د لاسرسي ځای

تازه خبر

د عمران خان او جنرال باجوه ترمینځ ''ناندرۍ که ګنګوسې؟''


د پاکستان وزیر اعظم عمران خان، د پوځ مشر جنرل قمر جاوید باجوه او د ای اېس ای مشر لېفټينېټ جنرل فیض حميد په اسلام اباد کې د ای اېس ای مرکز کې
د پاکستان وزیر اعظم عمران خان، د پوځ مشر جنرل قمر جاوید باجوه او د ای اېس ای مشر لېفټينېټ جنرل فیض حميد په اسلام اباد کې د ای اېس ای مرکز کې

د پاکستان پوځ عامه اړيکو ادارې (ای اېس پي ار) د اکتوبر پر شپږمه نېټه په يوه اعلاميه کې د ځينو پوځي چارواکو ترڅنګ د دې هېواد د استخباراتي ادارې (ای اېس ای) د مشر لېفټينېټ جنرل فیض حميد د تبادلې او د هغه د پېښور کور کمانډر د جوړېدو اعلان کړی وو.

هم په دې ورځ په يوبل بیان کې ويل شوي ول چې لېفټينېنټ جنرل نديم احمد انجم د ای اېس ای د نوي مشر په توګه ټاکل شوی دی. خو د دې تبادلو او ټاکنو څلور ورځې تېرې شوې خو لا هم د پاکستان د وزيراعظم له دفتر په دې اړه رسمي اعلاميه نه ده خپره شوې چې په سياسي چارو د خبر ژورنلسټانو او کارپوهانو په اند دا د عمران خان او پوځ مشر جنرال قمر جاويد باجوه ترمنځ د اختلافاتو ښکارندويي کوي.

د دې اعلان تر خپرېدو وروسته پر ټوېټر پاڼه د جنرال فیض د تبادلې او جنرال نديم احمد پر ټاکنه بحثونه تاوده شول چې پکې داسې اشارې ورکړل شوې چې وزيراعظم عمران خان نه غوښتل چې د جنرال فیض تبادله وشي.

د لوړپوړو پوځ چارواکو د تبادلو اعلان د اکتوبر پر پینځمه نېټه د جنرال قمر جاوید باجوه په مشرۍ په راولپنډۍ کې د کور کمانډرانو تر غونډې يوه ورځ وروسته وشو. د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د مسلم ليګ نواز او د قانون او انصاف پارلماني کمېټۍ غړی چودري بشير ورک وايي چې د اصولو او ضوابطو له مخې د پوځ مشر دا بدلونونه کوي.

''د ای اېس ای مشر لېفټېنېنټ جنرل وي او د هغه تبادله د پوځ مشر کوي او د ترقیانو او تبادلو په اړه پوځ خپل نظام لري.''

د پاکستان د ايين له مخې وزيراعظم د دې هېواد انتظامي مشر وي او هغه د پوځ او ای اېس ای مشران ټاکي. په لندن کې میشته د پاکستان پر پوځ کتاب ليکوونکې ډاکټر عايشه صديقه وايي چې د ايين له مخې باید وزیراعظم عمران خان په رسمي توګه د جنرال فیض د تبادلې او جنرال نديم احمد د ټاکنې نوټفيکېشن جاري کړي.

د دې په وينا، د دومره ورځو تېرېدو سربېره هم د نوټيفيکېشن نه جاري کېدنې څخه ښکاري چې په دې اړه د پوځ مشر جنرال قمر جاويد باجوه او وزيراعظم عمران خان ترمینځ اختلافات دي.

"عمران خان فکر کوي چې له حزب اختلاف سره چې يې کومه جګړه ده او په سياسي شطرنج چې کومه لوبه روانه ده په دې کې جنرال فیض د ده ډېره مرسته کوي نو ځکه دی نه غواړي هغه د ای اېس ای له څوکۍ ولاړ شي.''

اپوزېشن ګوندونه دا تور پورې کوي چې د ۲۰۱۸ز کال په ټولټاکنو کې درغلۍ شوې وه او د عمران خان د بریا ترشا د جنرال فیض او جنرال باجوه لاس وو. عمران خان او پوځ دا تورونه په وار وار رد کړي دي.

د اپوزېشن لوی ګوند مسلم ليګ نواز مشران هم دا تور پورې کوي چې د پخواني وزیراعظم نواز شريف له واکه ليرې کول او ايون فېلډ درغلۍ مقدمه کې مریم نواز او نواز شريف ته د سزا ورکولو ترشا د جنرال فیض حميد لاس وو. د ګوند مرستيالې مشرې مريم نواز د اکتوبر پر پینځمه نېټه په اسلام اباد های کورټ کې د احتساب عدالت د فیصلې کالعدم ګرځولو لپاره درخواست جمع کړی وو چې پکې يې دا تور پورې کړی وو چې جنرال فيض د اسلام اباد های کورټ پخواني چيف جسټس شوکت صدیقي سره ملاقات کړی وو او هغه ته يې ويلي وو چې مريم نواز او نواز شريف د ضمانت درخواستونه دې نه منظوروي.

خبريال او څېړونکی اوېس توحيد وايي، پر ټوېټر چې کوم خبريالان يا شننونکي خبرې کوي هغه تر ډېره حده ګنګوسې دي. د ده په خبره، د پوځ او عمران خان ګټې او افکار يو شان دي نو ځکه د دوی تعلق ډېر پياوړی دی.

''د ای اېس پي ار له خوا چې يووار بیان راغلی نو که اوس عمران خان وغواړي هم واپس به نشي. د عمران خان او پوځ اړيکې پياوړې دي او د ګنګوسو په بڼه د وړو وړو اختلافاتو خبرې مخې ته راهم شي ځای به و نه نيسي.''

خو د ډاکټر عايشه صديقې په فکر حزب اختلاف له عمران خانه خپه دی او د پوځ لوړپوړي مشران هم د هغه له کارکردګۍ خوشاله نه دي نو غواړي چې نور بېطرفه پاته شي.

د پوځ او عمران خان ترمنځ د اختلافاتو د ګنکوسو په اړه په رسمي توګه نه پوځ او نه هم حکومت څه ويلي دي. مشال راډيو د اکتوبر پر ۱۰مه نېټه د پاکستان د نشرياتو او خپرونو وزير فواد چودري ته دوه ځله ټلېفون وکړ خو هغه ځواب نکړ.

XS
SM
MD
LG