د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ای اېس ای نوي مشر ټاکنه: د وزیرعظم له دفتره لاهم هېڅ غږ نشته  


د پاکستان وزیر اعظم عمران خان، د پوځ مشر جنرل قمر جاوید باجوه او د ای اېس ای مشر لېفټينېټ جنرل فیض حميد په اسلام اباد کې د ای اېس ای مرکز کې
د پاکستان وزیر اعظم عمران خان، د پوځ مشر جنرل قمر جاوید باجوه او د ای اېس ای مشر لېفټينېټ جنرل فیض حميد په اسلام اباد کې د ای اېس ای مرکز کې

د پاکستان د استخباراتي ادارې ای اېس ای د نوي مشر د ټاکنې په اړه د پوځ د مشر جنرال قمر جاويد باجوه او وزیراعظم عمران خان ترمینځ د ملاقات سربېره هم د وزیراعظم له دفتره پر دې څوکۍ د ټاکنې رسمي اعلاميه لا نه ده خپره شوې.

د پوځ مشر او وزیراعظم ترمینځ له هغه وروسته اختلافات پېدا شول کله چې د پوځ د عامه اړيکو ادارې(ای اېس پي ار) د اکتوبر پر شپږمه نېټه په اعلاميه کې اعلان وکړ چې د ای اېس ای مشر جنرال فیض حميد له خپلې څوکۍ بدل شوی او پرځای يې لېفټېنېنټ جنرل نديم احمد انجم ټاکل شوی دی. خو تر دې اعلان اته ورځې شوې خو د وزیراعظم له دفتره لاهم د ټاکنې نوټيفيکېشن نه دی خپور شوی.

د دې هېواد د اطلاعاتو او خپرونو وزير فواد چودري د اکتوبر پر ۱۲مه نېټه په خبرې غونډه کې ويلی وو چې د ای اېس ای د مشر د ټاکلو قانوني واک و اختيار له وزيراعظم سره دی. د نوموړي تر دې څرګندونو وروسته دا پوښتنه راپورته شوه چې په ايين کې ای اېس ای د مشر د ټاکنې په اړه څه ويل شوي دي؟

د پاکستان بار کونسل يو مشر او قانون پوه عابد ساقي وايي چې د دې هېواد ايين په دې اړه هيڅ نه وايي خو البته د قانون له مخې وزیراعظم انتظامي مشر دی او د دغسې ټاکنو قانوني واک له هغه سره وي.

نوموړي د اکتوبر پر ۱۴مه مشال راډيو ته وويل چې ای اېس ای د پوځ تر واک لاندې اداره نه ده.

(په ای اېس ای کې پوځيان او ولسي خلک ګډ کار کوي چې دا د وفاقي حکومت لاندې راځي نو هم ځکه وزيراعظم او کابینه يې واک و اختيار لري چې د پوځ او ای اېس ای مشران وټاکي.)

د پاکستان نور قانون پوهان او سياسي څېړونکي هم د عمران خان او جنرال باجوه ترمنځ د ای اېس ای د مشر د ټاکنې پر سر اختلافاتو ته د ايين نه بلکې د سياست په تناظر کې ګوري. په کراچۍ کې قانون پوه صلاح الدين ګنډه پور هم وايي چې دا قانوني نه بلکې سياسي مسله ده.

نوموړي د اکتوبر پر ۱۴مه نېټه مشال راډيو ته وويل، سياسي په دې لحاظ ده چې د پاکستان پوځ وار له مخه په اعلاميه کې د ای اېس ای د مشر د ټاکنې اعلان کړی او له دې وروسته د وزيراعظم تحفظات مخې ته راغلل چې د هواري لپاره يې د عمران خان او جنرال قمر باجوه ترمنځ ملاقات وشو.

د عمران خان او جنرال باجوه ترمنځ اختلافاتو د حزب اختلاف ګوندونو ته موقع په لاس ورکړې چې پر عمران خان فشار زيات کړي. حزب اختلاف وار له مخه د پوځ مشر جنرال باجوه او د ای اېس ای بدل شوي مشر جنرال فيض حميد باندې تورونه پورې کړي چې د دوی په ادعا عمران خان يې په واک کې راوستی او د پردې شاته يې حکومت هغوي چلوي. خو پوځ او عمران خان تل دا توونه رد کړي.

د پاکستان مسلم ليګ نواز مرستيالې مشرې هم په دې تناظر کې د اکتوبر پر ۱۳مه نېټه له خبريالانو سره پر دې موضوع وږغېده او په عمران خان يې نيوکې وکړې چې د دې هېواد د ادارو (پوځ او ای اېس ای) څخه تماشه جوړه کړې ده.

نوموړې وويل چې دا د وزیراعظم د اييني اختياراتو، جمهوريت او جمهوري اصولو مسله نه ده بلکې د دې په ادعا، دا د (عمران خان) د ذات او خپل حکومت ته د نور مهلت ګټلو مسله ده.

هغې زیاته کړه ( تاسو (عمران خان) له هېواد او ادارو څخه يوازې د دې لپاره تماشه جوړه کړې ده چې يو کس (جنرال فیض حميد) د دې په خاطر پر څوکۍ پاته شي چې هغه ستاسو حکومت چلوي.)

خو د حکومت وزيران بیا په وار وار دا تاثر ردوي چې ګواکې د عمران خان او جنرال باجوه ترمينځ د ای اېس ای د نوي مشر د ټاکلو پر سر اختلافات به شديد شي. د اطلاعاتو او خپرونو وزیر فواد چوهدري د اکتوبر پر ۱۴مه نېټه پر ټويټر ليکلي چې د ای اېس ای د نوي مشر د ټاکلو عمل به ژر سر ته ورسېږي.

نوموړي زیاته کړې چې يوه مخصوصه ډلې له دې ګټه اخيستل غوښتل چې د ده په وينا ناکامه شول او اوس وايي چې وزیراعظم د ای اېس ای د مشر لپاره انټرويو کوي خو د ده په خبره، پر دې څوکيو تر ټاکنې له مخه ملاقات يو عمومي روايت دی او دا عمل هم متنازعه کول يو نا مناسبه کار دی.

XS
SM
MD
LG