د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر پښتونخوا حکومت له افغانستان سره د تجارتي لارو خلاصولو په اړه مرکزي حکومت ته لیک استولی دی

په تورخم کې په مالونو بار ګاډي ولاړ دي - انځور له ارشیفه
په تورخم کې په مالونو بار ګاډي ولاړ دي - انځور له ارشیفه

د خیبر پښتونخوا حکومت د افغانستان او پاکستان ترمینځ د لارو د تړل کېدو له امله د اوښتي زيان او د هغو لارو د خلاصولو په اړه مرکزي حکومت ته لیک استولی دی.

د خیبر پښتونخوا د اعلاوزیر د مالي چارو سلاکار مزمل اسلم د پاکستان د مرکزي حکومت د تجارت وزیر جام کمال ته د جنورۍ پر ۲۹مه په استولي لیک کې پر دې معامله د یوې بیړنۍ غونډې د وربللو غوښتنه کړې ده.

په لیک کې راغلي دي چې له افغانستان سره د تجارتي لارو پرله پسې بندېدو د خیبر پښتونخوا پر اقتصاد منفي اغېز کړی او صوبه یې له لوی تاوان سره مخامخ کړې ده.

نوموړي د جنورۍ پر ۳۰مه پر ایکس پاڼه د ډان ورځپاڼې هغه خبر شریک کړی دی په کوم کې چې د هغه د دې لیک په اړه تفصیل ورکړل شوی دی.

د پاکستان مرکزي حکومت تر دې مهاله د خیبر پښتونخوا د حکومت لیک ته ځواب نه دی ویلی.

د افغانستان او پاکستان ترمینځ د تجارت او تګ راتګ لارې د ۲۰۲۵ز کال له اکتوبره تړلې شوې دي.

د ۲۰۲۵ز کال په اکتوبر کې د پاکستان او په افغانستان کې د طالبانو د حکومتي سرتېرو ترمينځ په نښتو کې دواړو غاړو ته مرګژوبله اوښتې وه.

تر نښتو وروسته د همهغې مياشتې له ۱۲مې نېټې راهيسې د تورخم او چمن په ګډون د دواړو هېوادونو ترمينځ يوشمېر نورې لارې د تجارت او د ولسي وګړو د تګ راتګ پرمخ وتړل شوې.

له هغه وخت راهیسې د دواړو هېوادونو حکومتي چارواکو څو ځلې مذاکرات وکړل چې نتیجه یې ور نه کړه.

په عین حال کې د خیبر پښتونخوا سوداګرو هم په وار وار ویلي دي چې د افغانستان او پاکستان ترمینځ د تجارتي لارو بندېدو د هغوی روزګار ورخراب کړی دی.

د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ ګډې خونې مرستیال ضیاالحق سرحدي او د خیبر پښتونخوا د سوداګرو ټولنې استازي منظور الهي د جنورۍ پر ۱۱مه په ګډ بیان کې ویلي ول چې د لارو تړل کېدو افغانستان ته برامداتو (صادراتو)، دوه اړخیزه سوداګرۍ، د ټرانسپورټ کاروبار او حکومتي محصولاتو ته پر ملکي سطح بالعموم او په خاصه توګه خیبر پښتونخوا ته زښت زیان رسولی دی.

د دوی په وینا له څه باندې درو میاشتو راهیسې د لارو تړل کېدو خیبر پښتونخوا ته د صادراتو په برخه کې د شاوخوا دوه نیم اربه (مېلیارده) او داراز د محصولاتو په ترڅ کې هم جلا دوه نیم اربه روپۍ تاوان رسولی دی.

سرحدي او الهي زیاته کړې چې پر لاره د مالونو ایسارېدو له وجې کاروباریانو ته هره ورځ د څلور مېلیونه امریکايي ډالرو تاوان رسي.

په تېرو میاشتو کې د خیبر پښتونخوا او افغانستان سوداګرانو او ټرانسپورټرانو په بیا بیا د لارو پرانیستو او بې له خنډه د تجارت د دوام غوښتنې او د دې لپاره یې وخت په وخت احتجاجونه کړي دي خو د پاکستان او طالبانو حکومتونو ورته مثبت ځواب نه دی ویلی.

د طالبانو حکومت وايي، له پاکستان سره سوداګري او د خلکو تګ راتګ تر هغې وروسته بحالوي چې اسلام اباد دا تضمین ورکړي چې په هېڅ ډول حالاتو او شرایطو کې به بیا لارې نه بندوي او له دې به د سیاسي فشار د وسیلې په توګه کار نه اخلي.

پاکستان بیا وايي چې تر هغو چې د طالبانو حکومت یې خاورې ته "د ترهګرو د داخلېدو مخنیوي پوخ ډاډ نه وي ورکړی" لارې بندې ساتي.

د طالبانو حکومت په بیا بیا ویلي چې اسلام اباد ته یې ډاډ ورکړی چې هېچا ته د افغانستان خاوره د بل هېواد پرضد کارېدو ته نه پرېږدي.

د طالبانو حکومت داراز ادعا کوي چې وسلوالو ته یې پټنځایونه نه دي ورکړي او زیاتوي چې ناامني د پاکستان داخلي مسله ده چې باید یې خپله هواره کړي.

XS
SM
MD
LG