د لاسرسي ځای

تازه خبر

ډانلډ بلوم: میراث کې د ښځو حق باوري کول اړین دي


امریکايي سفیر ډانلډ بلوم په پېښور کې د خیبر پښتونخوا له یوشمېر ښځینه چارواکو سره د خبرو پر مهال - د جولای ۱۳مې انځور.
امریکايي سفیر ډانلډ بلوم په پېښور کې د خیبر پښتونخوا له یوشمېر ښځینه چارواکو سره د خبرو پر مهال - د جولای ۱۳مې انځور.

د نړیوال پرمختګ لپاره د امریکا نړیوالې ادارې (یو اېس اې ای ډي) په میراث کې د ښځو د حق باوري کولو او ورته د اسانتیاوو برابرولو لپاره د خیبر پښتونخوا د ښځو چارو محتسب ادارې کارکوونکو ته د روزنې لپاره یو مفاهمتلیک لاسلیک کړی دی.

په دې لړ کې د جولای پر ۱۳مه په پېښور کې غونډه شوې چې ورته په پاکستان کې د امریکا سفیر ډانلډ بلوم ورغلی وو.

د مفاهمتلیک یوه اساسي موخه دا ده چې د محتسب ادارې کارکوونکي په میراث کې د ښځو د برخې له قانونه سم خبر وي او په دې توګه له ښځو سره د خپل حق په ترلاسه کولو کې مرسته وکړي.

بلوم غونډې ته وویل چې ښځې باید په میراث کې له خپل حقه بې برخې پاتې نه شي. "د محتسب له دفتر سره مو مفاهمتلیک لاسلیک کړ چې مقصد یې په خیبر پښتونخوا کې په میراث او جایداد کې د ښځو حقونه خوندي کول او په ۲۰۱۹ز کال کې چې په دې لړ کې مهم قانون جوړ شوی، هغه عملي کول دي. د ښځو لپاره ډېره مهمه ده چې په جایداد کې خپل حق ترلاسه کړي چې خپلې کورنۍ او بچي وپالي او د خیبر پښتونخوا په اقتصادي پرمختیا او سوکالۍ کې د خپلې برخې کار وکړای شي."

یو اېس اې ای ډي د پېښور په غونډه کې د قبایلي ضلعو د ځمکو رجسټرولو او کمپیوټري کولو لپاره هم له صوبايي حکومت سره موافقه لاسلیک کړه او د دې کار لپاره یې ورته د پینځه مېلیونه ډالرو سامانونه هم ورکړل.

د ښځو د حقونو لپاره د کارکوونکي ناحکومتي سازمان عورت فاونډېشن مشره صایمه منیر د یو اېس اې ای ډي د اقدام هرکلی کوي خو وايي چې د میراث موضوع په قبایلي ضلعو کې زیاته پېچلې ده.

نوموړې وايي، په هغو سیمو کې اوس د ځمکو اصلاحات پیل شوي دي او "زموږ رسم او رواج داسې دی" چې یوازې سړي په جرګه کې کښېني او د ځمکې د رجسټرولو په بهیر کې به برخه اخلي.

د منیر په خبره، که په هغه عمل کې ښځې شاملې نه شي نو ښايي د میراث او جایداد د برخې موضوع یې لا پېچلې شي.

د ښځو چارو د محتسب ادارې یوه چارواکې شبانه ګل چې د پلار په میراث کې له خپل حقه بې برخې ده، وايي، کله چې ښځې حق غواړي نو ډېرې کورنۍ لانجې پیدا کېږي.

نوموړې وايي، له هغو ښځو سره بیا خلک راشه درشه او غم، ښادي پرېږدي.

خو د ښځو چارو په اړه صوبايي محتسبې رخشندې ناز مشال راډیو ته وویل چې ډېر شکایتونه یې ترلاسه کړي دي چې ښځې لا هم په میراث او جایداد کې له خپلې برخې محرومې دي.

نوموړې زیاته کړه چې اداره یې هڅه کوي چې د ښځو ټول حقونه ورکړي.

البته دا یوازې خیبر پښتونخوا یا قبایلي ضلعې نه دي، بلکې د پاکستان په نورو برخو او صوبو کې هم ښځې د میراث د حق په ترلاسه کولو کې له مشکلاتو سره مخامخېږي.

په خیبر پښتونخوا کې د ۲۰۱۹ز کال قانون په میراث او جایداد کې د ښځو د حقونو د خوندیتوب ضمانت ورکوي.

XS
SM
MD
LG