د لاسرسي ځای

تازه خبر

د طالبانو حکومت د پاکستان د بریدونو د "مناسب او حساب شوي ځواب" ورکولو خبرداری ورکړی دی

د طالبانو حکومتي سرتېري او ځايي خلک په بهسودو کې د پاکستان تر بمبارۍ وروسته تر خاورو لاندې د بندو کسانو د ژغورلو عملیات کوي - د فبرورۍ ۲۲مې انځور.
د طالبانو حکومتي سرتېري او ځايي خلک په بهسودو کې د پاکستان تر بمبارۍ وروسته تر خاورو لاندې د بندو کسانو د ژغورلو عملیات کوي - د فبرورۍ ۲۲مې انځور.

لنډیز

  • د طالبانو حکومت وايي د پاکستان له خوا په پکتیکا او ننګرهار ولایت کې په بمباریو کې "لسګونه بېگناه ملکي" کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
  • د ننګرهار د بهسودو ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، په بمبارۍ کې د یو کور ۱۸ تنه وژل شوي دي.
  • طالب چارواکي او ځايي خلک وايي په پکتیکا کې بریدونو یوازې مالي زیان اړولی دی.
  • د طالبانو د دفاع وزارت د "مناسب او حساب شوي ځواب" ورکولو ګواښ کړی دی.
  • د پاکستان حکومت وايي، بمباري یې په اسلام اباد، باجوړ او بنو کې د وروستیو خونړیو حملو په ځواب کې کړې او پکې یې د تحریک طالبان پاکستان او اسلامي دولت (داعش) د خراسان څانګې مرکزونه په نخښه کړي دي.

د طالبانو حکومت پر ننګرهار او پکتیکا د پاکستاني پوځ بریدونه "په کلکو ټکو" غندلی او د "مناسب او حساب شوي ځواب" خبرداری یې ورکړی دی.

د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت د فبرورۍ پر ۲۲مه پر ووبپاڼه په بیان کې ویلي دي چې "پاکستاني پوځي رژیم" د فبرورۍ پر ۲۱مه او ۲۲مه شپې مهال د ننگرهار او پکتیکا ولایتونو د "یوې دیني مدرسې او ګڼو ملکي کورونو" په ګډون په "څو ملکي سیمو" بمبارۍ کړې دي چې پکې "د ښځو او ماشومانو په ګډون لسګونه بېگناه ملکي" وګړو ته مرګژوبله اوښتې ده.

وزارت ویلي دي چې دا کار د افغانستان د "ملي حریم ښکاره نقض" او "د نړیوالو قوانینو، د ګاونډیتوب اصولو او اسلامي ارزښتونو ښکاره سرغړونه" ده.

د طالبانو د دفاع وزارت دا بیان تر هغې څو ساعته وروسته ورکړ چې د پاکستان حکومت وویل، په افغانستان کې یې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) او د اسلامي دولت (داعش) د خراسان څانګې مرکزونه په نخښه کړي دي.

افغانستان کې د پاکستان په بمبارۍ کې د يوې کورنۍ ۱۸ غړي وژل شوي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:18 0:00

د طالبانو حکومت په بریدونو کې د مرګژوبلې کره شمېر نه دی ورکړی خو په ننګرهار کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ چارواکو ځايي رسنیو ته ویلي ول چې د فبرورۍ پر ۲۱مه شپې ناوخته په بهسودو او غني خېلو ولسوالیو کې بمباریو ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.

هغوی ویلي چې په بهسودو کې د یو ملکي وګړي، شهاب الدین، په کور کې ۲۳ تنه تر بمبارۍ وروسته تر خاورو لاندې شوي ول چې ورڅخه یې پینځه تنه ژغورلي دي.

هغوی البته په غني خېلو کې د مرګژوبلې په اړه څه نه ول ویلي.

داراز، د ننګرهار د بهسودو ولسوالۍ اوسېدونکو د فرانسې خبري اژانس ته ویلي دي چې په بمبارۍ کې د یو کور ۱۸ تنه وژل شوي او پینځه ژوبل دي.

د هغې کورنۍ یو غړي نزاکت د فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې وژل شوي او څلور ژوبل کسان یې د کورنۍ غړي دي او یوه ژوبله ښځه ورکره مېلمنه وه.

اژانس وايي، د بهسودو په ګردي کڅ کې خلکو د فبرورۍ پر ۲۲مه د وژل شویو جنازې وکړې او خاورو ته یې وسپارل.

په پکتیکا کې د طالبانو یوې حکومتي سرچینې، چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې شپې ناوخته د برمل په مرغه سیمه کې پر "یوې دیني مدرسې" او د فبرورۍ پر ۲۲مه شپې شاوخوا دوه بجې په اورګون کې پر یوه زاړه کور بمباري شوې چې پکې چا ته مرګژوبله نه ده اوښتې.

اخوا د برمل یو اوسېدونکي چوپان مشال راډيو ته وویل چې بې پیلوټه الوتکو د نوې اډې او مرغې بازار پر دوو دیني مدرسو بمباري کړې چې یوازې یې مالي زیان اړولی دی.

د پاکستان دریځ

د پاکستان حکومت وايي چې تازه بمبارۍ یې په اسلام اباد کې پر امام باړې او په باجوړ او بنو کې د وروستیو بریدونو په ځواب کې کړې دي.

د پاکستان د اطلاعاتي او خپرونو چارو وزارت د فبرورۍ پر ۲۱مه شپې مهال په بیان کې لیکلي چې اسلام اباد "کره شواهد لري" چې "هغه ترهګر بریدونه خوارجو" په افغانستان کې د "خپلو مشرانو او مرستیالانو په امر" کړي ول.

اسلام اباد وايي د هغو حملو ذمه واري "له فتنه الخوارج" سره تړلیو "پاکستانیو طالبانو او د اسلامي دولت (داعش) ډلې خراسان څانګې" منلې وه.

وزارت وايي، همدا لامل دی چې "د غچ اخیستو" په پار یې "په غبرګون" کې په افغانستان کې "د استخباراتي معلوماتو پر اساس" د "پاکستانیو طالبانو" او د داعش "خراسان څانګې" پر "اووه ترهګرو کیمپونو او پټنځایونو" حملې کړې دي.

اسلام اباد د "فتنه خوارج" اصطلاح د ټي ټي پي، حافظ ګل بهادر او نورو حکومت مخالفه وسلوالو ډلو لپاره کاروي.

د پاکستان حکومت په تېرو څلورو کلونو کې په بیا بیا پر طالبانو تور پورې کړی دی چې هلته یې اسلام اباد مخالفه وسلوالو ته پټنځایونه ورکړي دي چې په پاکستان کې حملې کوي.

د فبرورۍ پر ۱۹مه هم د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت په بیان کې ویلي ول چې د طالبانو حکومت ته یې په "واضحو ټکو" ويلي دي چې که پاکستان د خپلې خاورې، سرتېرو او ولسي وګړو د خونديتوب په خاطر هر ځای د "فتنة الخوارج" وسلوال وموندل، نو د ختمولو لپاره یې د ځوابي اقدام حق لري.

د طالبانو حکومت د پاکستان د هغه بیان په اړه څه نه ول ويلي خو مخکې یې تل د اسلام اباد دا ډول تورونه رد کړي او زياته کړې يې ده چې د ټي ټي پي او نورو ډلو وسلوال په افغانستان کې نه بلکې په پاکستان کې دننه فعالیت کوي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د ۲۰۲۵ز کال د ډېسېمبر پر درېیمه په کابل کې یوې غونډې ته ویلي، له پاکستان سره ښه اړیکي غواړي خو په وینا یې، اسلام اباد "داسې غوښتنې" لري چې پوره کول یې ممکن نه دي.

د طالبانو حکومت په وار وار ويلي چې د افغانستان خاوره د پاکستان په ګډون د هېڅ یوه ګانډي هیواد پر ضد استعمالېدو ته نه پرېږدي.

خپله ټي ټي پي هم وايي چې وسلوال یې په پاکستان کې دي او په بل هېواد کې پټنځایونو ته اړتیا نه لري.

په بهسودو کې خلک د پاکستان په بمبارۍ کې د وژل شویو قبرونه کیندي.
په بهسودو کې خلک د پاکستان په بمبارۍ کې د وژل شویو قبرونه کیندي.

غبرګونونه

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازولی د پاکستان د بریدونو "کلکه غندنه" کړې ده.

د استازولی شارژدافېیر (ناظم الامور) نصیر احمد فایق د فبرورۍ پر ۲۲مه پر اېکس په بیان کې ویلي دي چې دا ډول "کړنې د ملګرو ملتونو د منشور د اصولو، په ځانګړي ډول د ځمکنۍ بشپړتیا د درناوي د اصل او همدارنګه د نړیوال بشري حقونو د منل شویو اصولو ښکاره سرغړونه بلل" کېږي.

په بیان کې راغلي چې استازولي د روژې په میاشت کې، چې د "تامل، زغم او خواخوږۍ وخت دی" د هغو "بریدونو سمدستي درولو غوښتنه" کوي.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي هم پر اېکس په بیان کې بریدونه غندلي دي او د هېواد د "حاکمیت ښکاره نقض" یې بللي دي.

اخوا د افغانستان د پخواني جمهوري نظام اجراییه رییس عبدالله عبدالله پر اېکس په بیان کې حملې غندلي او د "ژورې اندېښنې" وړ یې بللې دي.

د پاکستان او طالبانو پخوانۍ نښتې او بریدونه

د پاکستان او په افغانستان کې د طالبانو د حکومت ترمينځ اړیکې تر هغه وروسته ډېرې خرابې شوې چې د ۲۰۲۵ز کال د اکتوبر پر نهمه ماخوستن مهال پاکستان پر کابل او پکتيکا هوايي بريدونه وکړل.

تر هغه وروسته لومړی د اکتوبر پر ۱۱مه او ۱۲مه او وروسته د اکتوبر پر ۱۴مه او ۱۵مه د پاکستانيو سرتېرو او په افغانستان کې د طالبانو د حکومتي ځواکونو ترمينځ جګړې وشوې چې دواړو خواوو ته يې مرګژوبله واړوله.

د اکتوبر پر ۱۵مه ماښام شپږ بجې د افغان طالبانو حکومت او پاکستان ترمينځ ۴۸ ساعته اوربند وشو.

وروسته د دواړو لوريو ترمينځ يو ځل په قطر او دوه ځلې په ترکيه کې د سولې او اوربند په اړه خبرې وشوې، خو لا هم کومه دایمي پرېکړه يا موافقه نه ده شوې.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) د روان کال د فبرورۍ پر اتمه په بیان کې وویل چې د ۲۰۲۵ کال له اکتوبره تر ډېسېمبر پورې د پاکستان په حملو او له طالبانو سره په نښتو کې ۷۰ افغان ولسي وګړي وژل شوي او ۴۷۸ ژوبل شوي دي.

د هغو نښتو او تاوتریخوالي له وجې د دواړو هېوادونو ترمینځ ټولې لارې د سوداګرۍ او خلکو تګ راتګ پر مخ هم تړل شوې دی.

په پاکستان کې د قبایلي ضلعو ولسي مشرانو، سوداګرو، ټرانسپورټرانو او سیاستوالانو په بیا بیا د لارو بیاپرانیستو او تجارت بحالۍ غوښتې هم کړې دي. د پاکستان حکومت د تورخم او چمن پر لارو یوازې افغان کډوالو ته هېواد ته د ستنېدو اجازه ورکوي.

XS
SM
MD
LG