د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا خیبر پښتونخوا کې د وړو کاروبارونو پرمختیا پروژه پیل کړې


امریکايي سفیر ډانلډ بلوم په پېښور کې د غونډې پر مهال د ښځو جوړ کړي خوراکي او نور توکي هم ولیدل
امریکايي سفیر ډانلډ بلوم په پېښور کې د غونډې پر مهال د ښځو جوړ کړي خوراکي او نور توکي هم ولیدل

د امریکا د نړیوال پرمختګ ادارې (یو اېس اې ای ډي) په خیبر پښتونخوا کې د ولسي وګړو د کاروبارونو د پرمختیا او ورسره د مرستندویه چارو یوه پروژه پیل کړې ده.

د مارچ پر دویمه نېټه په پاکستان کې د امریکا سفیر ډانلډ بلوم په پېښور کې پروژه پرانیسته او و یې ویل چې ورڅخه به د خیبر پښتونخوا تر ۶۲،۰۰۰ پورې کورنۍ ګټه واخلي.

ده وویل، له دې لارې له کروندګرو سره مرسته کوي چې خپل فصلونه او نور پیداوار بازار ته ورسوي.

د امریکا د سفیر په خبره، د پروژې یوه برخه له وړو کاروبار لرونکو سره مرستو ته ځانګړې شوې ده.

په پېښور کې غونډې ته یوشمېر هغو کسانو خپل خوراکي او غیر خوراکي توکي نندارې ته ایښي ول چې د یو اېس اې ای ډي تر روزنې وروسته یې تولید کړي ول.

امریکايي سفیر ډانلډ بلوم د مارچ پر دویمه غونډې ته وویل، هېواد یې له خیبر پښتونخوا سره مرستو ته دوام ورکوي.
امریکايي سفیر ډانلډ بلوم د مارچ پر دویمه غونډې ته وویل، هېواد یې له خیبر پښتونخوا سره مرستو ته دوام ورکوي.

د سوات نسیم اختر مشال راډیو ته وویل، تر روزې وروسته اوس اچار، مربا، شربتونه، چکنیانې (چټنیانې) او نور شیان جوړوي او په بازار کې یې خرڅوي. نوموړې وايي، د همدې کاروبار له لارې خپل څلور بچي ساتي.

یو بل کس شیخ باچا مشال راډیو ته وویل، د شهدو (شاتو) موچۍ روزي او ګبین ورڅخه ترلاسه کوي او د تربیت تر لاسه کولو وروسته اوس له زیتونو تېل باسي او مرباګانې جوړوي او خرڅوي یې.

په پاکستان کې د امریکايي پروژې مشر شاد محمد مشال راډیو ته وویل چې هغه پروژه پینځه کلنه ده او یو اېس اې ای ډي ورته ۲۴ مېلیونه ډالر ځانګړي کړي دي.

امریکايي سفیر ډانلډ بلوم د غونډې پر مهال زیاته کړه چې هېواد یې د خیبر پښتونخوا له ولس سره مرستو ته دوام ورکوي.

XS
SM
MD
LG