راشد خټک په اسلام اباد کې د مشال راډيو خبريال دی او د پاکستان پر سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو چارو راپورونه جوړوي.
دا فيصله د پوهنتون سينډيکيټ د سېپتېمبر پر ۲۲مه په يوه غونډه کې وکړه چې د پاکستان چيف جسټس قاضي فايز عيسی هم د يو غړي په حيث پکې ګډون وکړو. چيف جسټس قاضي فايز عيسا هم د سټوډنټس يونين د بحال کولو حمايت وکړ.
راحيل عزيزي پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د ژوند ژغورلو په خاطر پاکستان ته تللی وه او ځان يې پوليسو ته سپارلی وو. پوليسو پر هغې د ويزې نه لرلو په تور د بهرنیو وګړو په اړه د قانون (فارن اېکټ) له ۱۴مې مادې سره سمه مقدمه دایره کړې وه.
د غورځنګ هغه ټول فعالان د اګست پر ۱۸مه په اسلام اباد کې تر جلسې وروسته نیول شوي ول. د هغو پرضد د اسلام اباد په درو تاڼو کې د بغاوت، ترهګرۍ، لارو تړلو او په حکومتي چارو کې د لاسوهنې په تورونو مقدمې دایرې شوې دي چې هغوی یې ردوي.
د سېپتېمبر پر ۱۷مه د پاکستان ولسمشر عارف علوي په اسلام اباد کې نوموړي ته سوګند ورکړ. د لوړې پر مهال د قاضي فایز عیسا مېرمن سرینا عیسا یې هم څنګ ته ولاړه وه.
د پښتون ژغورنې غورځنګ د اګست پر ۱۸مه د اسلام اباد سره نزدې د ترنول په سيمه کې د خلکو جبري لاپته کولو، د ترهګرۍ د پيښو ، د پښتنو د معدني وسايلو لوټلو خلاف او د پښتنو په وطن کې د امن راوستلو د پاره جلسه کړې وه چې تر هغې وروستو يې غړي ونيول شول.
نجلۍ د اګست پر ۳۰مه نېټه د ودانۍ له پینځم پوړ څخه ځان وغورځاوه او مړه شوه.
د اګست پر ۲۸مه د اسلام باد های کورټ د چيف جسټس (مشر قاضي) عمر فاروق او جسټس طارق جهانګيري په مشرۍ کې په توشه خانه مقدمه کې عمران خان ته د اورول شوې سزا خلاف د غوښتنليک پر اورېدنې خپله پرېکړه محفوظه کړې وه، چې نن چيف جسټس عمر فاروق واورول.
د وزیر او د مزارۍ د وکیلانو د ډلې یو غړي اېمل خان مندوخېل مشال راډیو ته وویل چې عدالت په هم هغه اورېدنه کې د مزارۍ ضمانت هم منظور کړ. خو تر ضمانت وروسته چې مزارۍ د راولپېنډۍ له زندانه وتله نو د اسلام اباد پولیسو بیا ګرفتاره کړه.
په بیان کې زیاته شوې چې وزیراعظم له اړوندو ادارو څخه د هغو چارواکو معلومات وغوښتل چې سرکار ورته وړیا برېښنا ورکوي او امر یې وکړ چې د وزیراعظم په کور او دفتر کې دې هم د بجلۍ استعمال کم شي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ د سيند صوبې مشر نورالله ترين د اګست پر ۲۶ مه له مشال راډيو سره د خبرو پر مهال وويل چې علي وزیر دا مهال په عدالتي تحويل دی
په همدې حال کې امریکا او د پاکستان دننه او بهر د بشري حقونو سازمانونو د پنجاب په جړاوالا کې د عیسویانو پر عبادتځایونو او کورونو د بلوه ګرو پر حملو د اندېښنو څرګندونه کړې ده او له اسلام اباده یې د ککړو کسانو د قانون منګولو ته د سپارلو غوښتنه کړې ده.
په امريکا، جرمني، سويډن، فرانسې، اسټراليا، برتانیا، هند، بېلجيم، هالينډ، اېټاليا، سوېټزرلینډ، ناروې او ځينو نورو هېوادونو کې هم ورته مظاهرې شوې دي.
د تحریک انصاف مرستیال مشر شاه محمود قریشي د اګست پر ۱۲مه په ویډیويي بیان کې هیله ښوولې چې لنډمهالی وزیراعظم به راڼه انتخابات کېدل باوري کړي. "هغه ته لویه ذمه واري سپارل شوې ده. دا مسوولیت په ملک کې د شفافو او له درغلیو د پاکو انتخابات کول دي. موږ غواړو چې په هېواد کې پر ټاکلي وخت انتخابات وشي."
د عمران خان پرضد په قضیه کې راغلي چې هغه د خپلې وزیراعظمۍ پر مهال یې له ترلاسه کړیو ډالیو څخه ځینې له توشه خانې څخه اخیستې او خرڅې کړې دي. په مقدمه کې تور پورې شوی وو چې نوموړي انتخاباتي کمېشن ته د خپلو شتمنیو تفصیل ورکولو پر وخت د هغو ډالیو له خرڅلاوه د ترلاسه شویو پیسو تفصیل نه دی ورکړی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري خبري غونډې ته وویل چې د سوداګریزو همکاریو له پلان سره سم به اسلام اباد او تهران په راتلونکو پینځو کلونو کې د تجارت مخې ته خنډونه لیرې کوي او د ازاد تجارت موافقه به نهايي کوي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د جولایي پر ۲۹مه په بیان کې ویلي چې د چین د ولسمشر شي جېنپینګ ځانګړی استازی او مرستيال وزیراعظم د جولایي له ۳۰مې د اګست تر لومړۍ نېټې د پاکستان سفر کوي.
تارړ نن (د جولای پر ۲۶مه) د پارليمان د دواړو خونو ګډې غونډې ته په وېنا کې د نگران حکومت په اړه په بیل کې د تراميمو وضاحت هم ورکړ او وې ویل چې د نورو ګوندونو سره تر مشورو وروسته یې بیل کې ځینې بدلونونه وکړل او دا ټولو ته د منلو وړ دی.
نور وښیئ