د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان د منځني ختیځ د تاوتریخوالي د کمولو هڅه کوي


د پاکستان خارجه وزیر د ایران او سعودي په دوره دی
د پاکستان خارجه وزیر د ایران او سعودي په دوره دی

پاکستان وايي، د هغه هېواد بهرنيو چارو وزير په منځني ختيځ کې د تاوتريخوالي کمولو لپاره د ايران او سعودي عرب په سفر روان شوی دی.

شاه محمود قریشي د جنورۍ پر ۱۲مه نېټه لومړی تهران ته ولاړ او د جنورۍ پر ۱۳مه به رياض ته ځي.

نوموړی دا سفر د پاکستان د وزيراعظم په حکم کوي.

عمران خان دا حکم له هغه وروسته ورکړ چې په عراق کې امريکا له لوري د ايراني قومندان قاسم سليماني تر وژنې وروسته د تهران او واشنګټن تعلقات نور هم کړکېچن شوي دي.

پاکستان واضحه کړې چې د امريکا او ايران ترمنځ د ممکنه شخړې برخه به نه جوړېږي.

په سفر تر روانېدو له مخه شاه محمود قریشي ويلي، د ايران او سعودي عرب مشران به د اسلام اباد له دريځه خبروي.

ايران او سعودي عرب سيال هېوادونه دي او په دې وروستيو کې يې تعلقات ډېر خراب شوي ول.

پاکستان تل دا ويلي چې د سعودي عرب، ايران او امريکا ترمنځ اړيکو سمولو هڅه کوي او په دې لړ کې پخپله وزيراعظم عمران خان هم د تهران او رياض سفرونه کړي دي.

خو پوښتنه دا ده چې اسلام اباد دومره توان لري چې دغه هېوادونه يې خبرې ته غوږ شي؟

د سعودي عرب لپاره د پاکستان پخوانی سفير ایاز وزير د جنورۍ پر ۱۲مه نېټه مشال راډیو ته وويل، د اسلام اباد دا فکر کول چې سعودي عرب، ايران او امريکا به يې خبره ومني د هغه په خبره ښايي سم نه وي.

"په دې کې شک نشته چې پاکستان يو ايټمي هېواد دی خو نن سبا که يو هېواد ښه اقتصاد ونلري نو هغه بيا زيات ارزښت نلرې. د پاکستان له درو واړو هېوادونو سره تعلقات ښه دي خو دومره هم نه دې ښه چې يو څوک ورته غوږ ونیسي."

د پاکستان وزيراعظم د ۲۰۱۹م کال جولای مياشت کې له امريکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ سره وليدل او وروسته عمران خان ويلي وو چې هڅه کوي د ايران او امريکا ترمنځ تاوتريخوالی کم کړي.

نوموړي تېرکال د سېپټمبر مياشت کې خبريالانو ته ويلي وو چې ولسمشر ټرمپ خواهش ښودلی چې پاکستان دې د ايران او امريکا ترمنځ ترېنګلتيا کمولو کې مرسته وکړي.

دا په داسې حال کې وه چې د ترهګرۍ ضد جګړې له کبله د واشنګټن او اسلام ابا تعلقات خراب شوی ول او ولسمشر ټرمپ پاکستان ته د پوځی مرستو پر ورکړه بنديز لګولی وو.

هم دې طرف ته په اشاره سره د دفاعي چارو پوهې عايشه صديقې د جنورۍ پر ۱۲مه نېټه مشال راډيو ته وويل چې د پاکستان پوځ مشر جنرال قمر جاويد باجوه تر ډېرو ستړيو وروسته وتوانېده چې له واشنګټن سره اړيکې ښې کړي.

"جنرال باجوه غواړي له امريکا سره تعلقات نور هم ښه کړي. که چيرته د امريکا او ايران اړيکې نورې هم ترېنګلې شي نو پاکستان په دې کې د ځان تاوان ويني ځکه غواړي ترينګلتيا نه وي."

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG