د لاسرسي ځای

په پښتو موسیقۍ کې د قوالۍ نن او پرون


ارواښاد امیرحمزه خان شینواری

د مشال راډیويي مجلې په دې ګڼه کې د قوالۍ په اړه معلومات درکوو؟ د خپرونې په اوږدو کې د پښتنو شاعرانو، پخوانیو او اوسنیو سندرغاړو او همدارنګه د موسیقۍ د استاذانو سره خبرې کوو او د دې خبرې د معلومولو هڅه کوو چې قوالي په پښتو موسیقۍ کې څه مقام لري؟ څنګه یې پرمختګ کړی؟ مشهور قوالي ویونکي یا قوالان مو څوک وو؟ او په پښتو موسیقۍ کې د قوالۍ سباوون به څه وي؟

د ویکیپیډیا د معلوماتو له مخې، په جنوبي ایشیا کې، قوالي اوه سوه کاله مخینه یا سابقه لري. د تصوفي، حمدیه او نعتیه شاعرۍ او د صوفي موزیک دغه صنف په پاکستان، افغانستان، هندوستان، بنګله دېش او د شاوخوا نورو ملکونو کې په څه ناڅه شکل کې موجود دی. اکثره وخت، قواليانې د باباګانو په مزارونو ویل شوي دي.

د موسیقۍ پوهان او ویکپیډیا وايي چې په دیارلسمه پېړۍ کې امیر خسرو دهلوي، په لومړۍ ځل قوالي ویلې وه. نوموړي د تصوف د چشتي څانګې سره تړاو درلود او د ترکي، عربي، هندي او فارسي موسیقۍ په امتزاج سره یې د قوالۍ ابتدا کړې وه.

په اکثرو هیوادونو کې دې ته د سما نوم هم اخیستل کېږي او چیرته چې قوالي اورول کېږي، هغه ځای ته بیا محفل سما وايي: په قوالیانو کې حمدونه، نعتونه، مرثیې، منقبت او غزلونه وړاندې کېږي.

لیکوال، شاعر او د راډیو پاکستان پروډیوسر لایق زاده لایق
لیکوال، شاعر او د راډیو پاکستان پروډیوسر لایق زاده لایق

د لیکوال، شاعر او د راډیو پاکستان پروډیوسر او منیجر لایق زاده لایق خیال دی چې پښتو ته قوالي له هنده راغلې.

« پښتو ژبې ته قوالي نېغ په نېغه له اردو نه راغلې. زموږ هنرمندانو چې د قوالۍ لپاره کوم انداز غوره کړی هغه له ډیلي نه راغلی دی. په کال ۱۹۴۰ کې چې کله حمزه بابا په ډیلي کې و، هغه هلته بې شمېره ډرامې لیکلي، پخپله یې پکې کار کړی دی او د پښتو لومړی فلم یې هم په ۱۹۴۰ کې هملته لیکلی دی. بیا وروسته هغه پېښور ته راغلی، د باچاجان مرید شوی او د لته یې د رفیق شینواري په غږ او موسیقۍ کې د قوالۍ لومړنۍ هڅې کړې دي. نو له دې معلومیږي چې هغه قوالي له هنده له ځانه سره پېښور ته راوړې ده. »

لایق زاده لایق وايي د موسیقۍ د ریکارډي باجو او د ککوړو د زمانې موسیقي د دوی او د ملګرو په هڅو یې په پېښور راډيو کې خوندي ده، خو په هغو کې یې د قوالۍ څرک نه دی موندلی.

ارواښاد امجد صابري په کراچۍ کې د قوالۍ په یو محفل کې
ارواښاد امجد صابري په کراچۍ کې د قوالۍ په یو محفل کې

په پاکستان کې په اردو ژبه نصرت فتح علي خان، عزیزمیا، صابري برادران، او ځینو نورو د قوالۍ په میدان کې نه ستړي کیدونکي ګامونه پورته کړي دي. ځوان هنرمند علي بابا خان په دې نظر دی چې استاذ خیال محمد هم د اردو د قوالۍ تر اغېز لاندې په پښتو کې قوالیانې ویلي وې:

« لکه څنګه چې په اردو ژبه نصرت فتح علي خان د قوالۍ بنیادونه مضبوط کړي دي، هماغسې په پښتو ژبه کې استاذ خیال محمد د قوالۍ لپاره ډېر کار کړی دی. د خیال محمد استاذ په قوالۍ کې د اردو رنګ زیات نامیان دی.»

په پښتو موسیقۍ کې د قوالۍ ابتدا :

د لایق زاده لایق د معلوماتو له مخې په پېښور کې د عبدالستار شا باچا دربار چې د باچاجان په نوم هم شهرت لري، د پښتو قوالۍ په وده کې مهم رول لوبولی دی. دا هغه ځای دی چې د وخت سترو هنرمندانو، موسیقارانو او شاعرانو پکې ناسته پاسته کړې ده.

په پښتو ژبه چې کومو سندرغاړو قوالیانې زیاتې ویلي دي، په هغو کې یو هم استاذ احمد ګل دی چې وايي، له ده سره د قوالۍ کولو پر مهال به یو شمېر نور ملګري هم د هنموا په توګه موجود وو چې اوس هغوی هم د پښتو موسیقۍ پېژندل شوې څهرې دي.

استاذ احمدګل
استاذ احمدګل

« ما سره اکبرحسین، الماس خان، ارواښاد خلیل په شریکه قوالي کوله. موږ به په یو ګروپ کې ناست وو، قوالي به مو کوله، چا به لاسونه پړقول، چا به موسیقي غږوله او چا به غږ پورته کولو.په شریکه به لګیاوو. »

په پښتو کې چا ښه قوالي ویلې ده؟

استاذ احمدګل وايي، په پښتو موسیقۍ کې شیرمحمد چې د شیري په نوم یې شهرت درلودلو د باباګانو په مزارونو قوالي ویله او شهرت یې تر لرې لرې پورې خور و.

لیکوال او کره کتونکی صابر شا صابروايي قوالۍ کله هم د پښتنو د مزاج سره سمون نه دی خوړلی، خو بیا هم ځینې هڅې شوې دي. نوموړی د رفیق شینواري نوم اخلي چې په وینا یې قوالي یې د امرتسر د هنرمندانو په شان ده، خو د پښتونخوا د یو نوم ورکي هنرمند رستم استاذ نوم هم اخلي:

« یو بل ډېر لوی فنکار و، د یو لوی ولسي شاعر ظفیرګل استاذ زوی و. ظفیر ګل استاذ ته د پښتو بابای بدله لقب ورکړل شوی و. د هغه زوی و، رستم استاذ، چې د دربارونو سره یې واسطه ډېره پاتې شوې، د پېښور چن اغا باچا زیارت ته به هم تلو، د جمعې په شپه به یې په پیر بابا کې قوالي کوله. رستم استاذ چې به کومه زمانه کې قوالي کوله، هغه مهال د رفیق شینواري شهرت دومره نه و. »

ایا قوالي د پښتو مشهور صنف پاتې شوی؟

د لایق زاده لایق نظر دادی چې په پښتو موسیقۍ کې قوالیانې ویلې شوي خو پښتنو دې ته د ټپو، بدلو، چاربیتو او سندرو هومره کله هم اهمیت نه دی ورکړی، بلکې په خاصو وختونو کې یې قوالي اورېدلې ده:

سندرغاړی احمد ګل استاذ وايي، پښتانه قوالي اوري خو په خاصو ځایونو او خاصو مواقعو کې، دی یې مونږ ته داسې را په ګوته کوي:

« د قوالۍ خپل ځای دی، خپل مقام یې دی، چیرته کال په کال، د عید میلاد النبي په موقع، په روژه کې، په باره وفات کې او په مزارونو قوالي ویل کېږي. »

ځوان هنرمند علي بابا خان
ځوان هنرمند علي بابا خان

د پښتو موسیقۍ یو تکړه استاذ او کمپوزر استاذ نظیر ګل وايي د دوی په هڅو په تېرو دېرشو کلونو کې د پېښور په راډیو او تلویزون کې په سلګونو قوالیانې ریکارډ شوي چې وخت په وخت او په ځانګړو موقعو غږول کېږي:

استاذ نظیرګل وايي چې رفیق شینواري د پښتو قوالۍ لپاره بېدریغه خدمتونه کړي دي او د هغه ویل شوې قوالیانې د نورو هنرمندانو د هغو په پرتله زیاتې مشهورې شوې دي، خو لیکوال او نقاد صابر شا صابر بیا وايي چې په پښتو کې د رفیق شینواري په ګډون هېڅ یو هرمند قوالي د قوالۍ په انداز کې نه ده ویلې:

صابر شا صابر وايي، د پښتنو مزاج د قوالۍ سره جوړ نه دی، که ځینو هنرمندانو قوالیانې ویلې هم وي، هغه غزلې دي چې د قوالۍ په بڼه یې ویلې دي.

خو لایق زاده لایق وايي قوالي د رباعي او غزل پشان له شاعرۍ څخه ویل کېږي. نوموړی وايي په پښتو کې د قوالۍ ځانګړي شاعران نه لرو. دی د ځینو اوس مهالو موسیقارانو خبره هم کوي چې په وینا یې د قوالۍ لپاره اوس هم هلې ځلې کوي:

« په دې لنډ وخت کې فرخزیب نوشهروي پر قوالۍ کار شروع کړی او ماسټر علي حیدر هم غواړي چې قوالي یو وارې بیا را ژوندۍ کړي. »

اوسني هنرمندان او قوالي:

سندرغاړی کرن خان
سندرغاړی کرن خان

ایا د اوسنیو ځوانو هنرمندانو څخه دا تمه ګېږي او که نه چې د قوالۍ صنف ته به وده او دوام ورکړل شي؟ لایق زاده لایق وايي د نورو ځوانانو په منځ کې د کرن خان خان او علي باباخان هڅې د پام وړ دي.

لایق زاده لایق وايي چې قوالي د یو تن کار نه دی. هنرمند علي باباخان ورسره همغږی معلومیږي او وايي، اوس د ریکارډنګ جدیدو وسایلو هرکار نور هم اسان کړی دی.

« د قوالۍ لپاره ارکسټرا ضروري ده، په ګروپ کې خلک ضروري دي چې همنوايي درسره کوي، خو چې په ژوندۍ بڼه نه وي او ریکارډ کېږي، نو بیا کار نور هم اسانه شي. د ریکارډنګ او موسیقۍ جدیدو وسایلو لاره ډېره هواره کړېده. »

کرن خان په دې وروستیو کیسټونو کې قوالیانې ویلي او د رحمان بابا کلام یې خلکو ته وړاندې کړی چې تر ډېره بریده د خلکو د خوښې باعث هم ګرځېدلی دی.

علي بابا خان ادعا کوي چې د استاذ خیال نه پس پښتو قوالۍ ته چا دومره پاملرنه نه ده کړې او وايي ده ورته ملاتړلې ده او هڅه به یې وي چې د موسیقۍ دا صنف ژوندی وساتي. خو د موسیقۍ نور استاذان څه وايي؟ له استاذ نظیرګل نه به یې واورو:

« دا نوی کهول خو ترې هډو خبر نه دی، هغوی له موسیقۍ نه نه دي خبر نو بیا پاتې قوالي شوه. قوالۍ ته ځان له کمپوزر پکار وي چې د قوالۍ په انداز کې موسیقي ترتیب کړي. »

ځوان هنرمند علي بابا خان وايي د نوي کول هنرمندان د ډېر استعداد خاوندان دي او دی به پښتون ولس ته ښايي چې په نوې موسیقۍ کې هم قوالي ویل کېدای او په خلکو منل کېدای شي.

« زه په یوې بلې قوالۍ کار کوم، چې رحمان بابا ته یې ډالۍ کوم. په دې مې کار پیل کړی دی او پښتانه به زما کار یاد وساتي. »

استاذ احمدګل هم ډېر هیلمن نه دی خو وايي چې پښتانه وي، موسیقي به هم وي او ځینې هنرمندان به قوالیانې هم وايي.

XS
SM
MD
LG