د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان او پاکستان رسمي تجارت ۸۰ فیصده اغېزمن شوی دی: سوداګر


پر چمن-بولدک لار له پاکستانه افغانستان په مالونو بار لارۍ اوړي. ۲۰۲۱، ۲۵م جولای
پر چمن-بولدک لار له پاکستانه افغانستان په مالونو بار لارۍ اوړي. ۲۰۲۱، ۲۵م جولای

د پاکستان سوداګر وايي، چې په افغانستان کې د طالبانو په واک کې تر راتلو وروسته د دواړو هېوادونو ترمینځ رسمي تجارت اغېزمن شوی او دوه اړخيزه سوداګري د ډالرو پرځای په روپيو يا کالدارو کېږي.

د پاکستان او افغانستان د سوداګرو ګډې خونې پخواني مرستيال مشر زاهد شینواري د سېپټېمبر پر ۲۷مه نېټه مشال راډيو ته وويل چې د اشرف غني د حکومت تر پرځېدو وروسته امريکا د افغانستان شتمنۍ کنګل کړې چې له کبله يې اوس د دواړو هېوادونو ترمنځ په ډالرو کې کېدونکی رسمي تجارت راکم شوی دی.

د نوموړي په اندازه چې ښايي د دوه اړخیزه رسمي تجارت کچه ۸۰ فيصده کمه شوې وي.

''پخوا به د افغانستان او پاکستان تجارت په ډالرو کې کېده، پیسې به په رسمي توګه د بانکونو له لارې تبادله کېدلې، پاکستان ته به زرمبادله راتله خو اوس په ډالرو تجارت صفر ته رارسېدلی دی.''

کله چې د اګست پر ۱۵مه نېټه طالبانو کابل ونیو نو امريکا د افغانستان نهه اربه ډالر کنګل کړل. وروسته طالبانو د افغانستان بانک پرانيست او بانک نورو بانکونو ته امر ورکړی چې په يوه اوونۍ کې دې يو کس ته تر ۲۰۰ ډالره زیاتې نه ورکوي او شرکتونه کولای شي چې په مياشت کې په څلورو مرحلو کې ۲۵ زره ډالر وباسي.

پاکستاني تجار وايي چې په افغانستان کې د ډالرو د نشتوالي له کبله د کابل او اسلام اباد تجارت روپيو ته اوښتی دی. د پاکستان د سوداګرو اتحاديې پاکستان چېمبر اف کامرس پخوانی مشر دارو خان اڅکزی وايي چې د ډالرو د نشتوالي له وجې رسمي تجارت اغېزمن شوی خو په پاکستاني روپيو کې بیا زیات شوی دی. د نوموړي په خبره، په افغانستان کې د خوراکي شيانو اړتيا زیاته شوې او هم له دې کبله اوس په روپیو کې کاروبار کېږي.

نوموړی د سېپټېمبر پر ۲۷مه نېټه مشال راډيو ته وويل چې د رسمي تجارت له مخې اوس د دواړو هېوادونو ترمینځ د پخوا په شان لوی لوی قراردادونه نه کېږي البته دواړه هېوادونو غذايي توکې په پراخه کچه تبادله کوي.

"ما ته يوه چارواکي وويل چې په چمن کې دوه اوونۍ وړاندې يوازې په يوه ورځ کې له بانکونو څخه درې اربه پاکستاني روپۍ راېستل شوې وې. د دومره پیسو وتلو معنی دا ده چې له افغانستان سره کاروبار په روپيو کې کېږي ځکه ډالر څوک نه ورکوي او افغانۍ څوک له دې ويرې نه اخلي، داسې نه چې ارزښت يې پرېوزي."

زاهد شینواری او دارو خان اڅکزی وايي چې له افغانستانه پاکستان ته واردات يا درامد زیات شوی دی. هم دا خبره د افغانستان د سوداګرۍ خونې لومړی مرستيال محمد يونس هم کوي. نوموړي د سېپټېمبر پر ۲۷مه نېټه مشال راډیو ته وويل چې د طالبانو په واک کې تر راتلو وروسته ورځ تر بله تجارتي هلې ځلې عادي حالت ته راګرځي.

نوموړی وويل چې طالبانو په داسې وخت کې واک ونياو چې دا د افغانستان د صادراتو يا برامداتو موسم دی. دا مهال له افغانستان پاکستان ته مېوې او سبزي په پراخه کچه لېږل کېږي.

"زموږ صادرات زیات شوي دي او اوس هم هره ورځ يوازې د تورخم دروازې له لارې لږ تر لږه ۳۵۰ لارۍ مالونه پاکستان ته صادروي."

په افغانستان کې د طالبانو په واک کې تر راتلو وروسته پاکستان د سېپټمېبر پر ۲۵مه نېټه د افغانستان پر مېوو درامدوونکی محصول ختم کړی وو. د پاکستان او افغانستان تجارت له تېرو څو کالونو راهيسې مخ په کمېدو دی.

د زاهد شینواري په خبره پاکستان د ۲۰۲۰ز کال له جون څخه تر سږني جون پورې افغانستان ته د ۸۰۰ میليونه ډالرو مالونه صادر/برامد کړي ول چې د ده په وينا، هم دا حجم به په پخوا په هدومره موده تر يو ارب ډالرو زیات وو.

نوموړي زیاته کړه چې که د افغانستان کنګل شوې نهه اربه ډالر ازاد نشي، ښايي د افغانستان او پاکستان ترمینځ رسمي تجارت له نورو ستونزو سره مخامخ شي.

XS
SM
MD
LG