د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د پي ټي اېم نه ملاتړ په شرط پرېښودل شوم"


شفيق احمد اېډوکېټ
شفيق احمد اېډوکېټ

لادرکه کړل شوي پاکستاني وکيل ادعا کړې، په دې شرط پرېښودل شوی چې د پښتون ژغورنې غورځنګ او د نورو حقوقي چارو په اړه به پر ټولنيزو رسنيو فعاليت نه کوي.

شفيق احمد اېډوکېټ د ډېسېمبر پر ۱۰مه نېټه د پنجاب له اوکاړې ښاره تښتول شوی وو چې د هم دې مياشتې پر ۲۷مه نېټه د پنجاب بکهر ښار په دښتو کې پرېښودل شو.

نوموړي د تښتونې او خلاصون په اړه د ډېسېمبر پر ۳۰مه نېټه په ځانګړې مرکه کې مشال راډیو ته وويل، هغه په اوکاړه کې د وېښتانو جوړولو لپاره روان وو چې نامالومو کسانو په ولکه کې واخیست.

پوښتنې يې راڅخه کولې چې ستاسو له پښتون ژغورنې غورځنګ، منظور پښتين، د ټولنيز رسنيو فعالانو احمد وقاص ګورايا او ګل بخاري سره څه تعلق دی؟"
شفيق احمد

"د مازيګر وخت وو او د سړک بلې غاړې ته اوړېدم، يو موټر ودرېد، ورڅخه کسان راښکته شول او هڅه يې وکړه چې په زوره مې موټر ته واچوي. ما مقاومت وکړ خو داوخت په بل موټر او پر موټرسايکلونو نور کسان راغلل او زه يې موټر ته واچولم."

شفيق احمد اېډوکېټ له مودې راهيسې پر ټويټر او فېسبوک ډېر فعاله دی چې زياتره وخت يې د پښتون ژغورنې غورځنګ، اپوزيشن ګوندونو مسلم ليګ نواز او پيپلز ګوند د نيول شويو کسانو او مبينه سياسي ځورونو په اړه به يې د هغو په حق کې پر حکومت او امنيتي ادارو تنقيد کاوه.

دی وايي، تښتوونکيو د هغه مخ په خولۍ کې پټ کړ او يو نامالومه ځای ته يووړ.

"له وړلو سره سم يې زما په وهلو ټکولو لاس پورې کړ او پوښتنې يې راڅخه پیل کړې چې ستاسو له پښتون ژغورنې غورځنګ، منظور پښتين، د ټولنيز رسنيو فعالانو احمد وقاص ګورايا او ګل بخاري سره څه تعلق دی؟"

خو د شفيق اېډوکېټ په وينا، هغه به په ځواب کې ويل چې له هيڅ يوه ګوند سره تعلق نه لري بلکې په پاکستان کې له بنيادي بشري حقونو څخه د سرغړونو، د سياسي ځورونو او د بيان ازادۍ په اړه د ايين او قانون په چوکاټ کې خپل نظر ورکوي.

شفيق احمد وايي، د حراست په دوران کې ورباندې تشدد وشو.
شفيق احمد وايي، د حراست په دوران کې ورباندې تشدد وشو.

دتر تښتونې وروسته د هغه د خوشي کولو لپاره پر ټويټر يو کمپاين پیل شو چې پکې پښتون ژغورنې غورځنګ ملاتړو فعاله ونډه اخيستې وه.

هغه وايي، د بند په دوران کې يې خپلو تښتوونکيو ته وويل چې د ده په اند د پښتون ژغورنې غورځنګ غوښتنې د پاکستان د ايين له مخې سمې دي او بايد رياست يې محرومۍ ورختمې کړې.

شفيق احمد اېډوکېټ زياتوي، هغه په دورو، لوړ او اوسپنيزو راډونو ووهل شو.

په دې شرط يې پرېښودلم چې د پښتون ژغورنې غورځنګ او نورو ګوندونو په اړه به پر ټولنيزو رسنيو ليکل نه کوې.
شفيق احمد

"د بند په ټوله موده کې يې مخ په خولۍ راپټ کړی وو، نه د شپې او نه هم د ورځې درک راته لګېده. ۱۷ورځې وروسته چې راخلاص شوم نو راته مالومه نه وه چې څومره ورځې يې ساتلی وم."

نوموړي له دې ډډه کوي چې ووايي، چا تښتولی وو خو البته وايي، د پرېښودو پر وخت تښتوونکيو ځينې شرطونه ورباندې کښېښودل.

"په دې شرط يې پرېښودلم چې د پښتون ژغورنې غورځنګ او نورو ګوندونو په اړه به پر ټولنيزو رسنيو ليکل نه کوي او نه به هم د هغو کسانو په اړه فعاليت کوي چې ونيول شي يا لادرکه کړل شي."

دا دوهم ځل دی چې شفيق احمد اېډوکېټ تښتول کېږي.

تر دې وړاندې د ۲۰۱۹م کال د جون پر ۲۴مه نېټه له خپل پلرني ښاره اوکاړې تښتول شوی وو او تر ۱۰ ساعته په ولکه کې تر ساتلو او وهلو ټکولو وروسته پرېښودل شوی وو.

د شفيق احمد د خوشي کولو لپاره پر ټويټر کمپاين وچلول شو.
د شفيق احمد د خوشي کولو لپاره پر ټويټر کمپاين وچلول شو.

هغه ځل يې هم د دغو تورونو پر اساس تښتولی وو خو د ده په خبره په دې شرط پرېښودل شو چې نور به خاموشه وي او د پاکستان پر امنيتي ادارو به نيوکې نه کوي.

خو نوموړی خاموشه نشو چې بيا د ده په خبره ورته د ټېلېفون، فېسبوک او ټويټر له لارې دړکې ورکړل شوې چې خاموشه شه ګنې ورک به کړل شې.

خو دا ځل د شفيق احمد ټويټر پاڼه بنده شوې ده او وايي چې د اوس لپاره غلی شوی دی.

پر نوموړې د برقي جرمونو مخنيوي قانون لاندې پر رياستي ادارو د تنقيد کولو په تور مقدمه هم درج شوې خو هغه په دې کې ضمانت ترلاسه کړی دی.

د شفيق احمد ټويټر پاڼه بنده ده او وايي چې د اوس لپاره خاموشه شوی دی.

شفيق احمد لومړی او وروستی کس نه دی چې لادرکه کړل شوی بلکې په پاکستان کې پر ټولنيزو رسنيو د حقونو يوشمېر فعالان تښتول شوي دي.

د دې تور زياتره وخت د پاکستان پر استخباراتي ادارو لګېږي خو هغوی تل دغسې تورونه رد کړي دي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG