د لاسرسي ځای

تازه خبر

اف شور کمپنۍ لرل قانوني ده خو ۹۰ فيصده ناسمه استعمالېږي: عمر چيمه


پنډورا اسناد
پنډورا اسناد

د تحقیقاتي خبريالانو نړيوال اتحاد یا انټرنیشنل کنسورشییم اف انوېسټیګېټیو جرنلسټس (ای سي ای جې) د پنډورا پیپرز په نامه چې د نړۍ د ۹۱ هېوادونو او سیمو ۳۵ اوسنيو او پخوانيو مشرانو، ۳۳۰ سیاستوالو او ولسي استازیو پټ مالیاتي دستاویزونه خپاره کړي ول په هغو کې د ۷۰۰ پاکستانیانو نومونه هم شامل دي. د اسنادو له افشا کېدو سره په مختلفو هېوادونو کې سياست تود شوی دی.

د پاکستان وزيراعظم عمران خان هم د يوه پلټنيزه کميشن اعلان کړی چې په پنډورا اسنادو کې يادو شوو پاکستانيانو خو په غیر قانوني توګه پیسې نه دي پټې کړې؟

د پاکستان دوو خبريالانو عمر چيمه او فخر دراني د پاکستانيانو د مالياتي اسنادو پلټڼې کړې دي. د مشال راډيو همکار عبدالحي کاکړ په دې اړه له عمر چيمه سره ځانګړې مرکه کړې ده.

پوښتنه: تاسو چې په خپلو تحقيقات کې د پاکستانيانو چې پکې سياستوالان، وزيران او پخواني پوځيان هم شامل دي مالياتي دستاويزونو افشا کړي نو له دې وروسته خو کومه دړکه نه ده درکړل شوې؟

عمر چيمه: تر اوسه خو لا په ارامه یم خو د پاکستان د حالاتو د بدلېدو هيڅ پته نه لګېږي البته تراوسه پورې له کومې ستونزې سره مخامخ شوی نه یم.

پوښتنه: په پنډوره اسنادو کې شاوخوا ۱۲ ملينه دستاويزونه ول، په دې کې د پاکستان هغه څومره ول؟

عمر چيمه: زه به د دې ځواب درنکړای شم چې دقيق حجم يې څومره وو البته پر دې اساس اندازه لګوو چې پخوا (پانامه اسنادو) د پاکستانيانو شمېر څومره وو او اوس څومره دی؟ تر پخوانيو هغو زیات دي چې ۷۰۰ جوړېږي او پخوا دا شمېر ۴۰۰ وو.

پوښتنه: دا دومره اسناد پلټل خو ګران کار دی نو تاسو تر کوم کړاو تېر شوي یاست؟

عمر چيمه: ستونزه دا ده چې که دا اسناد دوې يا درې مياشتې وروسته هم خپاره شوي وای نو بیا به هم موږ په پلټنې بوخت وو. موږ چې څومره کسان موندلي دي نو په اعتماد سره نشم ويلای چې له دې وروسته هېڅ داسې پاکستانی نشته چې بهرنۍ کمپنۍ نه لري. کېدای شي ځای پر ځای اوس هم کسان وي. زموږ پوره هڅه وي چې د یو کس په اړه څومره معلومات لرلای شو، و يې لرو. ضروري نه ده چې د یوه کس نوم مو پیدا کړی او هغه دې يوازې يوه کمپنۍ ولري بلکې د هغه زیاتې هغه هم کېدای شي. کله نا کله دا نظام ډېر پېچلۍ وي. خلکو يوه خيره اداره جوړ کړې وي او د هغې تر شا کېدای شي ځينې کمپنيانې وي. دا ممکنه ده، ما چې ۹۰ فيصده تحقيق کړی دی په هغه کې يوه کمپنۍ وي خو کله چې د پاته ۱۰ فیصده پلټنې کوم نو ښايي نور تفصيل هم مخې ته راشي چې له دې سره فلانکۍ فلانکۍ کمپنۍ هم تړلې ده او د هغو په وسيله کاروبار کوي. کله چې د دې پلټنې کوو نو معلومه شي چې د ده یو شريک هم شته چې دی ورسره په پاناما کې کاروبار کوي. نو دا يو په بل پسې تړلی ځنځیر دی.

پوښتنه: عمر چيمه صاحب: د عمران خان په لاهور کې د پلرني کور زمان پارک په حواله سره هم خبرې کېږي چې بهرنۍ کمپنيو ته ورکړ ل شوې پته، د عمران خان د کور وه. دا څه کيسه ده؟

عمر چيمه: د فريدالدين خان په نوم يو سړی دی. د کمپنۍ په اړه خط وکتابت له دې سړي سره کېدلی خو پته يې د عمران خان وه. د خبريالانو نړيوال اتحاد چې کله عمران خان ته سوالونه ورولېږل نو پکې يو دا هم وو چې ستاسو د کور پته استعمال شوې نو موږ ته ووايه چې دا کمپنيانې د چا دي؟ شک دا وو چې کېدای شي قانوني اجازه فریدالدين خان لري خو شا ته يې مالک بل څوک وي. ځکه په کمپنيانو کې مشران بل څوک وي خو شا ته يې مالکان بل څوک وي. نو عمران خان ځواب ورکړ چې زمان پارک ته د داخلېدو دوې دروازې دي. نو د ده له کور سره چې بل کور دی هغه ته زمان پارک دویم ويل کېږي. يو سندس او بل کېنال روډ وو. په اسنادو کې د کېنال سړک نوم ليکل شوی وو. زموږ په ذهن کې بیا هم ابهام وو نو ما خپله له فريدالدين خان سره خبرې وکړې او مطمينه شوم. نو موږ پر دې له سره د بحث اراده نه وه خو زما په فکر دوی (عمران خان) ډېره بیړه وکړه چې ښايي دا فکر يې کولی، هسې نه رسوايي جوړه شي نو ښه دی چې موږ يې پخپله افشا کړو.

پوښتنه: په پنډوره دستاويزونو کې چې د کومو کسانو نومونه راغلي نو موږ دا وګڼو چې هغو غيرقانوني کار کړی دی او که نه؟

عمر چيمه: دا غير قانوني کار نه دی بلکې يو داسې قانوني کار دی چې ۹۰ فيصده غلط استعمالېږي. ښه استعمال يې دوه ډوله دی، يو دا چې که څوک په ۲۴ ساعتونو کې کمپنۍ جوړول غواړي نو جوړولای يې شي او دوی له اوږدو قوانينو او ضوابطو خلاص شي. دویم استعمال هم مثبت دی خو متنازعه دی او هغه دی له ټېکسونو ځان ساتل، ځکه له ټېکس څخه د ځان بچ کولو لپاره شرکتونه کارول کېږي. پر دې اخلاقی اعتراض دا دی چې لکه فرض کړه زه په پاکستان کې یم او د مياشتې يو کروړ روپۍ ګټم او خواهش مې دا وي چې ټېکس ور نه کړم. نو که هرڅوک زما په شان سوچ وکړي نو رياست به کنګال شي ځکه چې ریاست په ټېکسونو چلېږي. نو چې ریاست کمزوری شي نو هغه د خلکو د خيرښېګړې خیال نشي ساتلای چې له کبله يې ګډوډي رامنځ ته شي.

پوښتنه: عمر چيمه صاحب. اخري پوښتنه مې دا ده چې د پاکستان وزيراعظم عمران خان په پنډورا اسنادو کې د راغلو کسانو په اړه د پلټنيزه کميشن اعلان کړی دی نو زما په خيال دا به څه نتيجه ورکړي؟

عمر چيمه: د ماضي تجربې ته وګورو نو تمه نه لرو خو په محتاطه توګه دا هيله لرلای شو چې ښايي دا ځل برعکس وشي. له بده مرغه په پاکستان کې ناورينونه په چانس بدلول کېږي. یعني د خپلو مخالفينو د تنګولو لپاره. کله نا کله موږ دا هم وينو چې کله غټه مسله يا بحران رامنځ ته شي نو پر بیانيه د کنټرول ترلاسه کولو لپاره وايي هو موږ دا غواړو او کميشن جوړ کړي خو چې يوه اوونۍ تېره شي نو کیسه هيره شي نو خلک به يوه او حکومت په بله لار روان شي.

XS
SM
MD
LG