰۰۶ کال کې یو وار بیا افغانستان ته ستون شو. لوموړی یې په طلوع تلویزون کې یو کنسرت ورکړ. نوموړي د افغانستان په فلمونو کې هم خورا زیات کار کړی. په افغانستان کې یې لومړی فلم ( عشق خاموش ) و. په دې فلم کې اریان خان سندرې هم ویلې دي. وروسته یې په انجام فلم کې هم کار وکړ چې ډیریو لیدونکیو یې د کار ستاینه وکړه. نوموړي د ( سرباز ) په نوم یو تلویزوني سیریال کې هم کار وکړ. دا سیریال د افغانستان د دفاع وزارت لخوا د امریکې په ملاتړ جوړ شوی و چې د اریانا تلویزون څخه نشر شو. دی وايي که څه هم دا یو تبلیغاتي فلم و، خو خلکو پکې دده کار خوښ کړ. اوس مهال هغه په دوبۍ کې استوګنه لري او دده په وینا د یو شمیر هندي کمپنیو لپاره په فیشن شوګانو کې برخه اخلي.

څوک غواړي چې میلیونر شي:

په افغانستان کې په اول ځل د یو تلویزون په پرده د دې پروګرام د چمتو کولو او وړاندې کولو ټول نوښت د اریان خان لخوا مخې ته راغلو. تر ده وړاندې داسې شوګانې چې د خپرونې ګډونوال پکې په تفریحي بڼه برخه اخلي او د پیسو ګټلو چانس هم لري، چا نه وې وړاندې کړې.

اریان خان او شاه رخ خان:

په سوشل میډیا کې ډیری خلک اریان خان د افغانستان شاه رخ خان په نامه یادوي. نوموړي د دې په غبرګون داسې وویل:

« زما څهره په قدرتي ډول شاه ره خان ته نږدې ده، خو زه کوشش نه کوم چې کار مې دهغه په شان وي. پخپله شاه رخ خان هم وايي چې کله فلمي نړۍ ته لاړ نو خلکو ورته ویل ته د دلیپ کمار په شان کار کوې. نو دا وي داسې. ما له وړوکوالي د امیتاب بچن سره مینه کړې، د هغه مرد فلم له وړوکالي د سینمايی نړۍ سره زما مینه زیاته کړې وه. ما چې به د امیتاب سترګو ته وکتل نو دا الهام به یې راکولو چې همدا زما ایډیال دی.»

د اریان مینه وال وايي هغه افغان شاه رخ خان دی
د اریان مینه وال وايي هغه افغان شاه رخ خان دی

اریان خان وايي د شاه رخ خان هنر ته احترام لري خو کومه لیوالتیا یې نه لري. دی وايي د شاه رخ خان سره یې توپیر واضحه دی، هغه د هندوستان غوندې د یو هنر پروره هیواد ستوری دی او اریان د افغانستان د جنګونو په انقلاب کې رالوی شوی ځوان دی. هغه هیواد چې لا هم پکې ډیری خلک د خپلو هنرمندانو په قدر نه پوهیږي او د سینما فرهنګ پکې نشته.

ګل جانان فلم:

اریان خان وايي د فلم ډایریکټر لیاقت علي خان له غاړې ورنه غوښتنه وشوه چې په یو نوي فلم کې دې ورسره کار وکړي. دی وايي وروسته له هغې چې غوښتنې یې ومنل شوې، په دې فلم کې یې کار ته زړه ښه کړلو. د لیاقت علي خان سره یې ذهني هماهنګي جوړه شوه او په نتیجه کې یې دغه فلم مخې ته راغلو چې په ټوله مانا دا د پښتو د روایتي فلمونو نه په جلا انداز جوړ شوی دی. د نوموړي په وینا دا فلم د چین سرحد ته نږدې په ګلګت او شاوخوا سیمو کې تصویر شوی دی. دی زیاتوي چې دا فلم په وړوکي اختر کې په پېښور کې ریلیز شو او اوس به په راتلونکي لوی اختر کې په کابل او لندن کې نندارې ته وړاندې کېږي.

لیلا مجنون فلم:

اریان خان وايي دا فلم یې نږدې بشپړ دی، خو د خپرولو لپاره یې حالات سازګار شوي نه دي.

«ما چې په دې فلم څومره پانګه اچونه کړې، د کابل یو سینما یې هم رانه په هغه بیه نه اخلي. بل په کابل کې د سینما کلتور تقریبا ختم شوی. زه فلم هله سینما ته ورکوم چې د سینما نه مرور خلک بیرته سینما هال ته وګرځي.»

په یو وخت سپورټس، سندرې او اداکاري:

اریان خان وايي انسان که وغواړي نو هرڅه کولی شي، که څه هم په ظاهره ګرانه برېښي چې یو کس دې تایکوانډو هم کوي، سندرې دې هم وايي او په فلمونو کې دې هم کار کوي، خو د ځینو خلکو لپاره دا هرڅه ګران نه وي.

« زه وایم د پښتو فلمونو هیرو دې د موسیقۍ سره هم بلد وي او سمارټ دې هم وي نو په دې کې څه بد دي؟ زه په کراټو کې بلیک بیلټ یم، سندرې مې هم ویلي او په فلمونو کې هم کار کوم نو خلک دې اوس ووايي چې ما د خپل کار سره څومره انصاف کړی دی؟»

د اریان خان راتلونکې کارونه:

اریان خان وايي په فلمي نړۍ کې پاتې کېدل غواړي، کار به کوي خو سوچه، نګه او د لوړ معیار کار به وي. په روایتي فلمونو کې به کار نه کوي. دی وايي غواړي ذهنونه بدل کړي.

« دا کار اسانه نه دی، خلک تر کلونو کلونو پورې په دې روایتي فلمونو اموخته شوي، د هغوی لپاره نوی ماحول برابرول غواړي. هغوی ته د پښتون ښکلې څهره په ښکلې بڼه ښودل غواړم. »

اریان خان وايي په نږدې راتلونکې کې په افغانستان کې یو فلم جوړول غواړي او دا به یو داسې فلم وي چې نړیوالو فلمي فیسټیوالونو ته به هم د مقابلې لپاره لېږل کېږي.

«دا به یو سوچه افغاني فلم وي. یو کلتوري فلم به وي. ما پنځه کاله یواځې د دې فلم په سوژې کار کړی دی. د فلم نوم درته اوس نه ښایم. بیا چې کله مې کار پرمختګ وکړ، د همدې مشال راډیو له لارې به خپل مینه وال پرې خبروم.»

اریان وايي د ګل جانان فلم نه پس ورته د کار ډېر وړاندیزونه شوي دي، خو یو یې هم نه دی قبول کړی.

«هنرمند باید خپل انتخاب ولري، که د خلکو په انتخاب پسې لاړ شي نو بیا خو هغه هنرمند نه بلکې د خلکو نمایش جوړ شي.»

ارین خان یو له هغو با استعداده ځوانانو څخه دی چې کله هم په ارامه کېناستل ورته خوند نه ورکوي. دی لکه د اوبو مثال لري، چې په هر قالب کې یې واچوې، هماغه بڼه خپلوي. د پښتو سینما لپاره دا زلمی یو نوی، پرمختللی او ښکلی سوچ لري. دی وايي نړۍ ته د پښتنو او افغانانو ښکلی مخ ښکاره کول غواړي. له نوموړي سره که د افغانستان او خیبر پښتونخوا د کلتور ادارې ملاتړ وکړي نو هغه ورځ لرې نه ده چې ارین خان به د پښتو سینمايي نړۍ ته نړیوال نندارچیان هم راجلب کړي.

XS
SM
MD
LG