متقي ملګرو ملتونو ته د پاکستانيو بريدونو شکايت کړی دی

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي په سیاسي برخه کې د ملګرو ملتونو د سر منشي له مرستیالې روزمېري ډیکارلو سره په کابل کې د ليدنې پر مهال - پخوانی انځور

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي په سیاسي برخه کې د ملګرو ملتونو د سر منشي له مرستیالې روزمېري ډېکارلو سره پر افغانستان د پاکستان د وروستیو حملو په اړه خبرې کړې دي.

په افغانستان کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د فبرورۍ پر ۲۴مه په خپاره کړي بيان کې ویلي دي چې متقي په دې ټېلېفوني خبرو کې پر افغانستان د پاکستان د تازه حملو او د ملکي وګړو د مرګژوبلې په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

په بیان کې د متقي له قوله راغلي دي چې په تېرو څلورو کلونو کې د پاکستان په هوايي حملو کې یوازې ملکي وګړي په نخښه شوي دي. د بیان له مخې متقي همداراز ویلي دي چې په افغانستان کې هېڅ یوه وسلواله ډله نه شته او بهرني سفارتکاران کولای شي د پاکستان د حملو له سیمو څخه لیدنه وکړي.

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت په بیان کې د مېرمن ډيکارلو له قوله ويل شوي دي چې نوموړې د ملکي افغانانو د مرګژوبلې له کبله اندېښنه ښوولې او ویلې یې دي چې د پاکستان د هوايي حملو مسله به د ملګرو ملتونو غړو هېوادونو ته وریاده کړي.

د دې ټېلېفوني خبرو په اړه ملګرو ملتونو تراوسه څه نه دي ویلي.

تر دې يوه ورځ وړاندې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندويه ماموریت (يوناما) ويلي ول چې په ننګرهار کې د پاکستان په وروستیو بمباریو کې ۱۳ ولسي وګړي وژل شوي ول.

یوناما پر ټولو خواوو غږ کړی وو چې د ولسي وګړو د خوندیتوب او نورو زیانونو د مخنيوي لپاره دې له دښمنۍ لاس واخلي.

د پاکستان جنګي الوتکو د فبرورۍ پر ۲۱مه او ۲۲مه شپې مهال د افغانستان پر ننګرهار او پکتيکا بمبارۍ کړې وې.

تر هغه وړاندې، د طالبانو حکومت دفاع وزارت د فبرورۍ پر ۲۲مه پر ووبپاڼه په بیان کې ویلي وو چې "پاکستاني پوځي رژیم" د فبرورۍ پر ۲۱مه او ۲۲مه شپې مهال د ننگرهار او پکتیکا ولایتونو د "یوې دیني مدرسې او ګڼو ملکي کورونو" په ګډون په "څو ملکي سیمو" بمبارۍ کړې دي چې پکې "د ښځو او ماشومانو په ګډون لسګونه بېگناه ملکي" وګړو ته مرګژوبله اوښتې ده.

وزارت زياته کړې وه چې دا کار د افغانستان د "ملي حریم ښکاره نقض" او "د نړیوالو قوانینو، د ګاونډیتوب اصولو او اسلامي ارزښتونو ښکاره سرغړونه" ده.

د طالبانو دفاع وزارت دا بیان تر هغې څو ساعته وروسته ورکړ چې د پاکستان حکومت وویل، په افغانستان کې یې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) او د اسلامي دولت (داعش) د خراسان څانګې مرکزونه په نخښه کړل.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

افغانستان کې د پاکستان په بمبارۍ کې د يوې کورنۍ ۱۸ غړي وژل شوي

د پاکستان دریځ

د پاکستان حکومت وايي چې تازه بمبارۍ یې په اسلام اباد کې پر امام باړې او په باجوړ او بنو کې د وروستیو بریدونو په ځواب کې کړې دي.

د پاکستان د اطلاعاتي او خپرونو چارو وزارت د فبرورۍ پر ۲۱مه شپې مهال په بیان کې لیکلي چې اسلام اباد "کره شواهد لري" چې "هغه ترهګر بریدونه خوارجو" په افغانستان کې د "خپلو مشرانو او مرستیالانو په امر" کړي ول.

اسلام اباد وايي د هغو حملو ذمه واري "له فتنه الخوارج" سره تړلیو "پاکستانیو طالبانو او د اسلامي دولت (داعش) ډلې خراسان څانګې" منلې وه.

وزارت وايي، همدا لامل دی چې "د غچ اخیستو" په پار یې "په غبرګون" کې په افغانستان کې "د استخباراتي معلوماتو پر اساس" د "پاکستانیو طالبانو" او د داعش "خراسان څانګې" پر "اووه ترهګرو کیمپونو او پټنځایونو" حملې کړې دي.

اسلام اباد د "فتنه خوارج" اصطلاح د ټي ټي پي، حافظ ګل بهادر او نورو حکومت مخالفه وسلوالو ډلو لپاره کاروي.

د پاکستان حکومت په تېرو څلورو کلونو کې په بیا بیا پر طالبانو تور پورې کړی دی چې هلته یې اسلام اباد مخالفه وسلوالو ته پټنځایونه ورکړي دي چې په پاکستان کې حملې کوي.

د طالبانو حکومت په وار وار ويلي چې د افغانستان خاوره د پاکستان په ګډون د هېڅ یوه ګانډي هیواد پر ضد استعمالېدو ته نه پرېږدي.

خپله ټي ټي پي هم وايي چې وسلوال یې په پاکستان کې دي او په بل هېواد کې پټنځایونو ته اړتیا نه لري.