د لاسرسي ځای

تازه خبر

عمران خان د راولپېنډۍ اډیالې زندان ته لېږدول شوی دی


عمران خان د اګست له میاشتې راهیسې په زندان کې دی - پخوانی انځور.
عمران خان د اګست له میاشتې راهیسې په زندان کې دی - پخوانی انځور.

د پاکستان پخوانی وزیراعظم او د تحریک انصاف مشر عمران خان له اټک زندانه د راولپېنډۍ اډیالې زندان ته لېږدول شوی دی.

د اسلام اباد های کورټ د سېپټېمبر پر ۲۵مه پخواني وزیراعظم د وکیلانو هغه درخواست ومانه چې پکې یې ویلي ول چې په اټک زندان کې اسانتیاوې نه شته نو ځکه دی هغه اډیالې ته ولېږدول شي. خو چارواکو تر عدالتي امر یوه ورځ وروسته د سېپټېمبر پر ۲۶مه ماښام مهال عمران خان د اډیالې زندان ته ولېږداوه.

له اټکه اډیالې ته د خان په انتقال کې د ځنډ موضوع له شاوخوا دوو ورځو راهیسې پر ټولنیزو شبکو توده وه. د هغه یو وکیل پر اېکس پاڼه لیکلي ول چې خان پر عدالتي امر سربېره اډیالې ته نه لېږدول کېږي.

خو د اسلام اباد د پولیسو یوه افسر د سېپټېمبر پر ۲۶مه د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې دا یوه انتظامي او امنیتي مسله وه چې له کبله یې د هغه د زندان او ښار بدلول وځنډېدل.

دا په داسې حال کې ده چې یوه ځانګړي عدالت د سېپټېمبر پر ۲۶مه په اټک زندان کې د رسمي رازونو د افشا کولو قضیې اورېدنه وکړه او د پلټنو لپاره یې په عدالتي تحویل (جوډیشل رېمانډ) کې د عمران خان د ساتلو موده د اکتوبر تر ۱۰مې پورې وغځوله. په اورېدنه کې د پلټنو وفاقي ادارې (اېف ای اې) چارواکي هم موجود ول.

یو پولیس د راولپېنډۍ د اډیالې زندان ور پورې کوي - پخوانی انځور.
یو پولیس د راولپېنډۍ د اډیالې زندان ور پورې کوي - پخوانی انځور.

په همدې حال کې د اسلام اباد په عدالتي ودانۍ کې د تحریک انصاف مرستیال او د بهرنیو چارو پخوانی وزیر شاه محمود قریشي هم په هغه مقدمه کې عدالت ته وړاندې شو او قاضي په عدالتي تحویل کې د هغه د ساتلو موده هم د اکتوبر تر ۱۰مې وغځوله.

خان او قریشي پر ځان لګېدلي تورونه ردوي او دایرې شوې مقدمې سیاسي بولي.

عمران خان د اګست پر پینځمه د توشه خانې په قضیه کې تر محکومېدو وروسته ګرفتار شو. په داسې حال کې چې د اسلام اباد های کورټ په هغه مقدمه کې د عمران خان د درې کلن بند سزا ځنډولې ده خو هغه د سرکاري رازونو د افشا کولو په قضیه کې په زندان کې دی او پلټنې ورڅخه روانې دي.

د تحقیقاتو وفاقي ادارې په اګست کې وویل چې د رسمي رازونو افشا کولو په قضیه کې له عمران خانه پلټنې کوي او داراز، شاه محمود قریشي یې هم ګرفتار کړ.

د پاکستان د قانوني چارو وزارت په امریکا کې د پاکستان پخواني سفير د پټ ليک (سایفر) د مقدمې اورېدنې لپاره ځانګړی عدالت جوړ کړی دی او د ترهګرۍ ضد عدالت قاضي ذوالقرنين ته يې د مقدمې اورېدو اضافي واک ورکړى دی.

پخواني وزیراعظم عمران خان د ۲۰۲۲ز کال په مارچ کې دعوه کړې وه چې پرضد یې د عدم اعتماد تحریک د بهرني سازش پر اساس وړاندې شوی وو.

نوموړي هغه مهال تور پورې کړی وو چې په واشنګټن کې د پاکستان پخواني سفیر ورته په دې اړه یو پټ لیک (سایفر) استولی دی چې ورڅخه ښکاري چې امریکا یې د ګوښه کولو په دسیسه کې لاس درلود.

خان د ۲۰۲۲ز کال په اپرېل کې له واکه تر لیرې کېدو وروسته په احتجاجي جلسو کې هم بې له ثبوت وړاندې کولو تور پورې کاوه چې حکومت یې د بهرنۍ دسیسې له وجې ړنګ شو.

امریکا، د عمران خان د واکمنۍ پر ضد د پاکستان جمهوري غورځنګ (پي ډي اېم) په نوم د یوشمېر ګوندونو تحریک، او د پاکستان پوځ په بیا بیا د نوموړي تور رد کړی او ناسم یې بللی وو. پي ډي اېم هغه مهال ویلي ول چې د خان د اقتصادي او بهرنیو چارو ناسمو تګلارو د بې باورۍ تحریک وړاندې کولو ته اړ کړي ول.

  • انځور سایز

    راشد خټک

    راشد خټک په اسلام اباد کې د مشال راډيو خبريال دی او د پاکستان پر سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو چارو راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG