د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د وزیراعظم له حکم سربېره قبایلي ضلعو کې پرمختیايي کارونه نه کېږي"


پراګ ـ د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د اپوزيشن ځينو استازيو تور پورې کړی چې د وزيراعظم عمران خان د حکمونو سربېره هم په قبايلي ضلعو کې پرمختيايي کارونه نه دي شوي.

د قبايلي ضلعو استازيو دا تنقيد د عمران خان د هغه حکم په غبرګون کې کړی چې تېره ورځ يې د غونډې پر مهال د خيبرپښتونخوا حکومت ته کړی وو.

د خیبر پښتونخوا د وزيراعلی ویاند اجمل وزير د ډېسېمبر پر ۲۹مه نېټه مشال راډیو ته وويل، عمران خان د خيبر پښتونخوا ګورنر په کور کې د صوبې وزيراعلی او د کابينې له غړيو سره غونډه وکړه.

د نوموړي په وينا، په غونډه کې عمران خان ته د قبايلي ضلعو په خيبرپښتونخوا کې د ورګډولو د بهير په لړ کې د اخيستل شويو ګامونو په اړه مالومات ورکړل شول.

اجمل وزير زياته کړه: عمران خان صوبايي حکومت ته حکم وکړ چې په قبايلي ضلعو کې دې پرمختيايي کارونه تېز او د ځوانانو لپاره دې د نوکريو موقعې پېدا کړل شي.

خو له قبايلي ضلعو سره تړاو لرونکي د اپوزيشن ګوندونو د قامي اسمبلۍ غړيو د ډېسېمبر پر ۲۹مه نېټه مشال راډيو ته وويل چې وزيراعظم په وار وار ورته حکمونه کړي خو د هغوی په خبره د دې سربېره هم په سيمه کې پرمختيايي کارونه نه دې شوي.

له جنوبي وزيرستانه د جميعت علما اسلام (ف) ډلې د قامي اسمبلۍ غړي مولوي جمال الدين مشال راډيو ته وويل، تردې وړاندې عمران خان د قبايلي ضلعو د قامي اسمبلۍ د غړيو په خوښه د پرمختيايي کارونو امر کړی وو چې د هغه په وينا وروسته ورباندې هيڅ عمل ونشو.

د نوموړي په خبره، تر هغې وروسته د قامي اسمبلۍ غړيو د صوبې له وزيراعلی سره وليدل او د هغه په وينا هغه هم حکم وکړ چې کارونه به د دوی په سلا مشوره کېږي خو ورباندې عمل ونشو.

د مولوي جمال الدين په خبره، وروسته بل حکم وشو چې د قبايلي سيمو د صوبايي اسمبلۍ د غړيو په مشوره دې کارونه وشي خو د هغه په وينا پر دې امر لاهم عمل نه دی شوی.

نوموړي پوښتنه راپورته کړه چې صوبايي حکومت لاهم د قبايلي ضلعو د پرمختيا لپاره پلانونه نه لري نو څنګه کولای شي هلته کار وکړي؟

په قامي اسمبلۍ کې له کورمې څخه د پيپلز پارټۍ استازی ساجد حسين طوری هم وايي چې په خيبرپښتونخوا تر ګډېدو وروسته په قبايلي ضلعو کې د پرمختيا کارونه نه دې شوي.

نوموړي مشال راډيو ته وويل، هغه څو ځله د عمران خان له خوا د قبايلي ضلعو په اړه په راغوښتل شويو غونډو کې ګډون کړی چې پکې وزيراعظم په زړه پورې خبرې کوي خو بيا په عمل کې هيڅ نه وي.

د هغه په خبره، د پخوانۍ فاټا په خيبرپښتونخوا کې تر ورګډولو وروسته ژمنه شوې وه چې له قامي مالياتي ايوارډه به د قبايلي ضلعو د پرمختيا لپاره ۱۱۰ اربه روپۍ ورکول کېږي خو د هغه په وينا لاهم نه دې ورکړل شوي.

ساجد حسين طوري زياته کړه: اوسمهال چې کوم پرمختيايي کارونه روان دې هغه په هغو ۶۰ ارپو روپيو کېږي چې وار له مخه د قبايلي ضلعو لپاره ځانګړې شوې دي.

خو له شمالي وزيرستانه د قامي اسمبلۍ غړی محسن داوړ بيا وايي چې ان د قبايلي ضلعو د پرمختيايي کارونو لپاره ځانګړې پیسې پوره نه دې لګول شوي.

د هغه په خبره، د ۲۰۱۹ او ۲۰۲۰م مالي کلونو په لومړيو شپږو مياشتو کې د پرمختيا لپاره د له ځانګړيو پيسو څخه څلور فېصده لګېدلې دي چې د هغه په وينا ورته ښکاري نه چې د مالي کال تر ختېمدو پورې به ښايي ټولې پیسې ولګول شي.

محسن داوړ په قبايلي ضلعو، په تېره بيا په شمالي وزيرستان کې د پوځ شتون هم د پرمختيايی کارونو په مخ کې خنډ وباله.

د هغه په وينا، يو خواته ولسي حکومت پخه سياسي اراده نلري او د هغه په خبره بل لور ته د پوځ شتون دومره موقع نه برابروي چې هلته د پرمختيا کارونه وشي.

خو د خيبرپښتونخوا وزيراعلی وياند اجمل وزير د اپوزيشن تورونه ردوي او برعکس تور لګوي چې هغوي (اپوزيشن) د پخوا په شان (غير شفافه) کارونه غواړي.

اجمل وزير زياته کړه، د پخوانۍ فاټا په خيبرپښتونخوا کې د ورګډولو کمېټۍ وړاندېز دا وو چې دغه سيمې به د پنځو کلونو په دوران کې په بشپړه توګه ضم کړل شي خو د هغه په وينا هغوی په ۱۵ مياشتو کې پکې ډېر پرمختګ کړی دی.

هغه د صوبايي حکومت انتخابات د بېلګې په توګه ياد کړل چې د هغه په وينا په لومړي ځل د قبايلی ضلعو خلک د خيبر پښتونخوا اسمبلۍ کې استازي لري.

نوموړي زياته کړه چې له دې پرته عمران خان زياتره قبايلي ضلعو ته تللی او صوبايي کابینې هم په قبايلي ضلعو کې غونډې کړې دي.

اجمل وزير وويل چې هغوی به ډېر ژر په قبايلي ضلعو کې بلدياتي انتخابات وکړي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG