عبدالحی کاکړ د مشال راډیو خبریال دی چې د پاکستان، افغانستان او سیمې په اړه د خبریالۍ تر څنګ د مشال راډیو د اوونیز بحث "د مشال تر رڼا لاندې" کوربه هم دی. د مشال تر رڼا لاندې خپرونې ټولې راډیويي او ویډیويي برخې دلته اورېدای او لیدلای شئ.
د ملګرو ملتونو د خوړو سازمان ورلډ فوډ پروګرام په افغانانو کې د بشري مرستو وېشلو لړۍ پیل کړې ده. ډبليو اېف پی وايي، د دې هېواد تر نيمايي زيات وګړي د خوړو له کمښت سره مخامخ دي. د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د افغانستان اقتصادي وضعيت خراب شوی او په دې هېواد
د اعلا وزیر له سېکرېټرېټه په جاري کړي یوه ویډيو پیغام کې عبدالقدوس بزنجو ویلي چې په زلزله کې نړېدلي ټول د خټو خامه کورونه یا هم نور هغه به اوس په سرکاري لګښت پاخه جوړېږي.
افغان لوبغاړي اصغر افغان د اکتوبر پر ۳۰مه نېټه د نړیوال کرکټ پرېښودو اعلان وکړ چې ورسره سم د نوموړي د نړیوال کرکټ ۱۲ کلن سفر پای ته ورسېد. اصغر افغان خپله وروستۍ لوبه په متحده عربي اماراتو کې د اکتوبر پر ۳۱مه د کرکټ په ۲۰ اوریزه نړیوال جام کې وکړه. افغان لوبډلې په سیالۍ کې نامېبیا ته په ۶۲ منډو ماتې
د افغانستان په بادغيس ولايت کې وچکالۍ خلک اړ اېستلي چې له کليو څخه نورو سيمو ته کډه وکړي او ان ځينو په ماشوموالي کې خپلې لوڼه واده کړې دي. ملګرو ملتونو ويلي چې سږني ژمي کې به د دې هېواد ۲۲ میليونه وګړي له لوږې سره مخامخ وي.
په کوټه او پېښور کې زرګران وايي چې په پاکستان کې د زیاتېدونکې ګرانۍ له کبله يو شمېر کسان د ماشومانو د تعليم، علاج او نورو ورځنيو اړتياوو پوره کولو لپاره اړ شوي چې د خپل کور د ښځو سره زر خرڅ کړي.
د پاکستان يو هنرمند شاهد رسام له تېرو څو کالونو راهيسې په ځانګړي انداز کې د قران پاک په ليکي چې په وينا يې دا به د نړۍ تر ټولو لوی قران پاک وي. خو بشپړېدل به يې لږ تر لږ څلور کاله وخت ونيسي. تر دې وړاندې تر ټولو لوی قران کريم په افغانستان کې ليکل شوی وو.
ګوښه شوي افغان ولسمشر اشرف غني د خلیلزاد د څرګندونو په غبرګون کې څه نه دي ویلي خو د اګست پر ۱۵مه یې چې کابل پرېښود، خو درې ورځې وروسته یې پر فېسبوک په یوه ویډیويي پیغام
دې سیاسي بحران په صوبه کې حکومتداري او نورې حکومتي چارې اغېزمنې کړې دي. د صوبې د خزانې، خوراک، واسا او خیرښېګړې وزيران مستعفي شوي دي چې له کبله يې په دې څانګو کې تر ډېره حده کارونه درېدلي دي.
دا سروې د اکتوبر پر ۱۷مه نېټه یوې کراچۍ مېشتې مارکېټينګ او ټولنيز تحقیقاتي کمپنۍ پلس کنسلټېنټ کړې چې پکې د پاکستان په څلورو واړو صوبو کې يې له شاوخوا ۱۸۰۰ کسانو د ښځو د خونديتوب په اړه پوښتنې کړې دي.
د اګست په نیمايي کې پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته خبریالان او رسنۍ له یوشمېر ستونزو او چیلېنجونو سره مخامخ شوي دي. د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټه وايي، په هېواد کې شاوخوا ۷۰ فیصده رسنیزې ادارې یا تړل شوې او یا یې فعالیتونه اغېزمن شوي او یوشمېر خبریالان له وطنه وتلي دي.
قانون پوه عابد ساقي وايي چې د دې هېواد ايين په دې اړه هيڅ نه وايي خو البته د قانون له مخې وزیراعظم انتظامي مشر دی او د دغسې ټاکنو قانوني واک له هغه سره وي.
د پاکستان د ايين له مخې وزيراعظم د دې هېواد انتظامي مشر وي او هغه د پوځ او ای اېس ای مشران ټاکي.
د پاکستان وزيراعظم عمران خان هم د يوه پلټنيزه کميشن اعلان کړی چې په پنډورا اسنادو کې يادو شوو پاکستانيانو خو په غیر قانوني توګه پیسې نه دي پټې کړې؟
د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ ګډې خونې پخوانی مرستیال مشر وايي، د دواړو هېوادونو ترمینځ سوداګري کمه شوې او په ځانګړي ډول، افغانستان ته د پاکستان برامدات کم شوي. په داسې حال کې چې د اګست په نیمايي کې پر افغانستان واکمن شول، زاهد شینواری وايي، د دواړو خواوو تجارت لا کمېدای شي. ویډیويي مرکه وګورئ.
پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته په دې هېواد کې د ښځينه موټر چلوونکو يوازينی روزنيز مرکز په موقتي توګه تړل شوی دی. د مرکز مشره نيلاب درانۍ هڅه کوي چې مرکز بيا فعاله کړي خو طالب چارواکيو ورته ويلي چې د اوس لپاره د امنيت ضمانت نشي ورکولای. په دې اړه د رويټرز اژانس ويډيويي راپور عبدالحي کاکړ پ
د طالبانو له خوا د اګست پر ۱۵مه نېټه د کابل له نيولو وروسته تر يو لاکه زیات کسان د پروازونو له لارې بهر هېوادونو ته کډه شوي دي او ګن شمېر کسانو بيا ګاونډی هېوادونو ته پناه وړې ده.
''پخوا به د افغانستان او پاکستان تجارت په ډالرو کې کېده، پیسې به په رسمي توګه د بانکونو له لارې تبادله کېدلې، پاکستان ته به زرمبادله راتله خو اوس په ډالرو تجارت صفر ته رارسېدلی دی.''
عمران خان د سېپټمېبر پر ۲۵مه نېټه د ملګرو ملتونو ۷۶مې عمومي غونډې ته د وينا پر وخت د افغانستان پر اوسني او پخواني وضعيت، د پخواني شوروري اتحاد او ترهګرۍ پرضد په جګړه کې د پاکستان او امريکا په ګډون د نړيوالو پر رول رڼا واچوله.
په افغانستان کې د طالبانو له خوا د واک ترلاسه کولو وروسته په دې هېواد شويو ترهګرو پېښو خلک بېرته د امنيت په اړه بیا اندېښمن کړي دي. کله چې طالبانو واک ونيولی نو داسې تمه کېدله چې په افغانستان کې جګړه پای ته ورسېږي او سوله به راشي خو تازه پېښو ځینې خلک ناهيله کړي دي. د زیاتره حملو ذمه واري داعش وسله
نور وښیئ