د لاسرسي ځای

تازه خبر

د هغه ځوان کیسه چې پلار ترې سترګې اېستلي


باقي وايي، بې سترګو ژوند کوی شي خو بې مینې ژوند به ورته ګران وي.
باقي وايي، بې سترګو ژوند کوی شي خو بې مینې ژوند به ورته ګران وي.

پراګ ـ عبدالباقي په مينه کې د سترګو تر بايللو وروسته هم ځان داسې ګڼي لکه ماهی له اوبو بغير.

هغه په ۲۰۱۸م کال کې وروڼو په پړيو تړلی وو او پلار يې دواړه سترګي واېستلې.

د هغه ګناه دا وه چې له يوې نجلۍ سره يې د مينې واده کول غوښتل.

د نجلۍ او د عبدالباقي د کورنيو ترمنځ د کوژدې تر هوکړې يوه ورځ وروسته د هغه پلار او وروڼو ورته وويل چې پر رشتې مشوره وکړي.

عبدالباقي د جنورۍ پر ۱۹مه مشال راډیو ته وویل:

"د ۲۰۱۸م کال د مې پنځمه نېټه وه چې زه، زما پلار او څلور وروڼه د کور په خونه کې کښېناستو، پلار مې له وروڼو وپوښتل چې د عبدالباقي چې کومه نجلۍ خوښه ده نو تاسو غواړئ چې کوژده يې ورسره وشي او که نه؟ هغوی ټولو رشته ناخوښه کړه او ویې ویل چې نجلۍ 'ټېلېفونۍ' ده، خو ما په ډاګه ورته وويل چې زه په هېڅ صورت له نجلۍ او رشتې لاس نه اخلم."

عبدالباقي پخوا داسې وو خو بیا یې په مینه کې سترګې بایللې
عبدالباقي پخوا داسې وو خو بیا یې په مینه کې سترګې بایللې

پلار او وروڼو چې د عبدالباقي دا خبره واورېده نو هغه يې په پړیو وتړلو.

هغه وايي:

"په پړیو تر تړلو وروسته مې وروڼه راباندې کښېناستل، يو ورور مې سر ونيولو او پلار مې د خوړو د کاشوغې په لاستي سترګه له بېخه راواېستله. ما چغه کړه چې خدای، رسول ته وګورئ، دا دویمه مه راڅخه باسئ خو هغه راڅخه واېستله. کله چې مې پلار سترګې اېستلې نو زما يو طالب ورو به د 'الله اکبر، الله اکبر' ذکر کاوه. زما له سترګو وينې روانې وې خو هغه وخت يې درد کم وو."

تر هغې وروسته، پر فېسبوک هله خبر خپور شو چې کله وروڼو عبداالباقي د لورالايي هسپتال ته يووړ او پوليسو د هغه د پلار پرضد مقدمه درج کړه.

نوموړی وايي:

"د سترګو اېستلو پر وخت دوی زما مور او د کورنۍ نورې ښځې په يوه بله خونه کې بندې کړې وې. دوی زه په رکشه کې هم هغسې په پړيو تړلی واچولم او هسپتال ته يوړم."

ما چغه کړه چې خدای، رسول ته وګورئ، دا دویمه مه راڅخه باسئ خو هغه راڅخه واېستله
عبدالباقي

۲۶ کلن عبدالباقي د بلوچستان په پښتون مېشته سيمه لورالايي (بوري) کې زېږېدلی دی.

تر پنځم ټولګي پورې يې سکول ویلی او غوښتل یې چې زدکړو ته دوام ورکړي خو په وينا يې، پلار ورته وويل چې يا خو په مدرسه کې داخل شه يا سکول پرېږده.

نوموړي د جنورۍ پر ۱۹مه نېټه له مشال راډیو سره په مرکه کې وويل چې پوليسو په هسپتال کې د هغه پلار او دوه وروڼه ګرفتار کړل.

د لورالايي د پوليسو يو چارواکي عبدالرحمن لوڼي هم د جنورۍ پر ۱۹مه مشال راډیو ته تصديق وکړ چې عبداالباقي پلار او وروڼو ړوند کړی وو.

د لورالايي ډاکټرانو د عبدالباقي لومړنۍ درملنه وکړه خو د نور علاج لپاره يې کوټې ته ولېږداوه.

خبریال جمال ترکي له عبدالباقي سره ډېرې منډې ترړې وهلي.
خبریال جمال ترکي له عبدالباقي سره ډېرې منډې ترړې وهلي.

خبريال او ټولنيز فعال جمال ترکی د فېسبوک له لارې په دې پېښه وار له مخه خبر شوی وو.

هغه وايي:

"زه پر لاره روان وم چې يوه ملګري راته ټېلېفون وکړ چې هغه ځوان يې کوټې ته دروړی دی، زه د سترګو 'هېلپر' هسپتال ته ولاړم او له هغه ځای څخه مې عبدالباقي کراچۍ ته يووړ. هلته له جرمني څخه يو ډاکټر په ځانګړي توګه راغی او د ده علاج يې وکړ."

د عبدالباقي او نجلۍ لومړۍ رابطه په ۲۰۱۵م کال کې په ټېلېفون شوې وه او خبرې يې په مينه بدلې شوې وې.

عبدالباقي یې یادوي:

"ما له هسپتاله هغې ته ټېلېفون وکړ، هغه چې کله ما له خپله حاله خبره کړه نو ژړا يې نه درېده."

عبدالباقي وايي، له هسپتاله یې پر ټیلیفون خپله معشوقه خبره کړه چې پسې ړوند شوی، وايي، هغې ژړل
عبدالباقي وايي، له هسپتاله یې پر ټیلیفون خپله معشوقه خبره کړه چې پسې ړوند شوی، وايي، هغې ژړل

عبدالباقي پر هغې دومره مين وو چې کله به خلکو د نجلۍ کور ته رشته وروړه نو ده به هغه ناکامه کړه البته يو ځل د هغې له يو بل چا سره رشته وشوه.

"زه هغه هلک ته ورغلم او ډېر خواستونه مې ورته وکړل او اخر هغه رضا شو او کوژده يې ماته کړه."

عبدالباقي دا وخت د جمال ترکي په کور کې ژوند کوي او له پلار او وروڼو سره يې روغه جوړه شوې ده.

د پوليسو په خبره په ۲۰۱۹م کال کې عبدالباقي او د هغه کورنۍ په عدالت کې راضي نامه جمع کړه چې په نتيجه کې يې د هغه پلار او دوه وروڼه د شاوخوا اتو مياشتو بند تېرولو وروسته خلاص شول.

جمال ترکي په روغه جوړه کې رول لوبولی دی.

نوموړی وايي، د عبدالباقي پلار ورسره منلې وه چې هغه [عبدالباقي] ته به يو جلا کور ورکوي، له هغې نجلۍ سره به واده ورته کوي او هره مياشت به ۳۰ زره روپۍ ورکوي.

د عبدالباقي ژوند اوس بې سترګو دی خو وايي لا هم د مینې په لټون دی
د عبدالباقي ژوند اوس بې سترګو دی خو وايي لا هم د مینې په لټون دی

خو د هغه په خبره پر دې ژمنو لاهم عمل نه دی شوی.

په دې اړه مو د عبدالبافي پلار او وروڼو سره رابطه ونشوه.

عبدالباقي سترګي بايللي خو نن هم د مينې بايللو تيار نه دی.

اوس هم رشتې ورلېږم، نوره کورنۍ یې رضا ده خو دوه وروڼه یې انکار کوي
عبدالباقي

اوس يې هم د نجلۍ کورنۍ ته څو ځله رشته ورلېږلي او د هغه په خبره د هغې د کورنۍ نور ټول غړي رضا شوي خو دوه وروڼه یې انکار کوي.

هغه له نجلۍ سره په تماس کې وو خو په خبره يې له تېرو درو مياشتو راهيسې ورسره ټيليفوني رابطه شلېدلې ده.

خو عبدالباقي لکه د خاطر اپريدي په وينا لاهم په انتظار دی.

ستا د راتلو په انتظار کې خاطر

په سترګو ړوند شو ديوالونه نیسي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG