د لاسرسي ځای

تازه خبر

تحریک انصاف ګوند د حکومت ضد احتجاجي جلسو نېټې اعلان کړي


تحریک انصاف ګوند د اپرېل پر ۱۰مه نیمه شپه د عمران خان تر ګوښه کېدو وروسته احتجاجونو ته دوام ورکړی دی.
تحریک انصاف ګوند د اپرېل پر ۱۰مه نیمه شپه د عمران خان تر ګوښه کېدو وروسته احتجاجونو ته دوام ورکړی دی.

د پاکستان د پخواني وزیراعظم عمران خان تحریک انصاف ګوند د حکومت پرضد د احتجاجي جلسو نېټې اعلان کړې دي.

هغه ګوند د مې پر څلورمه پر ټوېټر په بیان کې ویلي چې د مې له شپږمې څخه تر ۲۰مې پورې د هېواد په بېلابېلو ښارونو کې جلسې کوي.

عمران خان د اپرېل پر ۱۰مه نیمه شپه په قامي اسمبلۍ کې د عدم اعتماد تحریک له بریالي کېدو سره له واکه ګوښه شو او حکومت یې ړنګ شو. تر دې یوه ورځ وروسته د مسلم لیګ (ن) مخکښ مشر شهباز شریف وزیراعظم منتخب شو او اېتلافي حکومت یې جوړ کړ.

عمران خان له واکه له لیرې کېدو راهیسې مظاهرو ته دوام ورکړی دی او دریځ لري چې حکومت یې د "بهرني سازش" په نتیجه کې ړنګ شو. نوموړي امریکا په دې بهیر کې په ککړتیا تورنه کړې خو واشنګټن یې دا تور په بیا بیا رد کړی دی.

همداراز، د تحریک انصاف په مشرۍ د اېتلافي حکومت پر ضد مخالفه ګوندونو په مارچ کې د عمران خان پرضد د عدم اعتماد تحریک دایرولو پر وخت ویلي ول چې هغه د اقتصاد سمولو په ګډون په یوشمېر چارو کې پاتې راغلی، نو ځکه یې له واکه ګوښه کوي.

تحریک انصاف ګوند وايي، د اوسني حکومت پرضد احتجاجونو ته دوام ورکوي چې د انتخاباتو اعلان ته یې مجبور کړي.

ګوند ویلي چې د مې په میاشت کې په میاوالۍ، اېبټ اباد، راولپېنډۍ، جهلم، کرک، اټک، مردان، سیالکوټ، فیصل اباد، صوابۍ، کواټ، لاهور، چکوال او ملتان کې جلسې کوي.

عمران خان د مې پر څلورمه پر ټوېټر په ویډیويي بیان کې ویلي دي چې د حکومت ضد احتجاجي بهیر له میاوالۍ پیلوي او لومړۍ جلسه د مې پر شپږمه نېټه کوي.

تر دې مخکې د اپرېل پر ۳۰مه نوموړي اعلان کړی وو چې د مې په پای کې د انتخاباتو د غوښتنې لپاره د اسلام اباد پر لوري لاریون کوي.

خو د پاکستان اوسني حکومت ویلي دي چې د انتخاباتو کولو پرېکړه خپله کوي او همداراز یې ټینګار کړی دی چې انتخابات به په ۲۰۲۳ز کال کې پر ټاکلي وخت کوي.

XS
SM
MD
LG