د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټاکنو کميشن عمران خان له سپکو سپورو منع کړ


د پاکستان انتخاباتي کميشن د پاکستان تحريک انصاف ګوند مشر عمران خان ته امر کړی چې د انتخاباتي غونډو پر مهال دې له سپکو سپورو ډډه وکړي او پوچه ژبه دې نه کاروي. انتخاباتي کميشن دا پرېکړه تر هغه وروسته وکړه کله چې عمران خان د پاکستان مسلم ليګ ن د رهبر نواز شريف ملاتړي خره وبلله.

انتخاباتي کميشن عمران خان ته نوټس لېږلی و چې د نازېبا ټکو کارولو په لړ کې دې د پنجشنبې پر ورځ کميشن ته حاضر شي. نوموړی پخپله حاضر نه شو خو د هغه وکيل او د ګوند غړی بابر اعوان کميشن ته ورغلی او د عمران خان لخوا يې په ليکلې بڼه بيان جمع کړ چې د پاکستان د انتخاباتو کميشن پر قوانينو به عمل کوي.

د جولای پر ۱۲ مه نېټه چې کله نواز شريف او د هغه لور له لندن څخه لاهور ته د ګرفتارۍ لپاره راتلل نو عمران ويلي و،هرکلي ته تلونکي خلک خره دي.

دا چې د دا ډول ټکو کارولو لپاره د پاکستان انتخاباتي کميشن څه قانون لري او عامل ته يې څه ډول سزا ورکول کېدای شي؟ د خورشيد عالم په نامه د دې کميشن يو لوړپوړي چارواکي مشال راډيو ته وويل چې کميشن خپل ضابطه اخلاق لري او هر څوک چې د هغه سرغړونه کوي نو عامل ته يې تر نااهله کېدو پورې سزا ورکول کېدای شي.

''که څوک پر چا تنقيد کوي يا غلطه ژبه استعمالوي حتا که د چا پر شخصي ژوند تنقيد کوي نو دا ټول د ضابطه اخلاق خلاف اعمال دي. يوازې پر پارټۍ او منشور بايد د اخلاقو په دايره کې دننه خبرې وشي.''

له عمران خان وروسته د نوموړي د ګوند يو بل مشر غړي او د خېبر پښتونخوا پخواني وزيراعلی پروېز خټک هم يوې ولسي غونډې ته په وينا کې د پاکستان پيپلز ګوند پر ضد نازېبا ټکي وکارول. په پېښور کې د سياسي چارو شنونکی ډاکټر سرفراز خان وايي چې د سياسي ګوندونو پلويان د خپل مشر انداز خپلوي.

''په عمومي ډول دا ويل کېږي چې له پاکستان تحريک انصاف سره تعليم يافته کسان ملګري دي خو پر دې سربېره د دوی ژبه بې تعليمه غوندې ده، په هغې کې اداب نشته.''

نوموړی زياتوي چې په پښتنو کې چا ته ډم يا کسبګر او داسې نور څه ويل په سياسي ژبه کې ښه خبره نه ده او د ده په وينا دا د ناپوهۍ او جهالت نخښه ده.

اړوند مطالب

'سیاسي ګوندونه ژمنې کوي، پوره کوي یې نه'

د نواز شریف سزا به انتخاباتو کې پر مسلم لیګ نون څه اغېز وکړي؟

ډاکټر سرفراز زياتوي چې د دا ډول کړنو مخنيوی يوازې د انتخاباتي کميشن کار نه دی بلکې د ګوند مشران، غړي او د ټولنې پوهان بايد د دا ډول ټکو کارولو په کلکه غندنه وکړي او له کارونکو يې پرېکون اعلان کړي.

په پاکستان کې دا لومړی ځل نه دی چې سياستوال غېرمهذبه ژبه کاروي بلکې له دې وړاندې هم يو شمېر سياستوالو د يو بل پر ضد نازېبا ټکي کارولي دي. خو د شنونکو په باور پاکستان تحريک انصاف په دې برخه کې ډېره ونډه لري. د دې ګوند له مشرانو سره مو په دې لړ کې د تماس نيولو هڅه وکړه خو بريالي نه شو.

XS
SM
MD
LG