د لاسرسي ځای

تازه خبر

نظر پوښتنه: پاکستان کې ښځې خوندي نه دي


سوات کې ښځې تر 'احساس' پروګرام لاندې سرکاري بسپنې ته په لیکو کې ناستې دي.
سوات کې ښځې تر 'احساس' پروګرام لاندې سرکاري بسپنې ته په لیکو کې ناستې دي.

يوه تازه نظر پوښتنه وايي چې په پاکستان کې ۳۴ فیصده وګړي په دې هېواد کې ښځې خوندي نه ګڼي چې پکې ډېری یې په خيبر پښتونخوا کې دي.

دا سروې د اکتوبر پر ۱۷مه نېټه یوې کراچۍ مېشتې مارکېټينګ او ټولنيز تحقیقاتي کمپنۍ پلس کنسلټېنټ کړې چې پکې د پاکستان په څلورو واړو صوبو کې يې له شاوخوا ۱۸۰۰ کسانو د ښځو د خونديتوب په اړه پوښتنې کړې دي.

په نظر پوښتنه کې دوې پوښتنې شوې، لومړۍ دا چې په پاکستان کې ښځې څومره خوندي دي؟

د ادارې يوه چارواکي کاشف حفيظ د اکتوبر پر ۱۸مه نېټه مشال راډيو ته وويل چې د دې پوښتنې په ځوابونو کې په ډاګه شوه چې په پاکستان کې يوازې ۲۰ فېصده کسان چې پکې ښځې او سړي دواړه دي، دا فکر کوي چې ښځې خوندي دي.

"۲۰ فيصده کسانو وويل چې ښځې خوندي ګڼي، ۴۳ فيصده بیا وويل چې تر يوه حده خوندي دي او ۳۴ فيصده بیا دا فکر کوي چې ښځې بېخې خوندي نه دي."

کاشف حفيظ زیاته کړه چې په سروې کې تر ټولو زیات د خيبر پښتونخوا خلکو چې ۴۶ فيصده جوړېږي وويل چې د دوی په فکر ښځې خوندي نه دي.

د نظر پوښتنې له ګډونوالو دويېمه پوښتنه په مشخصه توګه له ښځو يا د هغو د کورنۍ له غړو شوې وه چې دوی له کوره بهر ځانونه څومره خوندي احساسوي؟

سروې وايي، د دې پوښتنې په ځواب کې معلومه شوه چې په پاکستان کې ۲۹ فيصده ښځې له کوره بهر ځانونه خوندي ګڼي او ۵۳ فيصده وايي چې بېخې ځان خوندي نه احساسوي او ۳۵ بیا ګڼي چې دوی تر يوه حده محفوظه دي.

د دې پوښتنې په ځواب کې د نورو صوبو په مقابله کې د خيبر پښتونخوا ښځې تر ټولو زیاتې ځانونه له کور دباندې غير خوندي احساسوي چې کچه يې ۴۶ فيصده ده.

د خيبر پښتونخوا امنه خان چې ډاکومنټري فلمونه جوړوي که څه هم په سروې کې برخه نه ده اخيستې خو له موندونو سره اتفاق کوي. دې د اکتوبر پر ۱۸مه نېټه مشال راډيو ته وويل چې له کوره دباندې تنګول کېږي. "که په رکشه کې ناسته يې نو خلک عجیبه عجیبه درته ګوري، په سړک چې ولاړه يې نو تېرېدونکي کسان په عجیبه نظر درته خامخا ګوري خو ځينې پکې داسې هم وي چې خرابې خرابې اشارې درته کوي. زه نه ګڼم چې ښځې خوندي دي."

د ښځو د حقونو لپاره فعاله غير حکومتي اداره عورت فاونډېشن د خيبر پښتونخوا څانګې مشره صايمه منير وايي چې د دې په فکر په پاکستان کې به ښايي تر ۷۰ فيصده زیاتي ښځې داسې وي چې ځانونه خوندي نه احساسوي.

نوموړي د اکتوبر پر ۱۸مه نېټه مشال راډيو ته وويل چې ښځې له کوره دباندې يو ځای هم محفوظه نه دي.

" ښځې په ټرانسپورټ کې خوندي نه دي، نه د بسونو یا ګاډو په انتظارګاه کې مخفوظه دي او نه هم له کوره د بس تر تمځای پورې لاره خوندي ده. نجونه چې کالج ته ځي او بېرته کور ته راځي نو تنګول کېږي."

په پاکستان کې د ښځو د خونديتوب قانونونه شته چې پکې یو هم د ښځو ځورونو د مخنيوي هغه دی. دا قانون د مادې ۵۰۹م له مخې ښځو ته دا حق ورکوي چې که څوک يې په ولسي ځايونو کې ځوروي نو کولای شي پرضد يې له پوليس سره مقدمه درج کړي.

خو صايمه منير وايي چې پر قانون عمل ډېر کم کېږي او د دې په خبره په دې اړه تر ټولو مهمه خبره له ځوانانو او سړيو سره بايد په ګډه کار وشي.

"موږ ته پکار دی له هلکانو او سړيو سره کار وکړو او پوه يې کړو چې دا ښځې يا جينکۍ چې کار پسې بهر وځي هغه ستاسو د تفريح لپاره نه وځي. هره ښځه معتبره ده که يې له تا سره تعلق شته او که نه خو د يو انسان په حیث عزت لري او تا ته پکار ده چې درناوی يې وکړې."

د پلس کنسلټېنټ په دې درې مياشتنيزه نظر پوښتنه کې دا هم ويل شوي چې د ټولنې د لوړې طبقې ۵۱ او د لاندېنۍ طبقي ۳۸ فيصده ښځې له کوره بهر د خپل خونديتوب په اړه اندېښنې لري.

XS
SM
MD
LG