د لاسرسي ځای

تازه خبر

سپريم کورټ د چټک بس پروژه کې د مبینه درغليو پلټنې ودرولې


د پېښور چټک بس پر پروژه د روان کار له امله ددې ښار يو منظر (ارشېف عکس
د پېښور چټک بس پر پروژه د روان کار له امله ددې ښار يو منظر (ارشېف عکس

د پاکستان سپريم کورټ د دې هېواد پلټنې فېدرالي ادارې (اېف ای اې) ته ويلي چې د پېښور چټک بس پروژه کې د مبينه درغليو په اړه دې تحقيقات ودوري.

پېښور های کورټ د ۲۰۱۹م زکال ډېسېمبر پر شپږمه نېټه اېف ای اې ته حکم کړی وو چې د پېښور چټک بس پروژې په اړه دې په ۴۵ ورځو کې پلټنې بشپړې کړي.

د خيبرپښتونخوا حکومت د فيصلې پر ضد د پاکستان سپريم کورټ ته ولاړ او عدالت د ډېسېمبر پر ۲۴مه اېف ای اې ته د پلټنو درولو حکم وکړ.

د خلکو په ذهنونو کې پوښتنې راپورته شوې چې يو طرف ته له اپوزيشن سره زياتوب کېږی او بل لورته د انصاف او نورې ادارې حکومت ته لاس نه وراچوي.
جمشېد خان

په خيبر پښتونخوا کې اپوزيشن ګوندونو که څه هم د سپريم کورټ پر فيصله له مخامخ تنقيد ډډه کوي البته اوس هم غوښتنه کوي چې بايد په پروژه کې د مبينه مالي درغليو پلټنې دې وشي.

د اپوزيشن ګوند متحده مجلس عمل د صوبايي اسمبلۍ غړي ظفر اعظم د ډېسېمبر پر ۲۴مه مشال راډیو ته وويل چې د سپريم کورټ له تازه حکمه خبر نه دی خو دده په وينا ټول خلک غوښتنه لري چې بايد په پروژه کې د درغليو د تورونو په اړه پوره تحقيقات وشي.

د خيبر پښتونخوا اسمبلۍ کې د يو بل اپوزيشن ګوند مسلم ليګ نواز غړي ملک جمشېد خان پر فيصله افسوس وښود او تور يې پورې کړ چې د چټک بس پروژه کې د ده په وينا مالي درغلۍ شوې دي.

نوموړي زیاته کړه چې دغه پروژه غلطه ډېزاين شوې ده چې د ده په خبره د پېښور ښار ښایست يې وربددنګه کړی دی.

د پېښور چټک بس پروژې د ولس تګ راتګ ورو کړی دی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:38 0:00

جمشېد خان وويل، د خلکو په ذهن کې پوښتنې راپورته شوې دي چې يو طرف له اپوزيشن سره زياتوب کېږی او بل لور ته د انصاف او نورې ادارې حکومت ته لاس نه وراچوي.

نوموړي غوښتنه وکړه چې بايد بې د څه توپيره د هر ګوند احتساب وشي.

خو د واکمن ګوند د اسمبلۍ غړي د سپريم کورټ د فيصلې دفاع کوي.

خيبرپښتونخوا اسمبلۍ کې د تحريک انصاف غړي ملک شوکت علي مشال راډیو ته وويل چې سپريم کورټ يوه ځيرکه اداره ده چې هره فيصله په ډېر بصيرت سره کوي.

د ده په خبره چې سپريم کورټ او اېف ای اې بې طرفه ادارې دي او د هېچا په اشاره يا د سياسي مداخلې پر اساس فيصلې يا پلټڼې نه کوي.

د پېښور چټک بس پروژه د تحريک انصاف د خيبر پښتونخوا پخواني حکومت د ۲۰۱۷م کال اکتوبر مياشت کې پیل کړې وه.

سپريم کورټ يوه زيرکه اداره ده چې هره فيصله په ډېر بصيرت سره کوي.
ملک شوکت علي

د پروژې پرانستو پر وخت د هغه وخت وزير اعلی پروېز خټک ويلي ول چې پروژه به په شپږو مياشتو کې مکمله شي خو د دوو کالونو تر تېرېدو وروسته لاهم بشپړه شوې نه ده.

حکومت بیا بیا د دې پروژې ډېزاين بدل کړی او اپوزيشن ګوندونه تور پورې کوي چې په پروژه کې پراخې مالي درغلۍ شوې دي خو حکومت دا تورونه ردوي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG