پاکستان وايي طالبانو په تورخم او تیرا کې د دوی تاسیسات په نخښه کړي دي

د کورمې قبایلي ضلعې په توره وړۍ کې پاکستاني ټانکونه ډیورنډ کرښې ته څېرمه پوځي تمرینونه کوي - د ارشیف انځور

پاکستان وايي په افغانستان کې د طالبانو د حکومت سرتېرو په تورخم او تیرا کې د دوی پر تاسیساتو بریدونه کړي خو امنیتي ځواکونو یې ورته پر وخت ځواب ویلی دی.

د پاکستان د وزیراعظم ویاند مشرف زيدي د فبرورۍ پر ۲۴مه پر اېکس (پخواني ټوېټر) لیکلي دي چې پاکستان به د خپلو وګړو او ځمکنۍ بشپړتیا ساتنې ته دوام ورکوي او که له افغانستانه دا ډول نور بریدونه ورباندې شول نو ورته به"سمدستي او سخت" ځواب وویل شي.

پاکستان دا نه دي ویلي چې د افغانستان له غاړې په ترسره شویو دغو بریدونو کې ورته څومره مرګژوبله اوښتې ده. خو بل پلو، په افغانستان کې د طالبانو د حکومت یوې سرچینې، د فبرورۍ پر ۲۴مه ناوخته د خپل نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته تایید کړه چې د ننګرهار ولایت د نازیانو ولسوالۍ په شاه کوټ سیمه کې د دوی د پوله ساتو ځواکونو او پاکستانو پوځیانو ترمينځ نښته شوې ده.

سرچینې زیاته کړه چې نښته پاکستاني غاړې پیل کړه او د طالبانو ځواکونو ځوابي ډزې وکړې. د سرچینې په وینا نښته پای ته رسېدلې او مرګژوبله نه لري.

د طالبانو او پاکستانيو ځواکونو ترمينځ دا لنډ مهاله نښته تر هغه وروسته کېږي چې د پاکستان جنګي الوتکو د فبرورۍ پر ۲۱مه او ۲۲مه شپې مهال د افغانستان پر ننګرهار او پکتيکا بمبارۍ کړې وې. دې حملو د ننګرهار په بهسودو ولسوالۍ کې د یوې کورنۍ د ۱۸ غړو په ګډون لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله واوړله.

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي د فبرورۍ پر ۲۴مه ملګرو ملتونو ته د پاکستانيو بريدونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه. په افغانستان کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت پر خپله ووبپاڼه په خپاره کړي بیان کې ليکلي ول چې امیر خان متقي د ملګرو ملتونو د سر منشي مرستیالې روزمېري ډېکارلو ته په ټېلېفوني خبرو کې ویلي دي چې د پاکستان په هوايي حملو کې یوازې ملکي وګړي په نخښه شوي، په افغانستان کې هېڅ یوه وسلواله ډله نه شته او بهرني سفارتکاران کولای شي د پاکستان د حملو له سیمو څخه لیدنه وکړي.

خبرپاڼې زياته کړې وه چې مېرمن ډېکارلو متقي ته باور ورکړ چې هغه به د نوموړي اندېښنه د ملګرو ملتونو له غړيو هېوادونو سره شريکوي.

پر همهغه ورځ، د بخښنې نړیوال سازمان (ایمنسټي انټرنېشنل) وويل چې د پاکستان لخوا د افغانستان په ننګرهار ولایت کې پر شويو هوايي بریدونو "ژوره اندېښنه" لري.

ادارې د فبرورۍ پر ۲۴مه پر اېکس پاڼه په خپاره کړي بیان کې وویل چې د فبرورۍ پر ۲۱مه او ۲۲مه په ننګرهار کې د حملو په نتیجه کې ولسي وګړو ته د زیان رسېدو د رپورټونو باید "بشپړې، خپلواکه او بې طرفه" پلټنې وشي.

تر هغه يوه ورځ وړاندې، د فبرورۍ پر ۲۳مه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندويه ماموریت (يوناما) ويلي وو چې په ننګرهار کې د پاکستان په وروستیو بمباریو کې ۱۳ ولسي وګړي وژل شوي ول.

یوناما پر ټولو خواوو غږ کړی وو چې د ولسي وګړو د خوندیتوب او نورو زیانونو د مخنيوي لپاره دې له دښمنۍ لاس واخلي.

بلخوا په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ شارژدافېیر (ناظم الامور) نصیر احمد فایق د فبرورۍ پر ۲۲مه پر اېکس پاڼه په خپاره کړي بیان کې ویلي وو چې دا ډول "کړنې د ملګرو ملتونو د منشور د اصولو، په ځانګړي ډول د ځمکنۍ بشپړتیا د درناوي د اصل او همدارنګه د نړیوال بشري حقونو د منل شویو اصولو ښکاره سرغړونه بلل" کېږي.

د پاکستان حکومت وايي چې پر افغانستان د هغوی تازه بمبارۍ په اسلام اباد کې پر امام باړې او په باجوړ او بنو کې د وروستیو بریدونو په ځواب کې شوې دي.

د پاکستان حکومت په تېرو څلورو کلونو کې په بیا بیا پر طالبانو تور پورې کړی دی چې هلته یې اسلام اباد مخالفه وسلوالو ته پټنځایونه ورکړي دي چې په پاکستان کې حملې کوي.

د طالبانو حکومت په وار وار ويلي چې د افغانستان خاوره د پاکستان په ګډون د هېڅ یوه ګانډي هیواد پر ضد استعمالېدو ته نه پرېږدي.

خپله ټي ټي پي هم وايي چې وسلوال یې په پاکستان کې دي او په بل هېواد کې پټنځایونو ته اړتیا نه لري.