د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان د پوځ مشر وايي د طالبانو حکومت دې د "پاکستان" او "خوارجو" ترمینځ د یوه انتخاب وکړي

تازه شو

عاصم منیر په راولپنډۍ کې د پاکستان د مځکني، بحري او هوايي ځواکونو د یو شریک مرکز پرانېستغونډې ته وینا کړې ده. انځور له ارشیفه.
عاصم منیر په راولپنډۍ کې د پاکستان د مځکني، بحري او هوايي ځواکونو د یو شریک مرکز پرانېستغونډې ته وینا کړې ده. انځور له ارشیفه.

د پاکستاني پوځ مشر خبرداری ورکړی چې پر افغانستان واکمن طالبان دې له پاکستان او تحریک طالبان پاکستان ترمینځ د یوه انتخاب وکړي.

د پاکستان سرکاري ټېلېوېژن (پي ټي وي) پر خپله رسمي اېکس پاڼه (پخواني ټوېټر) ليکلي دي چې فیلډ مارشل عاصم منیر دا څرګندونې د ډېسېمبر پر اتمه په راولپېنډۍ کې د پاکستان د مځکني، بحري او هوايي ځواکونو د یو شریک مرکز پرانېستغونډې ته کړې دي.

نوموړي ویل، "موږ په افغانستان کې د طالبانو رژیم ته څرګند پېغام ورکوو چې له دوی سره په پاکستان او "خوارجو" کې د یوه له خوښولو پرته بله لاره نه شته."

د پاکستان پوځ او حکومت د خوارج ټکی تحریک طالبان پاکستان ته کاروي او تور پورې کوي چې دا وسلوال په افغانستان کې پټ دي او له هغه ځایه په پاکستان کې بریدونه کوي.

په افغانستان کې د واکمنو طالبانو حکومت لا تر اوسه د عاصم منیر د تازه څرګندونو ځواب نه دی ویلی.

اسلام اباد تور پورې کوي چې د ټي ټي پي مشران او جنګیالي په افغانستان کې مېشت دي او له کرښې هغې غاړې په پاکستان کې دننه حملې کوي.

خو افغان طالبانو تل دا تورونه رد کړي او دعوه کوي چې ټي ټي پي هلته نه شته او دا چې ترهګري د پاکستان داخلي مسله ده. په دې وروستیو کې په دې اړه د دواړو هېوادونو ترمینځ په وار وار ښکاره او پردې شا ته خبرې هم شوې دي.

د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف هم د روان ۲۰۲۵ز کال د سېپټېمبر پر ۱۳مه پر افغانستان واکمنو طالبانو غږ کړی وو چې د ټي ټي پي او پاکستان ترمینځ دې د يوه انتخاب وکړي.

د پاکستان او افغانستان ترمینځ په اکتوبر میاشت کې د نخښتې وجه هم دا وه چې پاکستان ویلي وو، په افغانستان کې مېشت د تحریک طالبان پاکستان وسلوال پرې غلچکي بریدونه کوي او د طالبانو حکومت یې مخنیوی نه کوي. خو په افغانستان کې د طالبانو لوړ پوړو حکومتي چارواکو وخت په وخت ویلي دي چې د افغانستان ځمکه د پاکستان په ګډون د هېڅ یوه هېواد پر ضد کارېدو ته نه برېږدي.

د اکتوبر پر ۱۱مه ماخوستن مهال د پاکستانيو ځواکونو او په افغانستان کې د طالبانو ځواکونو د دواړو هېوادونو ترمينځ ډيورنډ کرښې ته نېږدې د تاوتریخوالي په یوه څپه کې لږترلږه په پينځو ځایونو کې سخته جګړه وکړه.

تر هغې وړاندې د اکتوبر پر نهمه په افغانستان کې طالب چارواکو ویلي وو چې پاکستان په کابل کې د ډرون او پکتیکا کې د جیټ الوتکو بریدونه کړي دي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د ډېسېمبر پر درېیمه په کابل کې یوې غونډې ته په وینا کې وویل، له پاکستان سره ښه اړیکي غواړي خو په وینا یې، اسلام اباد "داسې غوښتنې" لري چې پوره کول یې ممکن نه دي.

که څه هم د پاکستان او په افغانستان کې د طالبانو د حکومت ترمینځ د درېمګړو هېوادونو په هڅو اوربند شوی دی خو د دواړو خواوو اړیکې لاهم ترینګلې دي.

XS
SM
MD
LG