د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان حکومت او ملاتړیو یې د هېواد وېشلو په اړه د عمران خان څرګندونې غندلي


عمران خان له دندې له ګوښه کېدو راهیسې جلسو او مظاهرو ته دوام ورکړی دی - پخوانی انځور.
عمران خان له دندې له ګوښه کېدو راهیسې جلسو او مظاهرو ته دوام ورکړی دی - پخوانی انځور.

د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف او د هغه د اېتلافي حکومت غړو د تحریک انصاف ګوند د مشر او پخواني وزیراعظم عمران خان تازه څرګندونې غندلې دي او په سېنېټ کې یې په اړه تود بحث شوی دی.

د جون پر دویمه په سېنېټ کې بحث تر هغې یوه ورځ وروسته شوی چې عمران خان د پاکستان د اردو ژبې له شخصي بول نیوز ټېلېوېژن سره په یوه ځانګړې مرکه کې وویل، که د هېواد اېسټیبلېشمنټ سمې فیصلې و نه کړي نو نه یوازې به هغوی "تباه شي" بلکې "ملک به هم په درو برخو ووېشل" شي.

په پاکستان کې د اېسټېبلېشمنټ اصطلاح د هغه هېواد پوځي ادارې لپاره کارېږي چې په اړه یې فکر کېږي چې پر کورنیو او بهرنیو چارو پراخ نفوذ لري.

خو د پاکستان پوځ په بیا بیا ویلي دي چې په سیاسي چارو کې لاسوهنه نه کوي او له سیاستوالانو څخه یې غوښتي چې په سیاست کې دې یې له ښکېلولو ډډه وکړي.

عمران خان تور پورې کړ چې له هغه وخته چې د وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ اېتلافي حکومت جوړ شوی "روپۍ خپل ارزښت له لاسه ورکړی، ګراني راغلې، د ونډو بازار تاواني شوی، اقتصادي مسلې زیاتې شوې دي. د خراب اقتصاد تر ټولو لوی تاوان به پوځ ته رسي. هر کله چې پوځ کمروزی شي نو نړۍ به زموږ اټومي وسلې راڅخه واخلي چې هغه د ناسمو خلکو لاسونو ته و نه لوېږي. لکه په اوکراین کې چې څه روان دي، زه تاسې ته وایم چې پاکستان به درې ټوټې شي."

د مسلم لیګ (ن) مخکښ مشر شهباز شریف او د پیپلز ګوند شریک مشر اصف علي زرداري د مارچ پر اتمه د عمران خان د وزیراعظمۍ پرضد د عدم اعتماد تحریک تر دایرولو وروسته د خبري غونډې پرمهال.
د مسلم لیګ (ن) مخکښ مشر شهباز شریف او د پیپلز ګوند شریک مشر اصف علي زرداري د مارچ پر اتمه د عمران خان د وزیراعظمۍ پرضد د عدم اعتماد تحریک تر دایرولو وروسته د خبري غونډې پرمهال.

د عمران خان دې څرګندونو د پاکستان په سېنېټ کې د بېلابېلو ګوندونو استازي غبرګونونو ته اړ کړل. د مسلم لیګ (ن) سېنېټر عرفان الحق صدیقي د جون دویمې غونډې ته وویل، عمران خان داسې بیانونه ورکوي چې که دی وزیراعظم نه شي نو هېواد به د شخړې ښکار شي. ده وویل، ګوند یې په سیاسي چارو کې د پوځ د لاسوهنې مخالف دی او له اېسټېبلېشمنټه د عمران خان غوښتنه مناسبه نه وه. "موږ هم د پوځ د سیاسي رول مخالفان یو. د هر کار یوه سیاسي طریقه وي. د عمران خان دې څرګندونو د هغه شخصیت او سیاست زیانمن کړی دی."

د پاکستان قامي اسمبلۍ د اپرېل پر ۱۰مه نیمه شپه د عمران خان ضد د عدم اعتماد تحریک منظور کړ چې ورسره سم نوموړی د وزیراعظمۍ له دندې ګوښه شو. تر دې یوه ورځ وروسته قامي اسمبلۍ د مسلم لیګ (ن) مخکښ مشر شهباز شریف نوی وزیراعظم وټاکه.

د عمران خان خلاف نه څه سازش شوی، نه انقلاب راغلی او نه پوځي کودتا شوې. هر څه چې وشول په پارلېمان کې دننه وشول او ټولې نړۍ ولیدل.
افتخار احمد

عمران خان له هغه وخت راهیسې د حکومت ضد مظاهرو او جلسو ته دوام ورکړی دی او د مې په پای کې یې له خیبر پښتونخوا څخه له خپلو پلویانو سره د اسلام اباد پر لوري لاریون وکړ. نوموړي د مې پر ۲۶مه په اسلام اباد کې حکومت ته د شپږو ورځو مهلت ورکړ چې اسمبلۍ ماتې کړي او د انتخاباتو نېټه اعلان کړي.

د پاکستان حکومت وايي، اوسمهال یې د هېواد اقتصاد سمولو هڅو ته دوام ورکړی او انتخابات به په ۲۰۲۳ز کال کې د اسمبلیو د قانوني مودې تر پوره کېدو وروسته کوي.

له بول نیوز ټېلېوېژن سره د عمران خان مرکې او څرګندونو پر ټولنیزو شبکو هم بحثونه پارولي دي.

د پاکستان وزیراعظم میا شهباز شریف چې اوسمهال د ترکیې په سفر دی، د جون پر دویمه یې پر ټوېټر په بیان کې پر عمران خان انتقاد کړی دی. "زه چې اوسمهال په ترکیې کې یوشمېر موافقې لاسلیکوم، عمران [خان] هېواد ته په سپینه دړکې ورکوي. که په دې اړه د کوم ثبوت اړتیا وي چې [عمران خان] د لوړپوړې ملکي څوکۍ وړ نه دی نو وروستۍ مرکه یې کافي ده."

شریف پر ټوېټر په بیان کې پر عمران خان غږ کړی دی چې "خپل سیاست دې کوه خو له خپل حده مه اوړه او د پاکستان د وېش خبرې مه کوه."

د پاکستان پیپلز ګوند پر رسمي ټوېټر پاڼه د ګوند د شریک مشر او پخواني ولسمشر اصف علي زرداري بیان خپور کړی چې پکې نوموړي د عمران خان د څرګندونو غندنه کړې او ویلی يې دي چې "هېڅ پاکستانی د هېواد د ماتولو خبره نه شي کولای."

په بیان کې راغلي چې عمران خان د هندي وزیراعظم نرېندرا "مودي ژبه" ویلې ده. اسلام اباد هند په سیمه کې خپل تر ټولو لوی سیال بولي او په تېرو څه د پاسه اووه لسیزو کې د دواړو هېوادونو ترمینځ یوشمېر جګړې او نښتې هم شوې دي.

عمران خان د شریف او زرداري د بیانونو په غبرګون څه نه دي ویلي خو پر ټولنیزو شبکو یې د ګوند سیاستوالانو او پلویانو دفاع کړې ده.

د تحریک انصاف یو مخکښ سیاستوال او د اطلاعاتو او خپرونو چارو پخواني وزیر فواد چودري پر هغو خبریالانو انتقاد کړی دی چې د عمران خان د څرګندونو پرضد یې خبرې کړې دي.

نوموړي د جون لومړې نېټې پر ماخوستن پر ټوېټر په بیان کې ویلي دي چې عمران خان د هغو "خطرونو یادونه کړې ده چې د اقتصادي تباهۍ په صورت کې به ورسره پاکستان مخامخېږي."

خو خبریال او شنونکي افتخار احمد د جون پر دویمه مشال راډیو ته وویل چې داسې ښکاري چې عمران خان غیرقانوني کارونو ته لاس اچوي. "زه حیران یم چې دی څه لوبه کوي؟ [عمران خان] یې د ووټ له لارې [له دندې] ګوښه کړ. ستا خلاف نه څه سازش شوی، نه انقلاب راغلی او نه پوځي کودتا شوې. هر څه چې وشول په پارلېمان کې دننه وشول او ټولې نړۍ ولیدل. اوس چې [خان] څه کوي، د پوځ هم خلاف دي او زه په افسوس وایم چې دی اوس له ځان سره زیاتی کوي او له هېواد سره هم."

په عین وخت کې پر ټولنیزو شبکو دا بحث هم روان دی چې که د پاکستان د وېش خبره یو پښتون یا بلوڅ سیاستوال کړې وه نو تر اوسه به ورباندې د غدارۍ مقدمه هم دایره شوې وه خو عمران خان ته څه نه ویل کېږي.

خبریال افتخار احمد مني چې همداسې به شوي ول. "ما په خپله خپرونه کې هم وویل چې که داسې خبرې کوم پښتون، بلوڅ یا سیندي کړې وای نو تر اوسه به ګرفتاره شوی یا ورک شوی وو."

نوموړی زیاتوي چې دا اوس په پاکستانیو ادارو منحصره ده چې څه ډول دریځ خپلوي.

د پاکستان تحریک انصاف یوشمېر پلویانو پر ټوېټر د عمران خان د څرګندونو دفاع کړې ده.

یوه خبریال احتشام الحق د جون پر دویمه نېټه پر ټوېټر په بیان کې لیکلي دي چې هغه خلک چې پر عمران خان انتقاد کوي باید له یوه اقتصاد پوه سره کښېني او ورڅخه سپیناوی او تفصیل وغواړي.

ده زیاته کړې چې ټول اقتصاد پوهان همدا نظر لري که د هېواد اقتصاد پر سم لوري روان نه شو، نو پاکستان له زښت لوی بحران سره مخامخېدای شي.

XS
SM
MD
LG