د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان سیاسي بحران سرکاري کارونه اغېزمن کړي دي


د بلوچستان اسمبلۍ کې د اپوزېشن ګوندونو غړي د صوبايي اسمبلۍ مخې ته د حکومت خلاف احتجاج کوي: ۲۰۲۱، ۱۹م جون
د بلوچستان اسمبلۍ کې د اپوزېشن ګوندونو غړي د صوبايي اسمبلۍ مخې ته د حکومت خلاف احتجاج کوي: ۲۰۲۱، ۱۹م جون

د بلوچستان يوشمېر اوسېدونکي شکايت کوي چې په صوبه کې سياسي بحران د دوی دفتري او نور سرکاري کارونه اغېزمن کړي دي.

دا صوبه له هغه وروسته له سياسي بحران سره مخامخ شوه کله چې د اکتوبر پر شپږمه نېټه په واکمن ګوند بلوچستان عوامي پارټۍ (باپ) کې اختلافات رامنځ ته شول او د خزانې وزير ظهور بليدي په مشرۍ کې ۱۱ وزیرانو، سلاکارانو او پارلماني سېکرټرانو له خپلو څوکيو استعفی وکړه.

دوی له وزیراعلی جام کماله د مستعفي کېدو غوښتنه وکړه خو هغه انکار وکړ چې بلاخره د واکمن ګوند او اتحاديانو او حزب اختلاف د اکتوبر پر ۲۰مه نېټه د اسمبلۍ په غونډه کې د جام کمال پرضد په رسمي توګه د عدم اعتماد تحريک وړاندې کړی.

خو دې بحران په صوبه کې حکومتداري او نورې حکومتي چارې اغېزمنې کړې دي. د صوبې د خزانې، خوراک، واسا او خیرښېګړې وزيران مستعفي شوي دي چې له کبله يې په دې څانګو کې تر ډېره حده کارونه درېدلي دي.

د هرنايي زلزله کې چپه شوی یو کور
د هرنايي زلزله کې چپه شوی یو کور

د بلوچستان يوه لوړ پوړې چارواکي د نوم نه ظاهرولو په شرط مشال راډيو ته وويل چې د وزيرانو، سلاکارانو او پارلماني سېکرېټرانو د استعفاګانو او خپله د وزیراعلی د خپل حکومت د ژغورلو بوختيا د روغتیا، پرمختيايي کارونو او زده کړو څانګې په ځانګړه توګه متاثره کړې دي.

د خانوزي اوسېدونکی ټېکدار حضرت علي وايي چې د روان سياسي بحران له کبله په صوبه کې پرمختيايي کارونه ورو شوي دي. نوموړي د اکتوبر پر ۲۱مه نېټه مشال راډيو ته وويل چې په بلوچستان کې د ۲۵ بندونو (ډېمونو) کار ټېکدارانو ته سپارل (ټېنډرول) دوه واره ځنډول شوي دي.

د هرنايي زلزله ځپلو رپورټ وزیراعلی ته لېږل شوی دی خو هغه د خپلې څوکۍ په ژغورلو بوخت دی

نوموړي زياته کړه چې حکومت د سېپټېمبر په میاشت کې د لوړ پوړو چارواکو يوه کمېټه جوړه کړې وه چې هدف يې په بازار (مارکېټ) کې د تعمیراتي توکو په تېره بیا د اوسپنې قیمت معلومول او هغه بیا په سرکاري نرخنامه کې شاملول وو خو د ده په خبره، کمېټۍ لاهم خپل رپورټ بشپړ کړی نه دی.

"د اکتوبر پر ۱۸مه به دا بندونه ټېنډر کېدل خو وځنډېدل او اوس نه ده معلومه چې بیا به کله اعلان شي ځکه چې اوس ژمی رارسېدلی او تعميراتي کار نشي کېدلای."

د حکومتي کمېټۍ يو غړي د نوم نه ظاهرولو په شرط مشال راډيو ته وويل چې په صوبه کې د سياسي بحران له وجې دوی دا کار نه دی بشپړ کړی.

د صوبې سياسي بحران يوازې پرمختيايي کارونه نه دې اغېزمن کړي بلکې د اکتوبر پر اوومه په هرنايي ضلعې کې د راغلې زلزلې له کبله پر ځپل شویو کسانو يې هم ناوړه اثر کړی دی.

په زلزله کې ۲۰ کسان وژل شوي او تر ۳۰۰ زیات ژوبل شوي ول او په سلګونه خامه کورونه ړنګ شوي ول. د هرنايي يو خبريال نواب خان وايي چې دوی په دې اړه څو ورځې له مخه ډپټي کمشنر سهېل هاشمي سره وليدل او هغه ورته وويل چې د رسېدلو تاوانونو رپورټ يې وزیراعلی ته لېږلی دی.

"رپورټ وزیراعلی ته لېږل شوی دی خو هغه د خپلې څوکۍ په ژغورلو بوخت دی."

په کوټه کې د ځوان ډاکټرانو سازمان بلوچستان ينګ ډاکټرز اسوسيیېشن هم د اکتوبر له لومړۍ نېټې راهيسې د ناروغانو له کتو (او پي ډي) انکار کړی دی. دوی په هسپتالونو کې د بنیادي طبي سهولتونو د نشتوالي شکايت کوي او غوښتنه کوي چې اسانتياوي دې ورکړل شي.

د سازمان يو مشر ډاکټر رحيم وايي چې د سياسي بحران له کبله هېڅ يوه چارواکي له دوی سره رابطه نه ده کړې.

کارونه ورو شوي دي خو درېدلي نه دي
د مواصلاتو صوبايي وزير عارف جان محمد حسني

"پخوا به موږ احتجاج وکړئ، حکومتي چارواکي به راغلل، مذاکرات به وشو او پر ځېنو خبرو به عمل وشو خو سياسي بحران دا اغېز کړی چې د حکومت په دې کې هېڅ دلچسپی نشته چې هسپتال تړلی دی او که خلاص دی، ټوله دلچسپي په دې کې ده چې وزيراعلی به څوک وي او څوک به نه وي؟ له موږ سره هيچا تماس نه دی نيولی."

خو البته د ډاکټر رحیم په وينا، تر ۲۰ ورځو وروسته نن د اکتوبر پر ۲۱مه حکومتي چارواکو دوی مذاکراتو ته وربللي خو د ده په فکر دا هم دوی پر ځان د سياسي فشار کمولو لپاره کوي.

خو حکومت بیا دا خبره نه مني چې سياسي بحران حکومتداري يا د خلکو ستونزې زیاتې کړې دي. د مواصلاتو صوبايي وزير عارف جان محمد حسني دا مني چې لږ څه اثر شوی خو البته د ده په خبره په مجموعي توګه حکومتي چارې سمې روانې دي.

د بلوچستان عوامي پارټۍ مرور غړي د اعلا وزیر جام کمال خان د استعفی غوښتنه کوي
د بلوچستان عوامي پارټۍ مرور غړي د اعلا وزیر جام کمال خان د استعفی غوښتنه کوي

" ۱۰ ورځې له مخه د کابینې غونډه وشوه، هره ورځ دفتري کارونه کېږي، پیسې وېشل کېږي، زما او نور وزارتونه ټېنډرونه اعلانوي، هر څه سم روان دي او کارونه نه دي درېدلي البته په بحران کې لږ ورو شي خو دومره هم نه چې له کبله يې خلک په تکليف شي."

د بلوچستان وزیراعلی جام کمال پرضد د اکتوبر پر ۲۱مه نېټه وړاندې شوي عدم اعتماد تحریک باندې داوخت په اسمبلۍ کې بحث روان دی او سپيکر اعلان کړی چې د اکتوبر پر ۲۵مه نېټه به په دې اړه رایه اچونه کېږي. خو خلک وايي چې که د عدم اعتماد تحريک فيصله هم شي خو دوی ويره لري چې دا بحران به ښايي ډېر ژر پای ته و نه رسېږي.

XS
SM
MD
LG