د لاسرسي ځای

پاکستان د کرکټ د اتلانو جام سیمي فاینل ته ورسېد


فایل فوټو

پاکستان د اتلانو د جام ( چیمپینز ټرافي) په یوه بله لوبه کې سريلنکا ته په ۳ وېکټو ماتې ورکړه. دا په روانه لړۍ کې د پاکستان درېیمه لوبه وه، تر دې وړاندې یې هندوستان ته لوبه بایللې خو له جنوبي افریقې یې ګټلې وه.

د ګل په ورځ په دې لوبه کې چې Cardiff کې ترسره شوه سریلنکا لومړۍ لوبه وکړه او ټول لوبغاړي یې په ۴۹.۲ اورونو کې په ۲۳۶ منډو وسوزېدل. پاکستان د ايي سي سي د لړۍ دغه دولسمه لوبه په ۴۴ م اور کې د ۲۳۷ منډو هدف په پوره کولو سره وګټله.

د اوسنۍ لوبې په ګټلو سره پاکستان سیمي فاینل ( نیمه پای لوبې) ته هم لاره پیدا کړه. اوس به د جون په ۱۴ مه پاکستان په هم دې سټیډیوم کې د انګلینډ په وړاندې په سیمي فاینل کې لوبیږي.

دوهم سیمي فاینل به د جون په ۱۵ مه په Edgbaston کې د بنګله دېش او د هندوستان دلوبډلو ترمنځ کېږي. که هند له بنګله دېش او پاکستان له انګلینډه نیمه پای لوبې وګټي نو دواړه رقیبې لوبډلې به په فاینل کې یو وارې بیا مخامخ کېږي.‌د هند او پاکستان ترمنځ د کرکټ لوبې د دواړو هیوادونو د خلکو لپاره د ډېرې پاملرنې وړ وي. دواړه خواوې پر ګټلو جشنونه لمانځي او په بایللو خپلو لوبغاو ته د ملامتۍ ګوتې نیسي.

XS
SM
MD
LG