خيبر پښتونخوا حکومت د شمالي وزیرستان له کډوالو سره د مرستې لپاره ۳۵ کروړه روپۍ جاري کړې دي

له شمالي وزیرستانه په ۲۰۱۴ز کال کې یو مېلیون خلک کډوال شوي ول چې ماشومان هم پکې ول ـ پخوانی انځور

د خیبر پښتونخوا حکومت له قدرتي افتونو سره د مبارزې ادارې (پي ډي اېم اې) د شمالي وزیرستان له بې کوره کړل شویو کسانو سره د مرستې لپاره ۳۵ روپۍ جارې کړې دي.

د پي ډي اېم اې ویاند احسان داوړ د فبرورۍ پر پینځمه مشال راډیو ته وویل چې دا پيسې به د میاشتنۍ مرستې په توګه د شمالي وزیرستان بې کوره کړل شویو خلکو ته ورکول کېږي.

د نوموړي په وینا هرې بې ځایه شوې کورنۍ ته به د موبایل سیم کارت له لارې ۲۰،۰۰۰ نغدي مرسته ور ورسېږي.

پي ډي اېم اې ويلي چې له هغوی سره د شمالي وزیرستان ۱۸،۰۰۰ بې کوره کړل شوي کورنۍ ثبت دي چې دغه مرستې به ترلاسه کوي.

دا هغه کورنۍ دي چې تعلق یې د دته خېلو او شوال سره دی او دوی کلونه وړاندې په ۲۰۱۴ز کال کې د ضرب عضب د عملیاتو پر مهال له شمالي وزیرستانه کډو کولو ته اړ شوي ول.

له شمالي وزیرستانه د ضرب عضب عملیاتو له وجې شاوخوا یو مېلیون خلک کډو کولو ته اړ شوي ول خو د حکومت په وینا نور یې وار له مخې خپلو سیمو ته ستنول شوي دي خو د دته خېلو او شوال بې کوره شوي خلک لا هم په بنو او خواوشا سیمو کې د کډوالۍ ژوند تېروي.

دا هم وګورئ:

د دته خېل کډوال خپلو سیمو ته ستنېدل غواړيد شمالي وزیرستان پر هغو کډوالو مرستې بندېږي چې خپلو کورونو ته نه دي ستانه شوي'کډوال مو وزیرستانونو ته ستانه کړئ ګنې اسلام اباد کې پرلت وهو'وزیرستاني کډوال دې خپلې پاتې پیسې ترلاسه کړي: احسان داوړوزیرستاني کډوال: نور مو د خپلو کورونو لیدو ته سترګې ختلېد شوال او بکاخيل وګړو ته اجازه ورکړل شوه چې د خپلو ځنګلونو له چلغوزو ګټه پورته کړيافغانستان مېشتي وزیرستاني کډوال خپلو سیمو ته ستنېدل غواړي

د عملیاتو پر مهال د میرامشا، میرلي او دته خېلو درې لوی بازارونه ړنګ شوي ول. په ۲۰۱۶ز کال کې د هغو خلکو خپلو کلیو ته د ستنېدو بهیر پیل شو چې له هغه وخت راهیسې زیاتره خلک خپلو سیمو ته ستانه شوي، خو زرګونه کورنۍ لا هم په بکاخېلو او په افغانستان کې پرتې دي.

د پي ډي اېم اې ویاند احسان داوړ وايي، هغه کورنۍ چې تر دې مهاله ستنې شوې نه دي، مرسته به ورکول کېږي او د هغوی د ستنېدو لپاره هم اقدامات کېږي.

نوموړي زياته کړه "حکومت هغو کورنیو ته د میاشتې ۲۰،۰۰۰ روپۍ ورکوي چې تر اوسه نه دې ستنې شوي. د حکومت هڅې روانې دي چې دغه کډوال واپس کړي. چې کله د دوی سیمې له وسلوالو پاکې شوې نو پي ډي اېم اې به یې د واپسۍ بهیر پیل کړي."

د جنګونو او پوځي عملیاتو له وجې له شمالي وزیرستانه نورو سیمو ته کډه شوي خلک وايي چې اوږدې مساپرۍ او کډوالۍ یې ژوند اغېزمن کړی دی او حکومت دې د هغوی د ستنولو غم وخوري. هغوی وايي حکومت په دوامداره توګه مرستې هم نه ورکوي او دا لړۍ وخت په وخت د ځنډ ښکار وي.

د شمالي وزيرستان کډوالو وخت په وخت د مرستو د نه ترلاسه کولو پر ضد مظاهرې، لاریونونه او پرلتونه هم کړي دي.

د شمالي وزیرستان د دته خېلو سیمې د بې کوره شویو کډوالو یو مشر ملک فتح الله د فبرورۍ پر پینځمه مشال راډیو ته وویل، که حکومت هغوی خپلو سیمو ته ولېږي نوهېڅ ډول مرسته به ورڅخه ونه غواړي.

د شمالي وزیرستان انتظامیه وايي، د یادې ضلعې ځینې ناامنې سیمې له وسلوالو د پاکېدو په حال کې دي او چې دا پروسه بشپړه شي نو د هغو سیمو د کډوالو ستنېدل به پيل کړل شي.