د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ممتاز اورکزي زخمک


(ممتاز اورکزی)
(ممتاز اورکزی)

ممتاز اورکزی د معاصرې پښتو شعري نړۍ یو څرګند نوم دی چې د هنر وړانګې یې په لر او بر کې خورې دي. تازه تازه یې خپله وروستۍ شعري ټولګه د زخمک په نوم خپره کړې چې له بازاره د لوستونکیو تر لاسونو رسېدلې ده. زخمک په جلال اباد کې مازیګر کتاب پلورنځي خپور کړی دی.

د ممتاز اورکزي سره مو د زخمک او د هغه د پخوانۍ او اوسنۍ شاعري په اړه په مشال راډیويي مجله کې خبرې کړې دي.

تم شئ
نښلول

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:27:33 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

ممتاز اورکزی د خپلې تازه شعري ټولګې په اړه وايي:

« په زخمک کتاب کې د تېرو دوه نیمو ـ درې کلونو شاعري مې شامله کړې ده. زخمک نوم سره ډیری خلک نااشنا دي، خو دا موږ شهباز ته وایو. »

د ممتاز اورکزي تازه شعري ټولګه
د ممتاز اورکزي تازه شعري ټولګه

ممتاز اورکزي د خپلې خوږې شاعرۍ له برکته د لر او بر د خلکو په زړونو کې ځان ته ځای پیدا کړی، خلک یې په ځان مین کړي او په هغو شاعرانو کې شامل دی چې نن سبا پرې پوهان حساب کولی شي.

« زما په شا باندې د اولس یو لوی ډاډ پروت دی. ما د دې ډاډګیرنې له برکته د خپل زړه نه وېره ویستلې ده. زه چې څه لیکم، په دې باور یم چې خلک یې قبلوي. نو زه چې نوې هڅې کوم، هغه بیا خلکو ته تجربې ښکاري. »

د ممتاز اورکزي او د پښتون اولس ترمنځ د مینې یو داسې ورېښمین تار غځېدلی چې اوس ممتاز اولس او اولس ممتاز ښکاریږي. ممتاز د پښتنو په هر غم ژړېدلی، په بابړې یې اوښکې تویې کړې. د افغانستان درد له زړه نه ژړولی، د پښتونخوا ناورین یې خپل ناورین ګڼلی دی. ممتاز وايي دا هر څه د مینې له وجې کېږي. دی وايي کله چې قلم راواخلي نو اولس یې سترګو ته مخامخ ودریږي، دی بیا کله د سندرې، کله د نظم او کله هم د غزل په بڼه خپله مینه واپس اولس ته رسوي.

دوه خوږ ژبي شاعران ممتاز اورکزی او پیرمحمد کاروان
دوه خوږ ژبي شاعران ممتاز اورکزی او پیرمحمد کاروان

د ممتاز اورکزي شاعري چې چا له زړه نه لوستلې وي نو دا احساس به ورله خامخا شوی وي چې دا شعرونه یو داسې کس لیکلي چې د نورو ځانګړنو ترڅنګ په دې هم پوهیږي چې موسیقي، اهنګ، کمپوز او راګونه څه ته وايي؟ دی زیاتوي:

« دا موسیقي زما خوښیږي. ما له ډېرو ښو موسیقارانو سره ناسته پاسته کړېده. دلته په شارجه کې مې یو مهال د هندوستان د پټیاله کورنۍ موسیقاران ملګري وو، له هغوی مې د موسیقۍ په سر او تال ځان یو څه پوه کړی دی. »

ممتاز اورکزي د عربو په بیدیاوو کې پښتو شعرونه لیکلي
ممتاز اورکزي د عربو په بیدیاوو کې پښتو شعرونه لیکلي

نوموړی وايي داسې ډېر کله شوي دي چې خپل شعرونه یې د زمزمې په شکل کې لیکلي دي. همدا ده چې د نوموړي په شعر کې موسیقي پرته ده او د وخت لوی هنرمندان د ممتاز اورکزي کلام سندریز کول د ځان لپاره یو لوی ویاړ احساسوي.

ممتاز اورکزي د شعر سره پخه انډیوالي جوړه کړې او داسې ښکاري چې لا یې هم د شعر سرچینې په غورځنګونو دي. اټکل کېدای شي چې که ژوند او صحت ورسره یاري وکړه نو ډېر نور نادره شعرونه به هم پښتون اولس ته ډالۍ کړي.

XS
SM
MD
LG