د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان اعلا وزیر: هرنايي زلزله کې ړنګ کورونه په سرکاري لګښت جوړوو


 په هرنايي کې د اکتوبر پر اوومه نېټه راغلې زلزله کې ۲۰ کسان وژل شوي او تر ۳۰۰ زيات ژوبل شوي او په زرګونو کورونه يا خو بشپړه يا په جزوي توګه وران شوي ول.
په هرنايي کې د اکتوبر پر اوومه نېټه راغلې زلزله کې ۲۰ کسان وژل شوي او تر ۳۰۰ زيات ژوبل شوي او په زرګونو کورونه يا خو بشپړه يا په جزوي توګه وران شوي ول.

د بلوچستان اعلا وزیر عبدالقدوس بزنجو د نومبر پر دویمه نېټه د دې صوبې په پښتون میشته سیمه هرنايي کې له زلزله ځپلو سره د مرستې پر یوې سمري (سرکاري سپارښتنه) لاسلیک کړی دی.

نوموړي د اعلا وزیر له سېکرېټرېټه په جاري کړي یوه ویډيو پیغام کې ویلي چې په زلزله کې نړېدلي ټول د خټو خامه کورونه یا هم نور هغه به اوس په سرکاري لګښت پاخه جوړېږي.

په دې سمري کې راغلي چې په هرنايي کې له زلزلې د وژل شویو کسانو له کورنۍ سره به سړي سر پینځه، پینځه لکه روپۍ مرسته کېږي او ژوبلو کسانو ته به سړي سر دوه، دوه لکه روپۍ ورکول کېږي. نوموړي په خپل ویډيو پیغام کې دا هم ویلي چې هرنايي کې به له زلزلې وروسته د بیا رغولو چارې پیلوي.

خو زلزله ځپلو مشال راډيو ته وويل چې حکومت بايد د ورانو شويو کورونو د جوړولو کار ژر تر ژر پیل کړي او تر څو چې دا کار کوي نو بايد د سخت ژمي تر راتلو له مخه دې دوی ته ژمنۍ خېمې ورکړي.

اعلا وزیر دا وروستۍ څرګندونې پر داسې مهال کړې چې لاهم په هرنايي کې زلزله ځپلي په کیږدیو/خېمو کې ژوند کوي او د مناسبې سرپناه د نشتوالي له وجې يې ماشومان يخ وهلي دي. په هرنايي کې د اکتوبر پر اوومه نېټه راغلې زلزله کې ۲۰ کسان وژل شوي او تر ۳۰۰ زيات ژوبل شوي او په زرګونو کورونه يا خو بشپړه يا په جزوي توګه وران شوي ول.

حکومت د ژغورونکيو عملياتو پر مهال په کنډکپرو/ملبو کې ایسار خلک راایستلي ول، لارې يې خلاصې کړې وې او بېکوره شويو کسانو ته يې د سرپناه لپاره خېمې او د خوړو شيان رسولي ول.

د زلزلې راتلو نږدې څلور اوونۍ شوي خو ځينې ځپل شوې کورنۍ وايي چې لاهم بهر په خېمو او جونګړو کې د تکليف ژوند تېروي.

د بلوچستان اعلا وزیر عبدالقدوس بزنجو
د بلوچستان اعلا وزیر عبدالقدوس بزنجو

زلزلې د محمد نعيم د کور پينځه کوټې په بشپړه توګه تباه کړي او دوو ته يې زیان رسولی چې د ده په وينا د اوسېدو قابله نه دي. د ده د کورنۍ د غړو شمېر ۲۴ دی. هغه د نومبر پر دويمه نېټه مشال راډيو ته وويل چې دوی د هرنايي په غریب اباد محله کې اوسېږي او د ده په خبره، د دې کوڅې ټول خلک په خېمو کې ژوند ته اړ شوي دي.

((موږ په خېمو کې ډېر په تکليف کې يو، کورونه د اوسېدو قابله نه دي، په یخ کې وخت تېروو چې ورځ تر بلې زیاتېږي. د یخ له وجې ماشومان ناروغه شوي دي.))

هرنايی د بلوچستان ليرې پرته سيمه ده چې پکې زیاتره کورونه خامه یا له خټو جوړ دي. زلزلې د ملک عبدالحق ماني کور ته هم زیان رسولی او د ده په خبره، دوی ته ان د حکومت له خوا خېمه هم نه ده ورکړل شوې. هغه د نومبر پر دويمه مشال راډيو ته وويل چې يوازې ۳۰ فيصده خلکو ته د حکومت له خوا خېمې ورکړل شوې دي.

((موږ ته د ښار په منځ کې خېمې نه دي ترلاسه شوي نو تاسو خپله اندازه ولګوئ چې په ليرې پرتو سيمو کې به د خلکو څه حال وي؟))

هرنايي زلزله: یوشمېر کورنۍ له ویرې خونو ته نه ننوځي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:29 0:00

زلزلې د حاجي عبدالغفار د کور څلور کوټې ورانې کړي او دا وخت يوازې يوه کوټه د اوسېدو قابله ده. البته ده ته د حکومت له خوا دوې خېمې ترلاسه شوې دي. نوموړي د نومبر پر دويمه نېټه مشال راډيو ته وويل چې اوسمهال يې حالت ښه دی خو ويره لري چې د ژمي له راتلو سره به په خېمو کې ژوند ګران شي.

((ما ته دوې خېمې حکومت راکړې او دوې مې پخپله اخيستې دي، اوسمهال پکې وخت تېرېږي خو په ژمي کې به پکې ژوند تېرول ګران وي.))

XS
SM
MD
LG