د لاسرسي ځای

تازه خبر

قاید اعظم پوهنتون د زده کوونکو اتحادیو د بحالولو پرېکړه کړې ده


پاکستان کې وخت په وخت محصلینو د سټوډنټس یونین د بحالۍ لپاره خپل اواز پورته کړی دی: انځور پخوانی دی
پاکستان کې وخت په وخت محصلینو د سټوډنټس یونین د بحالۍ لپاره خپل اواز پورته کړی دی: انځور پخوانی دی

د پاکستان په سرښار اسلام اباد کې مشهور قايد اعظم پوهنتون د زده کوونکو اتحادیو (سټودنټس يونين) د بحالولو پرېکړه کړې ده.

دا فيصله د پوهنتون سېنډيکېټ د سېپټېمبر پر ۲۲مه په يوه غونډه کې وکړه چې د پاکستان چيف جسټس قاضي فايز عيسا هم د يو غړي په حيث پکې ګډون وکړ. نوموړي هم د زده کونکو د اتحادیو د بحالولو حمايت وکړ.

په قايد اعظم يونيورسټۍ کې د سيمه یيزو مطالعاتو مرکز مشر ډاکټر حنيف خليل د زده کونکو اتحادیو د بحالۍ فيصلې په اړه مشال راډیو ته وویل چې د هغو اتحادیو بحالول د زده کونکو ستونزو هوارولو لپاره مهم دی.

هغه وویل: ''په قايد اعظم يونيورسټۍ کې د سټوډنټانو تنظيمونه د سياسي پارټو نه دي. دلته طريقه کار دا دی چې په هر ډيپارټمنټ کې يوه سوسايټي وي او هغه د سټوډنټانو د مسلو لپاره اواز پورته کوي او بيا په پوره يونيورسټۍ کې کونسلونه دي. هغه د قوميتونو په نوم دي. يعني سيندي کونسل، پښتون کونسل، پنجابي کونسل او مهران کونسل.''

د تعليم ماهران د زده کوونکو اتحادیو د کردار په حواله په يو خله نه دي. ځينې وايي چي د زده کوونکو پر اتحادیو د بنديز له وجې د ملک په سياست کې خلا رامينځ ته شوې ده او ملک ته تاوان رسېدلی دی. خو نور وايي چې په يونيورسټيانو کې سياسي هلې ځلې د زده کونکو په تعلیم منفي اثر غورځوي. په اسلام اباد کې د نمل يونيورسټۍ مشر (ډين) ډاکټر خالد سلطان په دې اړه مشال ريډيو ته وويل چې زیاتره پوهنتونونه هغه ټولنې ځکه نه قبولوي چې هغوی فکر کوي چې له دې سره د پوهنتون ماحول خرابېږي.

موږ د دې پرېکړې ګټې ډېرې او تاوانونه لږ وینو
عصمت خان

هغه وویل: ''دا د هغوی غلط سوچ دی، غلط انداز دی. زه وايم چې چې فريډم (ازادي) پکار دی، د هغې يو ليمټ (حد) پکار دی، د يو ذمه دارۍ سره پکار دی. هغه هم د استادانو فرض جوړېږي چي دا (د زده کونکو ټولنې) بحال کړي ځکه چې دا په سټوډنټانو کې سياسي شعور راولي، سماجي شعور راولي.''

په پاکستان کې د زده کوونکو پر اتحادیو بنديز په ۱۹۸۴ز کال کې جنرال ضياالحق وروسته له هغې ولګولو کله چې زده کوونکو د هغه د مارشلا په خلاف احتجاج پيل کړو. په پاکستان کې وخت په وخت محصلینو د سټوډنټس یونین د بحالۍ لپاره خپل اواز پورته کړی دی.

د زده کونکو تنظيمونو د هر سياسي تحريک د سرلښکر کردار ادا کړی دی. ډيرو سياستدانانو د زده کوونکو اتحادیو د بحالولو وعدې کړې دي خو په حکومت کې تر راتلو نه وروسته يې د دې لپاره عملي ګام نه دی پورته کړی. په ۲۰۱۷ز کال کې د پاکستان سېنېټ هم يو قرارداد د سټوډنټس يونين د بحال کولو په اړه منظور کړی وو.

د زده کونکو د تنظيمونو مشران وايي چې د زده کوونکو اتحادیو د جمهوريت د ودې او پرمختګ لپاره ډير ضروري دي. دوی وايي چي په ملک کې ټول جينوين (حقیقي) سياستدانان په سټوډنټس يونين کې روزل شوي دي.

د دوی په وينا د زده کوونکو پر اتحادیو بنديز د علاقايي تنظيمونو جوړيدو ته لاره هواره کړه چي د يونيورسټو ماحول ېې خراب کړو. په دې اړه د پښتونخوا سټوډنټس ارګنايزيشن اسلام اباد ضلعې معاون سيکرټري عصمت خان مشال راډیو ته وویل د زده کونکو ټولنو بحالول ګټې زیاتې او زیانونه کم لري.

هغه زیاته کړه: ''د پښتونخوا لوستونکو سازمان د قايداعظم پوهنتون پرېکړې ته هرکلی وايي او غواړي چې د پاکستان په ټولو پوهنتونوکې سټوډنټس يونين او سياسي تنظيمونه بحال کړل شي. د دې پرېکړې تاوانونه مونږ لږ او ګټې ډيرې وينو. په پوهنتونو کې د يو پرامن سياسي ماحول د پاره سياسي روزنه ډېره اړينه ده او دا کار هله کېدلای شي چې کله سياسي تنظيمونو او يونينونو ته په پوهنتونو کې ځای ورکړل شي.''

د پاکستان پخواني وزیر اعظم عمران خان په ۲۰۱۹ کال کې د زده کوونکو د سازمانونو بحالۍ لپاره د ضابطه اخلاق جوړولو هوډ ښودلی وو.

  • انځور سایز

    راشد خټک

    راشد خټک په اسلام اباد کې د مشال راډيو خبريال دی او د پاکستان پر سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو چارو راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG