د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې د قاسم سلیماني د وژنې خلاف مظاهرې شوي


د قاسم سلیماني جسد د جنورۍ پر پنځمه ایران ته ورسول شو.
د قاسم سلیماني جسد د جنورۍ پر پنځمه ایران ته ورسول شو.

په پاکستان شيعه ډلو د ایراني جنرال قاسم سليماني د وژنې پرضد مظاهرې کړې دي.

قاسم سليماني د جنورۍ پر دريېمه نېټه د امريکا ډرون الوتکو د عراق په پلازمينه عراق کې وژلی وو.

د پاکستان بېلا بېلو شيعه ډلو اماميه سټوډنټس ارګنايزېشن، جعفريه الاينس، مجلس وحدت المسلمين، تنظيم عزاداري او شيعه علما کونسل په غږ د جنورۍ پر پنځمه نېټه ګڼ شمېر مظاهرچيان د کراچۍ لارو کوڅو ته ووتل.

قاسم سلیماني د ایران د قدس ځواک مشر و چې دجنورۍ پر درېیمه په عراق کې ووژل شو.
قاسم سلیماني د ایران د قدس ځواک مشر و چې دجنورۍ پر درېیمه په عراق کې ووژل شو.

هغوی د کراچۍ د فوارې څلور لارې [فواره چوک] مخې ته غونډ او وروسته د امريکا کونسلګرۍ پر لور روان شول خو پوليسو کونسلګرۍ ته تلونکې لاره بنده کړې وه.

د مظاهرې له کبله د کراچۍ يو شمېر لارې تړل شوې او د موترو د تګ راتګ لپاره متبادلې لاره خلاصې کړل شوې وې.

مظاهرچيانو د قاسم سليماني عکسونه په لاسونو کې نيولې ول او د امريکا پرضد يې شعارونه ورکول.

په اسلام اباد کې هم د پرېس کلب مخې ته مظاهره وشوه.

په اسلام اباد کې شیعه مذهبو ډلو د قاسم سلیماني د وژنې ضد مظاهره وکړه.
په اسلام اباد کې شیعه مذهبو ډلو د قاسم سلیماني د وژنې ضد مظاهره وکړه.


د اسلام او کراچۍ په مظاهرو کې ويناکوونکيو پر پاکستان غږ وکړ چې د ايران او امريکا په لانجه کې دې اسلام اباد خپله خاوره د ايران پرضد کارېدو ته نه پرېږدي.

د کراچۍ مظاهرچيانو ته د وينا پر مهال د شيعه علما کونسل يو مشر علامه شهنشاه حسين نقوي غوښتنه وکړه چې پاکستان دې خپله خاوره د ايران پرضد استعمالېدو ته نه پرېږدي:

"د پاکستان رياست ته موږ تېره ورځ هم ويلي ول چې که د ګاونډې اسلامي هېواد پرضد یې د خپلې خاورې د استعمالېدو سوچ هم وکړ نو بيا به د پاکستان سنيان او شيعه ګان په کور دننه نه کېني او دوی به د پاکستان حفاظت او د ګاونډيو احترام کوي."

د پاکستان د حکومت او پوځ دریځ:

د پاکستاني پوځ وياند او د اطلاعاتو په برخه کې د وزيراعظم سلاکارې ويلي، پاکستان به خپله خاوره د بل هېواد استعمالېدو ته پرې نږدي.

فردوس عاشق اعوان د جنورۍ پر پنځمه نېټه په سيالکوټ کې خبرې غونډې ته د وينا پر مهال د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل، پاکستان به تر هر اقدام له مخه خپلو ملي ګټو ته لومړيتوب ورکوي.

نوموړې زياته کړه، کله چې هم په منطقه کې داډول حالات رامنځ ته شوي دي نو پاکستان د سلا مشورو او خبرو اترو په رڼا کې د دې مقابله کړې ده.

د هغې په خبره، هغوی ته د پاکستان ګټې تر نورو ټولو ګټو زياتې مهمې دي نو په دغسې حالاتو کې د پاکستان ګټې خوندې کول هغوی خپله ذمه واري ګڼي.

دې ته ورته څرګندونې د پاکستان پوځ عامه اړيکو څانګې ای اېس پی ار مشر مېجر جنرال اصف غفور هم کړې دي.

د پاکستان اې ار وای ټيليويژن سره د جنورۍ پر پنځمه نېټه په مرکه کې نوموړي ويلي، هېواد به يې خاوره د هيچا خلاف استعمالېدو ته پرې نږدي.

د جنرال سليماني د وژنې په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې نوموړي وويل، له دې سره د منطقې حالات بدل شوي خو پاکستان به د سولې لپاره خپل رول لوبوي.

هغه زياته کړه، د امريکا بهرنيو چارو وزير مايک پامپيو او د پوځ مشر جنرال قمر جاويد باجوه په ټيليفونې خبرو کې په دې اړه غږېدلي دي.

په اسلام اباد کې د امریکا سفارت خبرداری:

په پاکستان کې د امريکا سفارت د جنرال سليماني د وژنې ممکنه غبرګون ته په پام سره د خپلو کارکوونکيو تګ راتګ محدود کړی دی.

سفارت کارکوونکيو ته ويلي، غير ضروري او شخصي سفرونه دې وځنډوي.

سفارت په پاکستان کې خپلو وګړيو ته ويلي، د ګڼې ګوڼې ځايونه ته دې نه ځي او ډېر څرګند دې نه ګرځي.

ايران د غچ اخيستو دړکه ورکړې چې وروسته د امريکا ولسمشر ټرمپ تهران ته خبردارۍ ورکړ چې که يې د قاسم سليمانې د غچ اخیستو په لړ کې څه وکړل نو امريکا به په ځواب کې د ايران ۵۲ ځايونه په نښه کړي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG