عبدالحی کاکړ د مشال راډیو خبریال دی چې د پاکستان، افغانستان او سیمې په اړه د خبریالۍ تر څنګ د مشال راډیو د اوونیز بحث "د مشال تر رڼا لاندې" کوربه هم دی. د مشال تر رڼا لاندې خپرونې ټولې راډیويي او ویډیويي برخې دلته اورېدای او لیدلای شئ.
کارپوهان وايي، د خيبرپښتونخوا ګورنر له لورې د صوبايي کابینې د درو وزيرانو له دندو لرې کېدو د واکمن تحريک انصاف داخلي اختلافات راڅرګند کړي دي.
بلوچستان او خيبر پښتونخوا د اړتيا وړ غنم له پاسکو څخه په پیسو اخلي خو د دې ترڅنګ خيبر پښتونخوا له پنجابه او بلوچستان له سينده مستقيمه غنم او اوړه برامدوي.
د پاکستان بهرنيو چارو وزارت وياندې عايشه فاروقي د جنورۍ پر ۱۹ مه نېټه ويلي چې اېلس وېلز به له پاکستاني چارواکيو سره د دواړو هېوادونو په دوه طرفه اړيکو خبرې وکړي.
هغه په ۲۰۱۸م کال کې وروڼو په پړيو تړلی وو او پلار يې دواړه سترګي ور اېستلې وې. د هغه ګناه دا وه چې له يوې نجلۍ سره يې د مينې واده کول غوښتل.
چارواکي وايي، په پاکستان، افغانستان او هند کې د واورو او بارانونو له کبله لږ تر لږه ۱۶۱ کسان مړه شوي دي. زیاتره کسان د پاکستان تر انتظام لاندې کشمير او بلوچستان کې وژل شوي دي. په افغانستان کې د مړو شمېر ۴۰ ته رسېدلی دی.
په افغانستان کې پر واورو د رګبي ټورنامېنټ شوی دی. پای لوبه خراسان لوبډلې ګټلې ده. په افغانستان کې په ۲۰۱۰م زکال کې د رګبي لوبې پیل شوې وې. ددې هېواد رګبي فېډرېشن په ۱۰ ولايتونو کې څانګې او کلبونه لري.
شاه محمود قریشي د جنورۍ پر ۱۲مه نېټه لومړی تهران ته ولاړ او د جنورۍ پر ۱۳مه به سعودي عرب ته ځي.
دغه مباحثه د افکارنو (تازه فکرونو) تر سرليک لاندې د هغو دوه ورځنيو ناستو برخه وه چې په پاکستان کې د جمهوريت د ودې لپاره فعاله تنک ټېنک [پلډات] له خوا جوړه شوې وه.
۱- ايران په عراق کې د امريکا پر پوځي مرکزونو توغندي توغولي. ۲- په ايران کې د اوکرايني الوتکې پرېوتو په پېښه کې ۱۷۶کسان وژل شوي دي. ۳-د هندو پنډتانو په اړه د هندي فلم ټرېلر خپور شوی دی.
د ايراني جنرال قاسم سليمانی د وژنې پر ضد د جنورۍ پر پنځمه نېټه په پاکستان کې مظاهرې شوې دي. په مظاهرو کې شيعه عالمانو غوښتنه کړې چې پاکستان دې خپله خاوره د ګاونډي اسلامي هېواد پرضد کارولو ته نه پرېږدي. پاکستان په ډاګه کړې چې هيچا ته به اجازه ورنکړي چې ددې هېواد خاوره د بل چا خلاف استعمال کړي.
د پاکستان بېلا بېلو شيعه ډلو اماميه سټوډنټس ارګنايزېشن، جعفريه الاينس، مجلس وحدت المسلمين، تنظيم عزاداري او شيعه علما کونسل
د پاکستان ځينې پوهان وايي، د امريکا له لورې د پاکستاني پوځ لپاره د تربيتي پروګرام بحالۍ سره به د دواړو هېوادونو ترمنځ پوځي اړيکې ژورې شي.
د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو اداره يونيسف وايي، په تېره يوه لسيزه کې په جنګ ځپلو سيمو کې د ماشومانو له حقونو په پراخه کچه سرغړونې شوې دي. د سازمان په خبره، په تېرو لسو کلونو کې هره ورځ ۴۵ ځله د ماشومانو حقونه تر پښو لاندې شوې دي.
د پاکستان پنډۍ ښار کې يوشمېر پښتنو په اتڼ کولو سره د نوي کال ۲۰۲۰م هرکلی وکړ. د يو سوداګر له اعلان سره سم به د نوي کال په شپه په پراخه کچه د اورلوبې ننداره کېده خو د ځايي چارواکيو د نه اجازې وروسته ورغليو خلکو له يو بل سره عکسونه واخیستل او پښتنو ځوانانو اتڼ وکړ.
شفيق احمد اېډوکېټ د ډېسېمبر پر ۱۰مه نېټه د پنجاب اوکاړه ښاره تښتول شوی وو چې د هم دې مياشتې پر ۲۷مه نېټه د پنجاب بکهر ښار په دښتو کې پرېښودل شو.
بلاول بوټو پر حکومت غږ کړی چې د احتساب قامي ادارې نېب دې ختمه کړي او د مالي درغليو د مخنيوي لپاره دې قوانین پياوړي کړي.
عمران خان صوبايي حکومت ته حکم وکړ چې په قبايلي ضلعو کې دې پرمختيايي کارونه تېز او د ځوانانو لپاره دې د نوکريو موقعې پېدا کړل شي.
پېښور های کورټ د ۲۰۱۹م زکال ډېسېمبر پر شپږمه نېټه اېف ای اې ته حکم کړی وو چې د پېښور چټک بس پروژې په اړه دې په ۴۵ ورځو کې پلټنې بشپړې کړي.
د امريکا بهرنيو چارو وزارت وياندې د ډېسېمبر پر ۲۳مه نېټه د پروګرام بحالۍ په اعلانولو سره ويلي چې دا د دواړو هېوادونو ترمنځ د ترينګليو اړيکو نرمي څرګندوي.
مسلم ليګ نواز ډلې يو مشر احسن اقبال ويلي چې رهبر کمېټۍ به راتلونکې مياشت کې په پالېمان کې د ننه بدلون لپاره سياسي هلې ځلې پیلوي.
نور وښیئ