د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې د امريکا سفير د ګوادر سفر کړی دی


امریکايي سفیر ډانلډ بلوم په ګوادر کې یوې غونډې ته وینا کوي - د سېپټېمبر ۱۲مې انځور
امریکايي سفیر ډانلډ بلوم په ګوادر کې یوې غونډې ته وینا کوي - د سېپټېمبر ۱۲مې انځور

په پاکستان کې د امريکا سفير ډانلډ بلوم د بلوچستان د ګوادر سفر پر مهال د تجارتي اړيکو د پراختيا او د بلوچستان له خلکو سره د مرستو اعلانونه کړي دي.

بلوم د سېپټېمبر پر ۱۲مه په ګوادر کې یوې غونډې ته وویل چې امريکا په بلوچستان کې ۴۱ کلينيکونه رغولي، له ۶۰۰،۰۰۰ خلکو سره یې د خوراکي موادو مرسته کړې، د ښوونځيو په بیا جوړولو کې یې ونډه اخیستې او له ۱۲،۰۰۰ هغو کروندګرو سره یې مرستې کړي چې په ۲۰۲۲ز کال کې یې سېلابونو ځمکې وړې وي.

هغه وعده وکړه چې په بلوچستان کې به د ښوونځيو جوړولو او د تعليم ودې لپاره لا نوره ډېره مالي مرسته کوي.

بلوم وویل امریکا او پاکستان تېر کال د نهه اربه ډالرو سوداګري کړې ده.

د هغه په وينا، بلوچستان، او په تېره ګوادر ورته د هغو سوداګریزو اړيکو پراخولو لپاره خورا اهميت لري. "موږ غواړو چې دا اړیکې پراخې کړو او وګورو چې بلوچستان او امريکا د امنيت، اقتصاد، زراعت او تجارت په برخه کې نور څه کولی شي. موږ د امريکايي مرستې ډاډ ورکوو. امريکا د پاکستان د برامداتو لپاره د نړۍ تر ټولو لوی هېواد دی. غواړو بلوچستان له دې ګټه واخلي. امريکايي کمپنيانو په پاکستان کې ۱۲۰،۰۰۰ پاکستانيانو ته دندې ورکړې دي چې ډېری کسان پکې د بلوچستان دي. موږ فکر کوو چې دلته په بلوچستان د امريکا د ښکېلتيا راتلونکې ډېره ښه ده. دلته په ګوادر کې د اقتصادي پرمختيا لپاره ډېرې موقعې شته او زه هيله من یم چې دلته به د ملګرتيا او اقتصادي شراکتدارۍ ښه راتلونکې ولرو."

د امریکا سفیر په داسې حال کې ګوادر ته تللی چې هلته د واشنګټن د سیال هېواد چين ګڼې پروژې روانې دي. ګوادر بندر په پاکستان کې د چين د ۶۵ اربه ډالرو اقتصادي راهدارۍ پروژې (سيپيک) مهمه برخه ده.

امريکايي کمپنيانو په پاکستان کې ۱۲۰،۰۰۰ پاکستانيانو ته دندې ورکړې دي چې ډېری کسان پکې د بلوچستان دي
ډانلډ بلوم

د اقتصادي سياست د چارو پوه ډاکټر نزاکت خان وايي، د امريکايي سفير خبرې د اقتصادي پر ځای تر ډېره سياسي دي.

نوموړي د سيپتمبر پر ۱۳مه له مشال راډيو سره په خبرو کې زیاته کړه چې امريکا د پاکستانيو وګړو د زړونو ګټلو کوښښ کوي او غواړي چين ته ووايي چې په ګوادر کې دوی هم دلچسپي لري. "امريکا نه غواړي چې له چين سره دې د پاکستان اړيکې تر دې حده خوږې شي چې بيخي د امریکا له اغېزه ووځي. تاسو که وګورئ نو پاکستانيان په عمومي ډول چين ښه ګڼي او امريکا بده. نو امريکايان به [هرومرو] داسې لارې استعمالوي چې خلک ځان ته نېږدې کړي. چين به د امريکايي سفير خبرې اورېدلې وي او په اصطلاح، غوږونه به یې درېدلي وي چې امريکا په ګوادر کې د بيجنګ سرمايه کارۍ (پانګونې) ته ګوري که څنګه؟"

د امریکا سفير ډانلډ بلوم په ګوادر کې د وينا پر وخت پر اقتصادي راکړه ورکړه ټینګار وکړ او و یې ویل چې امريکايي شرکتونه په پاکستان کې ځايي خلک په کار ګوماري او روزګار ورته برابروي.

د امریکا سفیر ډانلډ بلوم په ګوادر کې له پاکستانیو چارواکو سره د غونډې پر مهال - د سېپټېمبر ۱۲مې انځور.
د امریکا سفیر ډانلډ بلوم په ګوادر کې له پاکستانیو چارواکو سره د غونډې پر مهال - د سېپټېمبر ۱۲مې انځور.

هغه زیاته کړه چې کمپنيانې یې دا يقيني کوي چې هغه پاکستاني کارکوونکي د مزدورانو نړيوالو قوانينو له مخې پوره حقونه ولري.

په اسلام اباد کې د اقتصادي چارو پوه، ډاکټر معراج الحق وايي د بلوم د دې خبرې اشاره چينايي کمپنيو ته ده چې په پاکستان کې د کارونو لپاره د ځايي خلکو پر ځای چينايي وګړي ګوماري او هلته یې لېږدوي.

خو نوموړي د سېپټېمبر پر ۱۲مه له مشال راډیو سره په خبرو کې مشال راډیو ته وویل، ګوادر ته د امريکايي سفير تګ ته بايد له سياسي زاویې نه بلکې د اقتصادي موقعو برابرولو په توګه وکتل شي. "امريکا او پاکستان د سرمايه کارۍ او تجارت تړونونه لري. امريکا د پاکستانيو مالونو د برامدولو لپاره په نړۍ کې تر ټولو لوی مارکېټ (بازار) دی. بلخوا ګوادر د خپل موقعيت له وجې ډېر اهميت لري. نو امريکا پکې د ځان لپاره ښه موقعې ويني."

په اسلام اباد کې د امريکا سفارت ګوادر ته د سفیر د سفر په اړه پر خپله ووبپاڼه په بیان کې لیکلي دي چې په بلوچستان کې یې د اقتصادي پرمختيا تر څنګ د امنيت لپاره هم ډېر کار کړی دی.

په بیان کې راغلي چې امریکا هلته د نشه يي موادو د قاچاق مخنيوي لپاره په سلګونو پولیس روزلي دي.

د امريکا سفير ډانلډ بلوم ګوادر ته د سفر پر وخت له ځايي سوداګرو سره هم وکتل. د امريکايي سفارت بیان له مخې، نوموړي هغوی ته ډاډ ورکړ چې په امريکا کې به ورته د سوداګرۍ موقعې برابروي.

XS
SM
MD
LG