شنونکي: د پاکستان سیاست ته تاوتریخوالی ورداخل شوی

د مې پر ۲۵مه د تحریک انصاف پلویانو د لاریون پر مهال په لاسونو کې کوتکونه نیولي. شنونکي وايي، د هغه ګوند د پلویانو په مظاهرو کې د تاوتریخوالي پېښې کېږي.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند یوه سیاستوال او د قامي اسمبلۍ غړي عطاالله نیازي اېډوکېټ په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي چې که د ګوند د مشر عمران خان "یو ویښته ته هم زیان ورسېد نو ځانمرګی برید" به وکړي.

نوموړي د جون پر څلورمه پر ټولنیزو شبکو په خپاره کړي ویډیويي پیغام کې د "هېواد پر چلوونکو" غږ وکړ چې "نه به هغوی پاتې شي او نه یې اولادونه." نیازي زیاته کړه چې د ځانمرګي برید لپاره د ده په ګډون "زرګونه کسان اماده" دي.

نیازي تر دې دوه ورځې وروسته پر خپله فېسبوک پاڼه په یوه بل ویډیويي بیان کې وویل چې رسنیو یې خبرې له سیاقه بهر نقل کړې دي. ده همداراز وویل چې دی وسلې او د ځانمرګي برید "واسکټ نه لري" بلکې د پیغام موخه یې دا وه چې که پخواني وزیراعظم عمران خان ته تاوان ورسېد نو دی او د ګوند ملاتړي به د حکومت ضد احتجاجونه کوي او پکې به ځانونو ته د "رسېدونکي زیان پروا نه کوي."

خو دا لومړی ځل نه دی چې یو سیاستوال دا ډول ګواښ کوي. تر دې مخکې هم بېلابېلو مذهبي ډلو او ګوندونو دې ته ورته څرګندونې او دړکې کړې دي.

په پاکستان کې شنونکي وايي، د سیاستوالانو دا ډول څرګندونې د قانون او انساني ارزښتونو ضد دي. دوی فکر کوي چې د دې لامل د هغه هېواد په سیاست کې د تشدد او سختدریځۍ عنصر ځای شوی دی. دوی وايي، په ځانګړي ډول، د تحریک انصاف ګوند په مظاهرو کې د تشدد پېښې کېږي.

د دوی سیاست له یوه سړي ګېرچاپېره څرخي او پکې د عقل او استدلال لپاره ځای نه شته، بس تابعداري ده.
زاهد حسین

په اسلام اباد کې د سیاسي چارو شنونکی او خبریال زاهد حسین وايي، د تحریک انصاف د سیاسي تګلارې په نتیجه کې ټولنه د وېش ښکار ده.

نوموړي د جون پر اتمه مشال راډیو ته وویل، د تحریک انصاف پلویان عمران خان خپل مسیحا بولي او پرضد یې هېڅ عمل یا خبره نه شي زغملای. "زما په خیال دوه، درې خبرې دي. پاکستان تحریک انصاف د ټولنې د وېشلو (پولرایزېشن) یو فرهنګ دود کړی دی چې ورسره سم، پر مخ ځي. بل، د دوی سیاست له یوه سړي ګېرچاپېره څرخي او پکې د عقل او استدلال لپاره ځای نه شته، بس تابعداري ده. او درېیمه دا چې په سیاست کې یې د تشدد عنصر داخل کړی دی. تر اوسه یې ټوپکونه نه دي راخیستي او نه یې وسله وال روزلي، خو د ګوند د پلویانو په خبرو کې اورپکيتوب ورننوتی دی."

د پاکستان په سیاسي تاریخ کې بېلابېلو سیاستوالانو او پوځي مشرانو د خپلو ګټو لپاره له مذهبي شعارونو ګټه اخیستې ده، خپلو مخالفینو ته یې ګواښونه کړي او د ځان خلاف خبرو یا نیوکو ته یې له ریاست سره د غدارۍ نوم ورکړی دی.

دروېش اپرېدی وايي د پاکستان پوځ په تېرو وختونو کې د ستراتيژیکو ګټو لپاره د سیاستوالانو او ګوندونو ملاتړ کړی دی. دا هغه تور دی چې پوځ په بیا بیا رد کړی - پخوانی انځور

په پېښور پوهنتون کې د نړیوالو اړیکو د څانګې استاد ډاکتر دروېش اپرېدی وايي، د دې رویې یو علت دا دی چې پوځ پر دولتي ادارو پراخ نفوذ لري. "بنیادي خبره دا ده چې له هغه وخت راهیسې چې پاکستان جوړ شوی دی پکې جمهوري ادارو ته ځای نه دی ورکړی شوی او سیاست د کوتک او ټوپک په زور شوی دی. هغه ګوندونه چې په جمهوري طریقه یې حکومت نه وو اخیستی، د تشدد او دړکو لاره یې خپله کړې او دا یوه ریاستي پالیسي پاتې شوې ده. پوځ ټول واک لري او پر ریاستي ادارو یې ناجایزه قبضه کړې ده."

د پاکستان پوځ په بیا بیا په سیاسي چارو کې د مداخلې او پر دولتي ادارو د پراخ نفوذ تورونه رد کړي دي او له سیاسي ګوندونو څخه یې هم غوښتي چې په سیاست کې دې یې له ښکېلولو ډډه وکړي.

موږ به د عمران خان د ګرفتارۍ خلاف په هر ځای کې احتجاجي مظاهرې پیل کړو او دا ټول ملک به وتړو.
اقبال اپرېدی

د پاکستان تحریک انصاف رسماً د خپل سیاستوال عطاالله نیازي اېډوکېټ څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي خو یو بل سیاستوال یې وايي چې د ځانمرګي برید ملاتړ نه کوي.

په قامي اسمبلۍ کې د خیبر ضلعې استازي اقبال اپرېدي د جون پر اتمه مشال راډیو ته وویل، که عمران خان ګرفتارېږي نو د ګوند غړي او پلویان به یې د ټول پاکستان پر کچ مظاهرې وکړي. "زه د دې حمایت نه کوم چې یو څوک دې خودکشي وکړي، خودکشي حرامه ده. خو د دې ملک یو منتخب وزیراعظم د امریکا په سازش [له دندې ګوښه شو]، د ازادۍ تحریک چلوونکی کس په ډرامو، کیسو، پروپیګنډو او په ناجایزه طریقه په غدارۍ تورنېږي. موږ دا هر څه داسې غلط بولو لکه څنګه چې خودکشي غلطه ده. موږ به د عمران خان د ګرفتارۍ خلاف په هر ځای کې احتجاجي مظاهرې پیل کړو او دا ټول ملک به وتړو."

دا هم وګورئ:

رانا ثنا الله: د مسجد نبوي بې احترامۍ ضد مقدمه کې ښايي عمران خان هم ونیول شيبشري حقونو کمېشن: د تحریک انصاف پر سیاستوالانو دې د مذهب سپکاوي مقدمه ختمه شيټاکنو کميشن عمران خان له سپکو سپورو منع کړد پاکستان حکومت او ملاتړیو یې د هېواد وېشلو په اړه د عمران خان څرګندونې غندلي

عمران خان په مارچ کې د ده پر ضد په قامي اسمبلۍ کې د بې باورۍ تحریک تر دایرېدو وروسته ویلي ول چې پخوانیو اپوزیشن ګوندونو د امریکا په مرسته د هغه د ګوښه کولو هڅې پیل کړي دي. دا هغه تور وو چې واشنګټن او اپوزیشن ګوندونو په بیا بیا رد کړ.

هغه مهال اپوزیشن ګوندونو دریځ لاره چې عمران خان د هېواد اقتصاد په سمولو کې پاتې راغلی او نورې تګلارې یې هم سمې نه دي، نو ځکه یې ورباندې د عدم اعتماد تحریک دایر کړ.

د مې پر ۲۵مه په اسلام اباد کې د تحریک انصاف ګوند پلویانو او پولیسو ترمینځ اخ و ډب وشو.

د پاکستان قامي اسمبلۍ د اپرېل پر ۱۰مه نیمه شپه عمران خان له دندې ګوښه کړ او په سبا یې د مسلم لیګ (ن) یو لوړپوړی مشر میا شهباز شریف د هېواد نوی وزیراعظم منتخب کړ.

د عمران خان په مشرۍ تحریک انصاف ګوند له هغه وخت راهیسې مظاهرو او احتجاجي جلسو ته دوام ورکړی دی. نوموړي د مې پر ۱۴مه په سیالکوټ کې جلسې ته په وینا کې دعوه وکړه چې ژوند ته یې خطر ورپېښ دی او په دې اړه یې یوه ویډیو هم رېکارډ کړې او له ځان سره یې خوندي ایښې ده.

د هغه تر څرګندونو یوه ورځ وروسته وزیراعظم شهباز شریف اړوندو چارواکو ته امر وکړ چې د عمران خان امنیت باوري کړي او د هغه د خوندیتوب لپاره دې ورسره یو امنیتي چارواکی وګوماري.

تر دې وروسته د مې په اخري اوونۍ کې د تحریک انصاف د لاریون پر مهال په اسلام اباد کې د هغه ګوند د پلویانو او پولیسو ترمینځ اخ و ډب وشو. حکومت وايي، د هغه ګوند پلویانو په پلازمېنه کې ونې سوځولي او ملکي ودانیو ته یې زیان رسولی دی. حکومت د تاوتریخوالي او املاکو ته د زیان رسولو په تور د عمران خان په ګډون د تحریک انصاف لسګونه سیاستوالانو پرضد مقدمې دایرې کړې دي او یوشمېر کسان یې ګرفتاره کړي هم ول.

د دې په غبرګون د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان له عدالته تر ګرفتارۍ مخکې ضمانت ترلاسه کړ.