د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان علماوو شورا مشر وايي له عیسویانو بښنه غواړي


د پاکستان پولیس او امنیتي سرتېري د جړاوالا په سوځېدلې کلیسا ګرځي - د اګست ۱۷مې انځور
د پاکستان پولیس او امنیتي سرتېري د جړاوالا په سوځېدلې کلیسا ګرځي - د اګست ۱۷مې انځور

د پاکستان د علماوو شورا مشر مولانا طاهر محمود اشرفي ویلي دي چې د جړاوالې تاوتریخوالي ټول هېواد "غمجن" کړی دی ځکه چې "اسلام د لږکیو د عبادتځایونو او سپېڅلو کتابونو د درناوي درس" ورکوي.

نوموړي د اګست پر ۱۷مه د لاهور په سېنټ اینتني کیتلېک کلیسا کې د هغه ښار د عیسویانو له مشر پادري ندیم کامران او بین المذاهب مکالمې د کمېشن له مشر او پادري سېباستیین فرانسېس شاه سره ګډې خبري غونډې ته په وینا کې وویل چې د عیسویانو له مشرانو څخه "بښنې غوښتو" ته ورغلی دی.

اشرفي وویل چې د جړاوالې پر پېښه "شرمنده دی" ځکه چې په وینا یې مسلمانو عالمانو خپل "مسوولیت ترسره نه کړ."

د لاهور د عیسویانو مشر پادري ندیم کامران خبري غونډې ته وویل چې حکومت دې د اګست ۱۶مې پېښې بشپړې پلټنې وکړي ځکه چې بلوه ګرو په کلیساګانو کې "سپېڅلي کتابونه سوځولي او د عیسویانو په هدیره کې یې قبرونه ړنګ کړي دي."

سېبساتیین فرانسېس شاه د غونډې پر مهال دعوه وکړه چې د فیصل اباد د جړاوالا ښار پېښه "وار له مخه پلان شوې" وه ځکه چې عیسویانو د اګست پر ۱۶مه "سهار شپږ بجې" خپل کورونه پرېښي ول.

په لاهور کې خبري غونډه پر داسې مهال شوې ده چې د پاکستان د پنجاب پولیس وايي، په جړاوالا کې یې د کلیساګانو سوځولو او د عیسویانو پر کورونو د بریدونو په تور ۱۲۸ کسان نیولي دي او د سلګونو خلاف یې مقدمه دایره کړې ده.

پولیسو دا بیان تر هغې وروسته ورکړی دی چې د پنجاب تر ټولو لوړپوړی بیوروکراټ (چیف سېکرټري) زاهد اختر زمان او د صوبې د پولیسو مشر عثمان انور د اګست پر ۱۷مه جړاوالا ته ورغلل او هلته یې د وضعیت جاج واخیست. دواړو چارواکو هغه ودانۍ او کلیساګانې هم ولیدې چې د اګست پر ۱۶مه ورباندې بلوه ګرو حملې کړې وې.

په همدې حال کې امریکا او د پاکستان دننه او بهر د بشري حقونو سازمانونو د پنجاب په جړاوالا کې د عیسویانو پر عبادتځایونو او کورونو د بلوه ګرو پر حملو د اندېښنو څرګندونه کړې ده او له اسلام اباده یې د ککړو کسانو د قانون منګولو ته د سپارلو غوښتنه کړې ده.

د جړاوالا ښار اوسېدونکي وايي تاوتریخوالي وېرولي دي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:11 0:00

د پنجاب لنډمهالي حکومت په جړاوالا سیمه کې پر یوشمېر کلیساګانو او د عیسویانو پر کورونو د قهرجنو خلکو تر بریدونو وروسته په ښار کې د نيمه پوځي ځواک رېنجرز سرتېري ځای پر ځای کړي دي چې هلته ګزمې کوي او د کلیساګانو او عیسویانو د استوګنځایونو امنیت ساتي.

د هغو سرتېرو د ځای پر ځای کولو غوښتنه د فیصل اباد انتظامیې د اګست پر ۱۶مه پر داسې مهال وکړه چې وضعیت د ښار د پولیسو له کنټروله ووت.

د پوليسو په وينا، پر دوو عیسویانو د اسلامي مقدساتو د سپکاوي تر تورونو وروسته پارېدلي خلک د ښار هغې برخې ته ورغلل چې پکې عیسویان اوسي او هلته یې یوشمېر کورونه او کلیساګانې سوځولې، لوټلې او یا ړنګې کړې دي.

د جړاوالا پولیسو په تاوتریخوالي او بلوو کې د ککړتیا په تور د څه باندې ۶۰۰ کسانو پرضد مقدمه دایره کړې ده. پولیسو د اګست ۱۶مې په رپورټ کې پر هغو کسانو د ترهګرۍ، د خلکو د وژنې هڅې (اقدام قتل) او د پولیسو مقاومت کولو په ګډون یوشمېر جنايي مادې (دفعې) شاملې کړې دي.

په مقدمه کې په جړاوالا کې د اهل سنت ډلې د امیر مفتي محمد یونس او د تحریک لبیک پاکستان ګوند ځايي مشر سید اصف الله شاه بخاري نومونه شامل دي او پر هغوی تور پورې شوی دی چې د مظاهرچیانو او بلوه ګرو مشري یې کوله.

هغو دواړو لا په دې اړه څه نه دي ویلي خو رویټرز اژانس د اګست پر ۱۶مه د تحریک لبیک پاکستان په حواله ویلي ول چې د هغه ګوند مشران او غړي په تاوتریخوالي کې ککړ نه دي.

د فیصل اباد انتظامي مشر د اګست پر ۱۶مه په یو فرمان کې په جړاوالا کې د جنايي قانون د ۱۴۴مې مادې یا دفعې عملي کولو اعلان وکړ. د هغې مادې له عملي کېدو سره، پر جلسو، لاریونونو، د موټرسایکل پر غبرګې سپرلۍ، د وسلو پر ګرځولو او په یو ځای کې د پینځو یا تر پینځو د زیاتو کسانو پر ورغونډېدو بندیز وي.

په پاکستان کې د دیني اقليتونو د اتحاديې مشر اکمل بټي، چې د اګست پر ۱۶مه په هغه ښار کې وو، مشال راډيو ته وويل، "په جړاوالا کې د عيسويانو په کالونۍ کې کليساګانې وسوځول شوې، د خلکو کورونه چور شول او وسوځل شول. حالات اوس هم کړکېچن دي. زه حکومت ته وايم چې د دې کسانو خلاف دې د ترهګرۍ تر قانون لاندې مقدمې درجې کړي."

پولیس وايي، د یوشمېر کسانو په وینا یې اسلامي مقدساتو ته د سپکاوي په تور د دوو وروڼو پرضد مقدمه دایره کړې ده او بلخوا يې يوشمېر بلوه ګر هم نيولي دي.

پولیس وايي د بلوه ګرو ضد یې مقدمه دایره کړې ده - د اګست ۱۶مې انځور.
پولیس وايي د بلوه ګرو ضد یې مقدمه دایره کړې ده - د اګست ۱۶مې انځور.

په جړاوالا کې څه پېښ شول؟

د فیصل اباد ضلعې د جړاوالا پولیسو رسنیو ته ویلي دي چې د اګست پر ۱۶مه په سیمه کې یوشمېر کسانو دعوه وکړه چې هلته اسلامي مقدساتو او د اسلام د پیغمبر سپکاوی شوی دی او تر دې وروسته اوازه (ګنګوسه) خپره شوه چې ګواکې دا کار دوو عیسویانو وروڼو کړی دی.

پولیس او د ښار اوسېدونکي وايي، تر دې وروسته د جړاوالا په یوشمېر جوماتونو کې اعلانونه وشول او سلګونه کسان ورغونډ شول.

پولیس وايي، ګڼو خلکو د ښار پر سینما چوک یا څلورلاره مظاهره وکړه او هلته یې تر څه وخت پورې عمومي سړک تړلی وو.

تر دې وروسته پارېدلي کسان عیسانګرۍ سیمې ته ورغلل او هلته یې د عیسویانو پر کورونو او کلیساګانو حملې وکړې.

د پنجاب لنډمهالي حکومت د جړاوالا انتظامي مشر، چې عیسوی دی، بدل کړ او هغه یې سمدستي لاهور ته وغوښت.

غبرګونونه

د جړاوالا پېښې د پاکستان دننه او بهر پراخ غبرګونونه پارولي دي او د بشري حقونو سازمانونو له اسلام اباده د پلټنو غوښتنه کړې ده.

د پاکستان لنډمهالي وزیراعظم انوار الحق کاکړ د جړاوالې پر پېښه سخت خپګان وښود او پر اېکس، چې پخوانی نوم یې ټوېټر دی، یې په بیان وویل چې "د قانون سرغړوونکو او د لږکیو په نښه کوونکو پرضد دې سخت اقدام" وشي.

په همدې حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په جړاوالا کې د پر کلیساګانو او کورونو پر حملو "سخته اندېښنه" ښوولې ده.

د وزارت ویاند وېدانت پټېل د اګست پر ۱۶مه په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل چې امریکا "په سوله ییز ډول د بیان د ازادۍ او د هر وګړي د مذهب او عقیدې د ازادۍ د حق ملاتړ" کوي او د "مذهب پر اساس د تاوتریخوالي پېښو په اړه اندېښنه" لري.

پټېل د پاکستان پر چارواکو غږ وکړ چې په جړاوالا کې د شویو پېښو "بشپړې پلټنې" وکړي.

د بښنې نړیوال سازمان (ایمنسټي انټرنیشنل) په بیان کې د پاکستان له حکومته غوښتي دي چې کلیساګانو او ودانیو ته د اور اچوونکو پرضد دې اقدامات وکړي.

د سازمان د جنوبي اسیا څانګې لنډمهالې څېړونکې رهاب مهامور د اګست پر ۱۶مه په بیان کې ویلي دي چې چارواکي دې "سمدستي د عیسویو لږکیو له اړتیاوو او غوښتنو سره سم، د هغوی خوندیتوب باوري کړي او پر کلیساګانو او کورونو دې په بریدونو او ورته د اور اچولو په پېښو کې ککړ کسان د قانون منګولو ته وسپاري."

د پاکستان د بشري حقونو کمېشن هم د جړاوالا پېښه غندلې ده. کمېشن د اګست پر ۱۶مه پر اېکس په بیان کې ویلي دي چې د مذهب سپکاوي تر تورونو وروسته پر عیسویو کورنیو او کورونو د پارېدلو کسانو بریدونه باید په صراحت وغندل شي."

کمېشن په بیان کې ویلي دي چې په پاکستان کې دا ډول حملې چې "منظمې، له تاوتریخوالي ډکې او اکثر یې مخنیوی شونی نه وي، په تېرو کلونو کې ظاهراً زیاتې شوې دي."

د بشري حقونو کمېشن په بیان کې له چارواکو غوښتي دي چې د جړاوالا په پېښه کې ککړ کسان دې معلوم کړي او له قانون سره سمه سزا دې ورکړي.

اخوا په کراچۍ کې یوشمېر عیسویانو، سیاستوالانو او فعالانو د اګست پر ۱۷مه هم د جړاوالا پېښې پرضد مظاهره وکړه او د کلیساګانو سوځل او لوټل یې وغندل.

هغوی د خبریالانو مرکز مخې ته په مظاهره کې پر حکومت غږ وکړ چې د لږکیو ژوند او مال دې خوندي کړي. په مظاهره کې د عیسویانو ملي ګوند (نیشنل کرېسچیین پارټۍ)، پیپلز ګوند او د لږکیو او د بشري حقونو د سازمانونو غړو او پلویانو او لسګونه فعالانو ګډون وکړ.

د اګست پر ۱۷مه په کراچۍ کې لسګونه کسانو د جړاوالا پېښې ضد مظاهره وکړه.
د اګست پر ۱۷مه په کراچۍ کې لسګونه کسانو د جړاوالا پېښې ضد مظاهره وکړه.

په کراچۍ کې تر دې مخکې د اګست پر ۱۶مه هم عیسویانو مظاهره وکړه او د جړاوالا تاوتریخوالي پرضد نعرې ووهلې.

دوی په لاسونو کې یې بینرې نیولې وې چې ورباندې د تاوتریخوالي درولو غوښتنې او د مذهب سپکاوي د مجازاتو قانون ناسم استعمال درولو غوښتنې لیکل شوې وې.

د مظاهرې ګډونوالو او د عیسویانو مشرانو مشال راډیو ته وویل چې د هېڅ دین د مقدساتو او سپېڅلو کتابونو سپکاوی باید و نه شي. د دوی په خبره، د جړاوالې پېښې د پاکستان لږکي اندېښمن کړي دي.

دوی زیاته کړه چې دا د پاکستان د دولت ذمه واري ده چې د لږکیو خوندیتوب باوري کړي.

د مذهب سپکاوي پر سر تاوتریخوالی او قانون

په پاکستان کې وخت په وخت د مذهب د سپکاوي په نوم پېښې کېږي چې پکې زیاتره تورن کسان د نورو مذهبونو منونکي وي خو کله کله مسلمانان هم تورنېږي.

د ۲۰۲۳ز کال د مې پر شپږمه د مردان په ساولډېر کې پارېدلو کسانو د نګار عالم په نوم یو ملا وواژه.

د اپرېل پر ۱۵مه د خیبر پښتونخوا په بر کوهستان کې پر یوه چینايي وګړي هم د اسلام د سپکاوي تور پورې شوی وو چې د ګرفتارۍ لپاره یې خلکو مظاهره کړې وه. حکومت هغه چینايي کارکوونکی په پوځي هېلېکاپټر کې اېبټ اباد ته واستاوه.

تر دې مخکې، د ۲۰۲۱ز کال د ډېسېمبر پر درېیمه په سيالکوټ کې پارېدلو کسانو یو سري لنکايی وګړی پریانتا کمار وژلی وو.

په ۲۰۱۷ز کال کې د مردان په عبدالولي خان پوهنتون کې پارېدلو زده کوونکو او نورو کسانو د مشال خان په نوم خپل پوهنتوال او مدني فعال وژلی وو. وروسته د پولیسو پلټنو وښوده چې مشال خان د مذهب سپکاوی نه وو کړی.

په پاکستان کې د مذهب د سپکاوي د مجازاتو یو قانون هم موجود دی خو پر دې سربېره وخت په وخت خلک له خپل لوري اقدام کوي او له تشدده کار اخلي.

د پاکستان د بشري حقونو کمېشن د ۲۰۲۳ز کال د اپرېل پر ۲۶مه په خپل کلني رپورټ کې ویلي ول چې په هغه هېواد کې د مذهب سپکاوي په نوم عدالت ته له وړاندې کېدو پرته د تورنو کسانو وژنې دوام لري. رپورټ زیاتوي چې ریاست د قوانینو په سختولو د تورنو کسانو ژوند لا ګران کړی دی.

د بشري حقونو سازمانونو، قانونپوهانو او مدني فعالانو په بیا بیا ويلي چې په پاکستان کې په یوشمېر پېښو کې د توهين مذهب د سزاګانو قانون د شخصي دښمنيو لپاره کارول شوی دی نو د دوی په وينا، بايد پکې داسې ترميم وشي چې ورسره سم د هغو کړنو مخه ونيول شي.

په پاکستان کې د مذهب د سپکاوي د مجازاتو په قانون کې د بدلون موضوع دومره حساسه ده چې په اړه يې زیاتره سیاستوالان، مدني فعالان، قانونپوهان او روڼ اندي ديني عالمان یا خو بیخي خبرې نه کوي او يا بیا په خپلو څرګندونو کې د ټکو په انتخاب کې له ډېر احتياطه کار اخلي ځکه چې د بلوه ګرو له خوا د وژنو پېښو دا وېره لا زیاته کړې ده.

خو د پاکستان حکومت ټینګار کوي چې د مذهب سپکاوي د سزاګانو د قانون ناسمې کارونې اجازه نه ورکوي.

XS
SM
MD
LG