د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلاول بوټو زرداري: د احتساب قامي اداره دې ختمه کړل شي


 بلاول وايي، حکومت دې د متعصبه هڅو پرځای له اپوزيشن سره په ګډه کار وکړي.
بلاول وايي، حکومت دې د متعصبه هڅو پرځای له اپوزيشن سره په ګډه کار وکړي.

پراګ ـ د پاکستان پېپلز پارټۍ مشر پر حکومت غږ کړی چې د احتساب قامي اداره [نېب] دې ختمه او د درغليو پرضد قانونونه دې پياوړي کړي.

د پاکستان ولسمشر د ډېسېمبر پر ۲۸مه نېټه ارډېسننس جاري کړی وو چې ورته د قامي احتساب د دوهم ترميم ۲۰۱۹م کال نوم ورکړل شوی دی.

ترميم د نېب ځینې اختيارات محدودوي چې دا د سوداګرو او سرکاري افسرانو شکايتونو ته په پام سره جاري شوی دی.

خو اپوزيشن ګوندونو ارډېننس رد کړی او دا يې د حکومت له لورې خپل ملګري له احستابه د بچولو اقدام بللی دی.

د پيپلزپارټۍ مشر بلاول بوټو زرداري د ډېسېمبر پر ۲۹مه نېټه پر ټويټر پاڼه ليکلي چې حکومت دې د متعصبه هڅو پرځای له اپوزيشن سره په ګډه کار وکړي.

نوموړي ويلي، ارډېننس د هغه د پلار اصف علي زرداري هغه خبره سمه ثابتوي چې ويلی یې ول چې نېب او اقتصاد پر يوه وخت نشي چلېدلای.

بلاول بوټو پر حکومت غږ کړی چې د احتساب قامي ادارې نېب دې ختمه کړي او د مالي درغليو د مخنيوي لپاره دې قوانین پياوړي کړي.

د اپوزيشن د سخت غبرګون په ځواب کې د اطلاعاتو په برخه کې د وزيراعظم سلاکارې فردوس عاشق اعوان د ډېسېمبر پر ۲۹ مه نېټه د نېب ترميمي ارډېننس دفاع وکړه.

نوموړې پر خپله ټويټر پاڼه ليکلي، د مسلم ليګ نواز له خوا پر ترميمي ارډېننس سياست کول د افسوس خبره ده.

هغې وضاحت کړی چې د ارډېننس له مخې به اېمانداره افسران له ويرې پرته د ولسي ګټې، د ښې حکومتدارۍ او د اقتصاد د ټينګولو لپاره د کار کولو جوګه شي.

خو کارپوهان وايي چې د ارډېننس راوړلو يوه وجه دا هم ده چې په بېوروکرېسۍ کې ځینې داسې سرکاري افسران شته چې د نېب له ويرې له فعاله کاره ډډه کوي.

خو د اقتصادي چارو پوه اکرام هوتي وايي چې حکومت د سرکاري افسرانو له نېب څخه د ژغورلو لپاره په قانون کې ترميم راوست خو د هغه په وينا بل لورې ته يې د درغليو مقدمې د پلټنې فېدارلي ادرې اېف ای اې ته سپارل پیل کړي چې د هغه په خبره هلته د حکومت خپل سړی واجد ضيا ناست دی.

نوموړي زياته کړه چې حکومت خپلې فیصلې ژر ژر بدلوي چې دا هم يوه وجه ده چې بيوروکريسي له ويرې کار نه کوي.

د پاکستان ډان ورځپاڼه ليکي چې د ډېسېمبر پر ۲۷مه نېټه چې د نېب ترميمي ارډېننس کوم جزيات په مطبوعاتو کې خپاره شوي ول د قانون وزارت د ډېسېمبر پر ۲۸مه نېټه د هغه بله مسوده خپره کړې ده چې پکې ځینې هغه جزيات نشته چې رسنيو رپورټ کړي ول.

ورځپاڼه لیکي چې په نوې مسوده کې هغه خبره هم نشته چې نېب به تر ۵۰ کروړه روپيو کم درغليو په اړه پلټنې نه کوي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG