د شمالي وزیرستان سوداګر وايي، له افغانستان سره د تجارت درېدو "سخت متاثره" کړي دي.
د شمالي وزیرستان د دوکاندارانو د اتحادیې مشر ثناالله د فبرورۍ پر ۱۹مه مشال راډیو ته وویل، د سوداګرۍ ځنډېدل یوازې د کاروباریانو نه بلکې د ملک په تاوان دي.
د هغې ضلعې سوداګرو تر دې مخکې په جنورۍ کې هم مشال راډیو ته ویلي ول چې په اکتوبر کې له افغانستان سره د سوداګرۍ له درېدو راهیسې د میرامشا په منډیۍ کې کاروبار په ټپه درېدلی دی او هلته دوکانداران او مزدوران بېروزګاره شوي دي.
د ۲۰۲۵ز کال په اکتوبر کې د ډېورنډ کرښې په اوږدو کې د طالبانو او پاکستانيو ځواکونو ترمينځ تر نښتو وروسته د پاکستان حکومت له افغانستان سره خپلې ټولې لارې وتړلې.
د طالبانو حکومت هم په غبرګون کې اعلان کړی وو چې له پاکستان سره به تجارتي لارې تر هغه وروسته خلاصېږي چې اسلام اباد دا تضمین ورکړي چې په هېڅ ډول حالاتو او شرایطو کې به بیا لارې نه بندوي او له دې به د سیاسي فشار د وسیلې په توګه کار نه اخلي.
د ډېورنډ کرښې دواړو خواوو ته پراته ولسونه اندېښنه لري چې وار له مخه دوه اړخیزې سوداګرۍ ته ډېر تاوان رسېدلی دی او که لارې همداسې بندې پاتې وي، نو کاروباریانو ته به ډېر مالي زيانونه ورسېږي.
د دې ترڅنګ د پاکستان او افغانستان ټرانسپورټرانو او سوداګرو د لارو د خلاصېدو لپاره وخت په وخت احتجاجونه هم کړي دي.