د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسلام اباد های کورټ په توشه خانه مقدمه کې د عمران خان سزا ځنډولې ده


پوليسو عمران خان د ۲۰۲۳ز کال د اګست پر پينځمه په توشه خانه مقدمه کې ګرفتار کړی وو ـ انځور له ارشيفه
پوليسو عمران خان د ۲۰۲۳ز کال د اګست پر پينځمه په توشه خانه مقدمه کې ګرفتار کړی وو ـ انځور له ارشيفه

اسلام اباد های کورټ نن (د اګست پر ۲۹مه) په توشه خانه مقدمه کې د پاکستان تحريک انصاف د مشر عمران خان سزا ځنډولې او د هغه د خوشې کولو امر يې کړی دی.

د اګست پر ۲۸مه د اسلام باد های کورټ د چيف جسټس (مشر قاضي) عمر فاروق او جسټس طارق جهانګيري په مشرۍ کې په توشه خانه مقدمه کې عمران خان ته د اورول شوې سزا خلاف د غوښتنليک پر اورېدنې خپله پرېکړه محفوظه کړې وه، چې نن چيف جسټس عمر فاروق واورول.

په پرېکړه کې عمران خان ته په توشه خانه مقدمه کې د اورول شوې سزا خلاف د هغه غوښتنليک منل شوی او سزا يې ځنډول شوې ده.

خو په عين حال کې نوموړی د رسمي رازونو د ساتنې په يوه مقدمه کې پر جوډيشل ريمانډ دی او دمګړی به به په زندان کې پاتې کېږي. په دې مقدمه کې به عمران خان سبا (د اګست پر ۳۰مه) د اسلام اباد ترهګرۍ ضد عدالت ته وړاندې کېږي.

په توشه خانه مقدمه کې د اسلام اباد د ضلعي او سېشن عدالت قاضي همایون دلاور د اګست پر پینځمه عمران خان ته د درو کلونو د بند سزا واوروله، هغه یې ۱۰۰،۰۰۰ روپۍ جرمانه کړ او د ولسي دندو لپاره یې د نااهلولو اعلان وکړ.

تر دې وروسته پولیسو په همهغه ورځ نوموړی په لاهور کې له خپل کوره ګرفتار کړ او له هغه وخت راهیسې د اټک په زندان کې بندي دي.

د تحریک انصاف وکیلانو د اګست پر اتمه د نوموړي د سزا ضد اسلام اباد های کورټ ته غوښتنلیک ورکړی وو.

قاضي همایون دلاور د اګست پر پینځمه په خپله پرېکړه کې ويلي وو چې عمران خان د خپلې وزیراعظمۍ پر مهال له بهرنيو هېوادونو ترلاسه کړیو ډالیو څخه ځینې له توشه خانې څخه اخیستې او خرڅې کړې يې دي.

په مقدمه کې تور پورې شوی وو چې نوموړي انتخاباتي کمېشن ته د خپلو شتمنیو تفصیل ورکولو پر وخت د هغو ډالیو له پلورلو د ترلاسه شویو پیسو تفصیل نه دی ورکړی. د پاکستانيو رسنيو ترمخه، د هغو ډالیو ارزښت لسګونه مېلیونه روپۍ وو.

د خان پرضد هغه مقدمه د پاکستان وفاقي اېتلافي حکومت د ۲۰۲۲ز کال په اګست کې په انتخاباتي کمېشن کې دایره کړې وه. له توشه خانې پرته هم د خان پرضد لسګونه مقدمې دایرې شوې دي چې نوموړی ټولې سیاسي بولي او پر ځان لګېدلي تورونه ردوي.

په پاکستان کې توشه خانه هغه ځای ته وايي چې پکې د هېواد مشران، د پارلېمان غړي، بیوروکراټان او نور لوړپوړي چارواکي د بهرنیو سفرونو پر مهال ترلاسه کړې ډالۍ ږدي.

د توشه خانې له اصولو او قواعدو سره سم، هغه چارواکي چې ډالۍ ترلاسه کوي، باید د کابینې ډېوېژن له ټولو جزییاتو (تفصیلاتو) خبر کړي.

XS
SM
MD
LG