د لاسرسي ځای

تازه خبر

ولسمشر اردوغان: د كابل او اسلام اباد د اوربند ټينګښت لپاره مرستې ته تیار یو


د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره. (انځور: ارشیف)
د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره. (انځور: ارشیف)

د ترکیې ولسمشر ر جب طیب اردوغان وايي د پاکستان او افغانستان تر مینځ د اوربند د ټينګښت په برخه کې هر ډول مرستې ته تیار دی.

ولسمشر اردوغان دا څرګندونې د ډېسېمبر پر ۱۲مه د ترکمنستان په پلازمېنه عشق‌ اباد کې د "سولې او باور نړیوال فورم" په نوم د غونډې په څنډه کې د پاکستان له وزیراعظم شهباز شریف سره په لیدنه کې کړې دي.

اردوغان وویل چې انقره له اسلام‌اباد سره د "ښو اړیکو" د پیاوړتیا لپاره کار کوي.

د ترکیې د اطلاعاتو وزارت په يو بيان کې ویلي چې هغه هیواد به هڅه وکړي چې د انرژۍ، سوداګرۍ او پانګونې په برخو کې د دواړو هېوادونو ترمینځ همکاري نوره هم پراخه کړي.

نوموړي د پاکستان او افغانستان د اوربند هرکلی وکړ او زیاته یې کړه چې ترکیه د هغه میکانیزم ملاتړ کولو ته چمتو ده چې د شخړې د مخنیوي لپاره رامنځته شوی دی.

د پاکستان او په افغانستان کې د طالبانو د حکومت ترمينځ اړیکې تر هغه وروسته ډېرې خرابې شوې چې د اکتوبر پر نهمه ماخوستن مهال پاکستان پر کابل او پکتيکا هوايي بريدونه وکړل.

تر هغه وروسته لومړی د اکتوبر پر ۱۱مه او ۱۲مه او وروسته د اکتوبر پر ۱۴مه او ۱۵مه د پاکستانيو سرتېرو او په افغانستان کې د طالبانو د حکومتي ځواکونو ترمينځ جګړې وشوې چې دواړو خواوو ته يې مرګژوبله واړوله.

د اکتوبر پر ۱۵مه ماښام شپږ بجې د افغان طالبانو حکومت او پاکستان ترمينځ ۴۸ ساعته اوربند وشو.

وروسته د دواړو لوريو ترمينځ يو ځل په قطر او دوه ځلې په ترکيه کې د سولې او اوربند په اړه خبرې وشوې، خو لا هم کومه دایمي پرېکړه يا موافقتنامه نه ده شوې.

په عشق اباد کې دا غونډه د ترکمنستان د دایمي بېطرفۍ د ۳۰مې کلیزې، او د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ له لوري د ۲۰۲۵ز کال د "سولې او باور د نړیوال کال" د نومولو په مناسبت جوړه شوې ده.

XS
SM
MD
LG