د لاسرسي ځای

تازه خبر

خیبر پښتونخوا او بلوچستان ولې بیا بیا د غنمو له بحران سره مخامخېږي؟


پېښور: د سوک پر غاړه له ولاړې لارۍ خلک اوړه رانیسي. ۲۰۲۰، ۲۰ جنوري
پېښور: د سوک پر غاړه له ولاړې لارۍ خلک اوړه رانیسي. ۲۰۲۰، ۲۰ جنوري

د پاکستان حکومت په هېواد کې د اوړو بحران او پر زياتېدونکيو بيو د قابو موندلو لپاره د درې لکه ټنه غنم درامدولو پرېکړه کړې ده.

فيصله د جنورۍ پر ۲۰مه نېټه د خزانې او محصولاتو په چارو کې د وزيراعظم سلاکار ډاکټر حفيظ شېخ په مشرۍ په اسلام اباد کې د اقتصادي همکارۍ کمېټۍ (اکونومک کورارډينېشن کمېټۍ) په غونډه کې وشوه.

د اوړو بحران او بيو زياتېدنه د ۲۰۱۹کال ډېسېمبر په مياشت کې لومړی له خيبرپښتونخوا او پنجابه پیل شوې وه او وروسته سيند او بلوچستان ته ورسېده چې اوس نوره هم زياته شوې ده.

په خيبر پښتونخوا او بلوچستان کې خلکو د اوړو بيو زياتېدو په خلاف مظاهرې کړې دي.

دا لومړی ځل نه دی چې پاکستان د اوړو له بحران سره مخامخ شوی بلکې په ۱۹۹۷زکال کې د نوازشريف په واکمنۍ کې د اوړو کړکېچ رامنځ ته شوی وو.

خو هرځل چې بحران راغلی نو د پنجاب او سيند په پرتله يې بلوچستان او خيبر پښتونخوا ډېره ځپلې ده.

پنجاب تر ټولو له مخه خپلو خلکو ته د اوړو په بيه کې رعايت ورکوي او بل د هغې صوبې د مل مالکان فکر کوي چې که غنم بهر ته ولېږدول شي نو دوی به بيا خپل ملان په څه چلوي؟
بدرالدین کاکړ


په پاکستان کې لومړی پنجاب او دوهم سيند ډېر زيات غنم توليدوي خو پنجاب د غنمو له پلوه پخپل فصل خو نورې صوبې په تېره بيا بلوچستان او خيبر پښتونخوا د پنجاب او سيند په غنمو تکيه کوي.

په پاکستان کې د پاسکو په نوم يووه اداره ده چې کار يې په هېواد کې د خوړو بحران مخنیوي او په تېره بيا په صوبو کې د غنمو وېشل دي.

بلوچستان او خيبر پښتونخوا د اړتيا وړ غنم له پاسکو څخه په پیسو اخلي خو د دې ترڅنګ خيبر پښتونخوا له پنجابه او بلوچستان له سينده مستقيمه غنم او اوړه برامدوي.

د خيبر پښتونخوا د خوراک څانګې ډپټي ډایرېکرېکټر جليل خان د جنورۍ پر ۱۹مه نېټه مشال راډیو ته وويل، صوبه هرکال ۴۶ لکه ټنه غنمو ته اړتيا لري چې پکې ۱۱ لکه ۹۰ زره په خپله پېدا کوي او شپږنيم لکه د پاسکو له لارې ترلاسه کوي.

د نوموړي په خبره چې د اړتيا وړ نور غنم له پنجابه په مستقيمه توګه ور واردېږي.

د خيبر پښتونخوا په شان بلوچستان هم خپل غنم تر خپل ضرورت کم پیدا کوي.


هم دا وجه ده چې کله د غنمو بحران پېدا شي نو اغېز یې پر خيبر پښتونخوا زيات شي.

کله چې پنجاب حکومت څو ورځې وړاندې له صوبې بهر د غنمو او اوړو پر وړلو بنديز ولګاه نو په خيبر پښتونخوا کې کمښت رامنځ ته شو چې ورسره د اوړو بيې زياتې شوې.

جليل خان وايي چې د خيبر پښتونخوا له لارې افغانستان ته د اوړو او غنمو قاچاقېدل هم په صوبه کې د بيو زياتېدو يوه وجه ده.

د خيبر پښتونخوا په شان بلوچستان هم خپل غنم تر خپل ضرورت کم پیدا کوي.

د صوبې وزير اعلی وياند لیاقت شاهواڼي د جنورۍ پر ۲۱مه نېټه مشال راډیو ته وويل چې بلوچستان ۶۰ فيصده غنم په خپله پېدا کوي او ۴۰ فيصده له بهره واردوي.

نوموړی دا نه مني چې صوبه د اوړو له بحران سره مخامخ ده البته وايي، چې دوی د ممکنه بحران اندېښنو ته په کتو سره دوه نيم لکه بوجۍ غنم د واردولو فيصله کړې ده.

د بلوچستان سوداګرۍ خونې (چېمبر اف کامرس) مرستيال مشر بدرالدين کاکړ د جنورۍ پر ۲۱مه مشال راډیو ته وويل، په پاکستان کې چې کله هم د اوړو او غنمو بحران رامنځ ته شوی نو خيبر پښتونخوا او بلوچستان يې په پرتليزه توګه زيات اغېزمن کړي دي.

نوموړي د دې وجه د غنمو په وېش کې د دې دواړو صوبه د مهم رول نلرل يادوي.

د ده په خبره چې د پاکستان په کچه د غنمو په پالیسۍ کې لويه ونډه د پنجاب وي ځکه چې زيات غنم هم دغه صوبه پیدا کوي.

د ده په وينا، پنحاب او سيند هغه وخت نورو صوبو ته غنم ورکوي چې کله يې له ضرورته زيات شي.

د ده په خبره: (پنجاب تر ټولو له مخه خپلو خلکو ته د اوړو په بيه کې رعايت ورکوي او بل د هغې صوبې د مل مالکان فکر کوي چې که غنم بهر ته ولېږدول شي نو دوی به بيا خپل ملان په څه چلوي؟)

بدرالدين کاکړ زياته کړه چې دوی له صوبايي حکومته او مرکزي چارواکيو سره شاوخوا درې مياشتې وړاندې خبرې کړې وې او د اوړو د ممکنه بحران اندېښنه یې ښودلې وه خو د ده په خبره هغه وخت حکومت ورته غوږ و نه نيولی.

نوموړی زياتوي، دوی وړاندیز کړی وو چې بلوچستان او نورو صوبو ته اجازه ورکړل شي چې د ضرورت غنم له بهر هېوادونو ور وارد کړي چې د ده په خبره له دې سره به د غنم پر ذخيره د يوې صوبې يا ډلې قبضه ختمه شي.

خو د ده په وينا حکومت يې دا وړاندېز و نه مانه خو بلاخره اوس چې بحران رامنځ ته شو نو په خپله يې د درې لکه ټنه غنمو واردولو فيصله وکړه.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG