د لاسرسي ځای

تازه خبر

خیبر پښتونخوا: د وزیرانو لرې کول به څه اغېز پرېباسي؟


د ارشیف انځور: پېښور کې د صوبايي اسمبلۍ ودانۍ
د ارشیف انځور: پېښور کې د صوبايي اسمبلۍ ودانۍ

کارپوهان وايي، د خيبرپښتونخوا ګورنر له لورې د صوبايي کابینې د درو وزيرانو له دندو لرې کېدو د واکمن تحريک انصاف داخلي اختلافات راڅرګند کړي دي.

د جنورۍ پر ۲۶مه نېټه د خيبر پښتونخوا د خیبر پښتونخوا چیف سېکرټر په يو بيان کې ويلي چې ګورنر شاه فرمان د خپل اییني واک په کارولو د کابینې درې وزیران له دندو ګوښه کړي دي.

لرې شوي وزیران د لوبو، کلتور او سیلګرۍ چارو وزیر عاطف خان، د روغتیا وزیر شهرام ترکی او د مالیاتو وزیر شکیل احمد دي.

د پېښور هغه خبريالان چې د صوبايی حکومت په داخلي چارو زيات خبر دي وايي چې د وزيرانو ګوښه کولو وجه د واکمن تحريک انصاف داخلي اختلافات دي.

خبريال محمود جان بابر د جنورۍ پر ۲۶مه مشال راډيو ته وويل، اختلافات د ۲۰۱۹م زکال د جولای مياشتې تر انتخاباتو وروسته د خيبر پښتونخوا د وزيراعلی د ټاکنې پر سر پخواني وزیراعلی پروېز خټک او د تحريک انصاف مشر عمران خان تر منځ پیل شوي ول.

نوموړی وايی، عمران خان غوښتل چې عاطف خان د وزيراعلی لپاره ونوموي خو پروېز خټک يې مخالفت وکړ.

وروسته عمران خان د منځ لارې په را اېستلو سره محمود خان د وزيراعلی په توګه ونوماوه.

محمود جان بابر زياتوي چې له هم هغه ورځې راهيسې اختلافاتو دوام وکړ چې اوس سم مخې ته راغلل.

د پېښور يو بل خبريال او څېړونکي محمد کاشف د جنورۍ پر ۲۶مه مشال راډیو ته وويل چې د وزيرانو لرې کولو اقدام تر هغه يوه ورځ وروسته شوی چې عاطف خان تېره ورځ د ګوند صوبايي اسمبلۍ غړيو د ملاتړ ترلاسه کولو لپاره هغوی په خپل کور کې مېلمانه کړې ول.

تحريک انصاف د خيبر پښتونخوا اسمبلۍ په ۱۲۴ چوکيو کې ۹۵ غړي لري.

هم دې ته په کتو سره محمود جان بابر وايي چې د درو وزيرانو له لرې کولو سره به ښايي د محمودخان په مشرۍ حکومت له هيڅ دول ګواښ سره مخامخ نه شي.

محمد کاشف او محمودجان دواړه په دې نظر دي چې د وزيرانو لرې کولو سره به نورو حکومت مخالفه غړيو ته هم يو سخت پېغام ترلاسه شي او هغوي ښايي د عاطف خان له ممکنه ملاتړه لاس واخلي.

محمد کاشف وايي، وزيراعلی محمود خان تېره ورځ له عمران خان سره ملاقات کړی وو او د هغوی سرچينو ورته ويلي چې د وزيراعظم په خوښه ګورنر دغه درې واړه وزيران له کاره ګوښه کړي دي.

له سوات څخه د تحريک انصاف صوبايي اسمبلۍ غړی فضل حکيم خان دا مني چې د حکومت دننه اختلافاتو له وجې وزيران له چوکيو لرې شوي دي چې د هغه په خبره ورته د وزيراعظم عمران خان ملاتړ ترلاسه دی.

نوموړي البته وويل چې د ګوند دننه اختلافات د جمهوريت برخه ده او هيله ده چې ډېر ژر به روغه جوړه وشي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG